د اريايانو په ويدي سندرو کی د پنجاب سيمه د “سندهوس” په نوم ياده شوې ده چې مانا يې د اوو سيندونو خاوره وه. دا سيندونه، اباسين، جهلم، چناب، ستلج، بياس، راوي او سرسوتي ( سرس وتي) دي.
سرسوتي د هغو نورو سپېڅلو سيندونو مشر ګڼل کيدو او دا يواځينې سيند دی چې د اريايانو په وېدي سندرو کې ورته پورا مناجات وېل شوي دي. په ريګويد کې د سرسوتي سيند نوم ۷۲ ځلې ياد شوی دی. دا سيند ډېرو نور نومونه هم لري چې “د سېلابونو مور، امبي تام، ندي تام، دېوي تام، ( ښه مور، ښه سيند، ښه اسطوره) دي.
خو سرسوتي په نوم سيند د زمکې په سر نشته او د تېرو سلو کالو راهيسې لرغون پوهان او جيولوجسټان د دې به لټون دي.
په سانسکرت ژبې کې سرسوتي د تالاب يا د ډنډ مانا هم ورکوي او ځينې لرغون پوهان وايي چې ممکن دا د “هلمند” سيند وي.
په اوستا کی دا سيند د “هارکسيتي” په نوم ياديږي او د يوې داسی سيمی سيند دی چې هلته ډېر نور سيندونه هم شته. په زړی پارسي کی هارايوواتيس (هرايووتيس) د هلمند د سيند نوم و.
په وروستيو وېدي سندرو کې چې کوم سرسوتي ياد شوی دی هغه د هند د پنجاب په هريانه ايالت کې د “گهگهرهاکړه” سيند ګنل کېږي.
په يويشتمې ميلادي پېړۍ کې د نوي پرمخ تللي وسايلو د لارې د دې سيند لټه وشوه. د مصنوعي سپوږمکۍ (سېټيلايټ) د لارې د زمکی لاندی خاورې او د پخوانيو اوبوعکسونه اخيستل کېږي. دا عکسونه د خاوری جوړښت په رنگونو کی را برسيره کوي.
د لندن په امپيريل کالج کی د هند يو جيولوجسټ ډاکټر سنجيو گپتا په ۲۰۰۵ م کې د اباسين چاپېره د زمکې عکسونه واخيستل او د يو سيند نښې يې پکې وليدې.
سرسوتي سيند په اصل کې موجود و، د اباسين په شان اوبه يې سمندر ته ورتلې. يو وخت ( ممکن ۱۸۰۰ ق م کې) د سختې زلزلې له کبله د زمکې لاندې سطح لوړه او ښکته شو او په نتيجه کې سرسوتي ته ورتلونکېو اوبو لاره واړوله بيا دا سيند وچ شو او يواځی خيال يې پاتې شو.
سرچينې
۱. مايکل ووډ، د هند کيسه- ۲۰۰۵ م د بي بي سي کتابونه، ۳۵ او ۳۶ مخونه.
۲. ويب پاڼو نه
د خپرېدو نېټه
۳۰ مارچ ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
صفې جانې سلامونه
دسراسوتي کیسه په رښتیاهم جالبه کیسه شوې ده ، په هندي میتالوژي کې هم دسراسوتي نوم ډیرجالب او په هراړخیره توګه دیادونې وړ دی ، وایي چې په االه آباد یا ( پریاګ ) کي هم دری سیندونه ګنګا، جمنا او سراسوتی سره یوځای کیږي ، هندوان دکومب میلي په ترڅ کې هغه ځای ته هم ورخي اوعبادت په کې کوي چي دوی باور لري سراسواتی دلته له مځکې راوځي او له ګنګا جمنا سره یوځای کیږي، خو زه چي خپله ورغلم هلته می داسې څه ونه لیدل چي ګواکي په رښتیا هم یوسنید له مخکې راوځی او له دغو دوو سیندونو سره یوځای کیږي .
اوس خبره داده چي سراسوتی چیرې دی ، داسی یوسیند چې اویا ځلي یی نوم په تاریخی متون کې راغلی وي ؟
آیا داشونې ده چې د درنې زلزلي په ترڅ کې باید له منځه تللي وي ؟. نه دجبولوژی پوهانو دڅیړنو له مخی هم داکار علمی اساس نه لري ، خکه اوبه ترهرډول فشار لاندې خپله لاره یوې خواته په یوډول نه یوډول باسي . ،
یوه بله نظریه :
هندوانو او یوشمیر پوهانو هغوی چې دهندوستان له شمال څخه ناخبره دی ، هغوی کله کله داډول ناخبرې لیکنی لیکي دوی فکرکوي چې هرڅه باید په اوسنی هند کې وي ، په داسې حال کې چي داریایی تمدن لویه برخه په اوسنی هندکې ډیره برجسته نه وه، همداده چي داد ددوی تیروتنه ده ، موږ دوه سیندونه چي ګومتی اوسراسوتی لرو چې دواړه په پښتونخوا کي بهیږی او تراوسه پرهمدغه سیمه کې ژوندی دی ، دلکنهو په ښارکې یو کوچنی سیند بهیږي چې هغه هم د ګومتی په نامه یادیږي ، په داسې حال کې چې له اصلی ګومتی سره چې هغه دګومل سیند دی یوشی نه شی کیدای ، همداسې زه باورلرم چی سراسواتی هم دغه دسوات سنید دی چي پریوه اوبله خوای ډیرمهم اولرغونی تمدنونه تیرشوی دي.
ځکه نو که موږ دهندوانو ومنو چې دایو سیندو ، اویاداچی هغه په سترګو نه لیدل کیږی خو شته دی ؟ داهغه څه دی چې اوس هندی پوهان هم پري باوري نه دی ، زه په داسې حال کې جي ستاسې د مقالي ستاینه کوم اومهم ټکي ته مواشاره کړی ، په دغه اړه دیوشمیراسنادو له مخې داهم وایم چي سراسوتی دسوات سیند دی او ما په دغه برخه کې په بنارس او کلکته کی هم لویو غونډو ته خپل دانظر ویلی چې هیچا هم نه دی رد کړی ، که دلکنهو ګومتی داریایی ګومتی ځای نیوی شي ، نو دسراسوتی په اړه هم دابی اساسه خبرې تریوه وخته دیوشمیرلپاره کیدای دتقدس له مخی دمنلو وړوی خو علمی بنیاد یی زه ډیرفکرکوم چی همداوي .
په درنښت
رشید