د اريايي وختونو هغه دود چې مور واکي نوميږي، ښځه به پکې د کور او د ټولنې مشره وه. د هغه وخت يوه کيسه ده چې د يو راجه پينځو زامنود يوې ښځې سره واده کړې و.
دوي په هستينا پور کې يو ښکلې ښار اباد کړو چې اندر پرستها نوميدو اواوس ډېلي نوميږي. مشر ورورد خپل يوسيال راجه سره په قمارکې خپل هر څه وبايلل اوپيڼځه واړه مجبورشول چې ديارلس کاله په دشتو کې ژوند وکړي.
دوي د پينځو پانډوانو په نوم شهرت لرلو او د خپل دښمنانو نه د پټيدو لپاره غرونو ته ولاړل. هندوان باور لري چې د پنجشير دره د دې پينځو وروڼو په نوم اباده شوه. دوي د ځان سره يوه سپيڅلې تيږه هم گرځوله چې پلار ورته ويلي و، په زمکه به يې نه ږدي. دا خبردارې يې ورکړې و چې که تيږه يې پر زمکه کيښوده نو بيا به يې نشي اوچتولې. دوي د تيږې د وړلو لپاره نوبت ټاکلې و، خو يو ورځ دا يې د سيند پر غاړه کيښوده او بيا يې نشوه اوچتولې.
دې وروڼو په دولسو کالو کې دومره ځواک پيدا کړو چې د خپلو تربورانو سره جنگ وکړي. دا تربوران يې ” کورو” نوميدل او په گندهارا کې يې ژوند کوو.
دا جنگ د هندوانو په شفاهي تاريخ کې ” مها بهارت” نوميږي. هغه تيږه ډېره موده د پنجشېر سيند بر غاړه پرته وه او اوس د افغانستان په يو عبادت ځاې کې ايښې ده.
په افغانستان کې د پنجشيرعام توضيح خلک دا ورکوي چې دلته پينځه وليان اوسيدل چې پخپلو کې سره وروڼه وو خو هيچا ته يې نومونه نه دې څرگند. وايي چې د سلطان محمود لپاره يې په غزني کې د اوبو بند دې وروڼو جوړ کړې و. خو په اسلامي تاريخونو کې دا ځاې د “پنجهېر” په نوم ياد شوی دی. علامه حبيبي د هار، هېر او هور سرچينه يو ګڼي چې “استوګن” مانا ورکوي.
سرچينې
۱ . جغرافيايي تاريخ افغانستان- پوهاند عبد الحۍ حبيبي، پنجاه مقاله- بنګاه انشارات مېوند، کتابخانه سبا. ۱۳۶۲ ش- ۹۰ نه تر ۹۸ مخ
د خپرېدو نېټه
۱۸ اپرېل ۲۰۱۴ م
صفيه حليم