د کيسه خانۍ ډزې

memorial
د ۱۹۳۰ م د پېښور د سپرلي وروستۍ ورځې وې. دهند په لويه وچه کې د هرنسل اومذهب خلکو د انگريزحکومت خلاف جلسې کولې او د خپلواکۍ غوښتنه کېده. دچارواکو لپاره په پېښورکې ترټولو لويه انديښنه دا وه چې که حالات ددوې د کنټرول نه ووتل نو د افغانستان سره به يې يو بل جنگ ونښلي. هم دا وه چې د دوي جاسوسانو په سياسي کارکوونکي نظرساتلو.
د چارسدې هغه ډلې چې د پښتنو ځوانانو د اصلاح اود ښوونې او روزنې لپاره په امن کارونه کول، پخپلوجلسو کې د سياسي خپلواکۍ غوښتونکي و. دوي د کانگرس گوند سره نږدې و اوزور يې موندلې و.
د اپريل تر ۲۲ نيټې د ښار کمشنرته داسې راپور وورسيدو چې د چارسدې نه به ځينې سياسي خلک پېښورته ورځي. په نورو راپورونو کې د ملايانو له خوا د يوې جلسې په اړه وېل شوي و. په پيښورښارکی د کانگرس گوند سکترالله بخش برقي نوميدو. پوليس د شپې د ده کورته ولاړو چې وې نيسي خودې په کورکې نه و. هغه به ترناوخته پخپل دفترکې ناست و. ترڅو چې پوليس دده درک معلوم کړو، شپه تېره وه اوپه کيسه خانۍ کی کاروباري ورځ پېل شوې وه.
پيښورښارته په ټولولارو پوليس ولاړوچې بهر نه دې څوک رانشي. په هغه ورځ د پښتنو مشرعبد الغفار خان چې د چارسدې نه پيښور ته په يوې لارۍ کې روان و، د “ناکۍ” سره ودرول شو اوبيرته يې بوتلو. د چارسدې په حوالات کې يې بند کړو، په بل سهار يې مردان او له هغه ځاې گجرات جيل ته واستوو.
پوليس په کابلي بازارکې د کانگرس دفتر ته ورغلل اوبرقي ته يې د نيولو وارنټ ښکاره کړل. د ده بل ملگرې غلام رباني سيټهي هم ورسره ونيول شو. برقي او سيټهي د خپلې بالاخانې نه ښکته شول نوخلک د پوليسو گاډي نه چاپېره ولاړ و او دا يې نه پرېښودو چې وړاندې تللې وې.
يو کس د گاډي پايه وويستله او په سړک يې وغورځوله. پوليس مجبوره شو چې هغه دوه مجرمان د کابلۍ تاڼې ته په پښو بوځي. دوي چې روان شول نو خلک هم ورپسې و او شميره يې مخ په ډېرېدو شوه.
ترڅو چې دواړه سياسي مجرمان د تاڼې مخې ته رسېدل، په سوونو خلک راټول شوي و او د انگريزانو په ضد يې نارې وهلې.
د پيښورجيل د کابلۍ بازارسره نږدې و او هلته ددې بلوه خبرچې ورسيدو نو بنديانوپاڅون وکړو، دروازې يې ماتې کړې او څو پکې وتښتيدل.
پوليس وارخطا و او د پوځ مرسته يې وغوښته. هغه وخت د انگريزسيسټم دا و چې د يو ښارد ساتنې لپاره پوليس او پوځ به د نورو سيمو نه و. په پېښورکې د پنجاب د غرونو وگړي ساتل کيده. د انگريزانوپوځي گاډي راغلل اوعسکروشاو خوا ونو او ودانيو کې مورچې ونيولې. د پېښور کمشنر پخپله په يو ټانک سپور کيسه خانۍ ته ورغلو. خلک په دې نورهم په قهرشول او په ټانک يې کاڼي ويشتل.
هلته يو مشکي (اوبه په مشک کې وړي) هم و چې عبد الرحمان نوميدو او خلکو به ورټه ” ماني” ويل. ده په موټرسايکل سپوريو ډاگي ( پوسټمېن) په تيږه وويشتوچې هغه پری راپريوتو. په هغه اړو دوړ کې ټانک د ډاگي د پاسه وختلو او دې يې ووژلو. خو په دې جرم هغه خوار مشکي “ماني” يې ونيولو او وروستو د قتل مقدمه پرې جوړه شوه.
د انگرېز په پوځ کې يوه دسته د هند د گړوال د سيمې نه وه. کله چې ورته د ډزو امر ووشو نودوي وسله په زمکه کيښوده.
د انگريزيو ملکي افسر ليکي چې په لومړۍ نړۍ وال جنگ کې د هند د پوځ يوې دستې هم دومره مېړانه نه وه کړې څومره چې د گړوال ځوانانو هغه وخت د ډزو په نه کولو وښودله. نورو پوځيانود خپل مشرامرومنلو او په خلکو ډزې پېل شوې.
د انگرېز اندازه دا وه چې د ډزو سره به خلک په تيښته شي. په دې ډزو خلک زخميان شول خو نورو مېدان نه پريښودو او د الله اکبر ناره يې پورته کړه. د وخت په تېرېدو د خلکو قهر دومره ډېر شو چې يو ټانک ته يې اور ورته کړو.
ځينو د زخميانو د روغتون ته د وړلو اجازه غوښته خو د پوځي مشر شرط دا و چې خلک دې له هغه ځايه ووځي. هلته ولاړو خلکوشا ته کېدل بې غيرتي گڼله او هم هغسې ولاړ پاتې شول.
يو امريکايي ” ژان پال ” چې د عدم تشدد د تحريک په اړه يې څيړنې کړي دي، د هغې ورځې په اړه ليکي، ” کله چې مخامخ ولاړ کس به په گولۍ ولگېدو اوپرېوتو نو شا ته ولاړ کس به ور وړاندې شو، خپل گرېوان به يې ورته خلاص کړو او په گولۍ به ولگېدو. د ځينو کسانو وجود په شلو ډزو سورې و. هيچا وېره نه ښودله اوهم هلته ولاړو.”
د کيسه خانۍ نه ډيرې کوڅې يوې او بلې خوا ته وتلي دي او ځينو پوځيانو ته امر ووشو چې د هغې خوا نه خلکو پسې دې وځغلي. دا ډزې د سهار ۱۱ بچې پيل شوې او د ماځيگر تر ۵ بجو روانې وې. ترهغې د څلوروسوو نه زيات خلک ټپيان يا وژل شوي و.
د حکومت راپور وايي چې شل کسان مړه او دېرش ټپيان و. مړي اوټپيان په حکومتي ايمبولنس اوگاډو کې يوړل شول. په کيسه خانۍ بازارکې د خلکو څپلۍ، ټوپۍ او نورشيان د کاڼو او گوليوسره خواره واره پراته و. د پېښې ځاې کې د خلافت تحريک هغه پينځه يا شپږ رضاکاران هم ووژل شول چې مړي او ټپيان يې د هغه ځاې نه ويستل.
تر دوو ورځو ښار د پوځ په کنټرول کې و او خلکو په هغو ځايونو چې مړي پکې پراته و، د گلونو گېډۍ اېښودلې او د شپې به يې ورباندې ډيوې بلولې. هر ځاې دومره ډيوې کېښودل شوې چې د هندوانو د ديوالي ننداره يې جوړه کړه.
يوميوه فروش محمد عاشق د کيسه خانۍ هټۍ وال په هم هغه ځاې راټول کړل چې لومړې کس په ډزو پريوتې و. د فاتحې او دعا نه وروستو دې کسانو هلته يو يادگاري څلي ودروو نو ټولو خلکو پرې د ورځې لونه او د شپې ډيوې اېښودلې.
ورځپاڼوددې خبر ورکړو نو دوي په وېره شول چې د ۱۸۵۷ م د غدر پېښې تکرار نشي. د “گړوال شاهي ټوپکيانو” هغې دستې ټول کسان ونيول شول چې د گولۍ چلولو نه يې انکار کړې و. ځينې يې جريمه کړل او نورو ته يې د بند سزا ورکړه. د بريطانيې باچا پينځم جورج ددې پيښې د قانوني پلټنو امروکړو.
د مې په دريمه اوونۍ کې انگريز پوځ هغه يادگاري څلې وران کړو خو خلکو دا په هم هغه ځاې کې بيا جوړکړې شو.
د لکهنئوچيف جسټس يا قاضي القضات، نعمت الله چوهدري ددې پلټنومشرو. د پيښورارشيف ښاي چې انگريزحکومت هغه قاضي ته د رشوت ورکولو هڅه وکړه. د ” سر” او د ” لارډ” خطاب يې ورته ومنل. تمه يې دا وه چې نعمت الله به داسې راپوروليکي چې د انگريز پوځ ته به يې څه نا څه د خټو پوزه جوړه کړې وي. خوهغه دا دواړه پيشکشونه رد کړل او پخپله د پيښې ځاې ته ورغلو. ده ۲۰۰ مخه يو راپوروليکلو چې پکې د انگريزحکومت ددې وحشي عمل غندنه کړې وه او د هغه وخت د صوبه سرحد د خلکو په ملاتړ يو پرېکړه ليک منظورکړو.
اوس هر کال په ۲۳ اپريل د پېښور د سياسي گوندونه او د بشرد حقوقو فعالين په کيسه خانۍ کې د هغوبې گناه خلکو په ياد راټوليږي. د انگريز په ضد مبارزه کوونکو دا پيښه پخپل حساب کې داخله کړه. اسلامي گوند، د مزدورانواتحاديې او وړې ډلې ټپلې په هره موقع خپله سينه وټکوي چې دوي “قربانۍ” ورکړي دي. د دوي په ليکنو کې په څه نا څه ډول يوه اشاره شوې وي چې د خپلواکۍ لپاره ددوي خلک ” شهيدان ” شول. اوس هم د دې ډلو د پلويانو ليکنې که څوک ولولي نود مړو ژوبلو سمه شميره هم ورته معلومه نه وي.
اصل خبره دا وه چې د کيسه خانۍ پېښه دجابر واکمن په ضد يو ناڅاپي پاڅون و. داد ۱۹۱۴ م د امرتسرد جليانواله باغ په شان پېښه وه چې انگريزپوځ د مظاهرې لپاره ټول شويوډزې وکړې. هلته هم د شهيدانو څلې جوړشوې دې اوهر کال سيکان د انگريز حکومت نه د بخښنې غوښتنه کوي. د بريطانيې دشاهي کورنۍ څوغړوپه هغه باغ کی د گلونو گېډۍ اېښي دي خود کيسه خانۍ يادگاري څلې اوس په خاوروکې پټ وي.

۱. د قصه خوانۍ د خونړۍ پېښې رپوټ. د پټېل د کمېټۍ له خوا. ژباړه، سريزه او لمنې د عبد الشکور رشاد. مومند خپرندويه ټولنه، جلال اباد. ۱۳۹۰ لمريز. دوېم چاپ.
د خپرېدو نېټه
۲۲ اپرېل ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
kissa pic

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *