د وېنا لارې

seminar
په يو ټاکلي موضوع د يو يا د څو کسانو خبرې چې هدف يې گډون والو ته معلومات ورکول وي، په اوسني نړۍ کې سېمينار بلل کېږي. د سېمينار وېنا وال د اوريدونکو لپاره د خپلو خبرو متن په ليکلي بڼه وېشلې شي خو ضرور نه وي. د سېمينار هدف د خلکو زهنونه د يو موضوع په اړه روښانه کول وي. يوه بېلگه يې دا ده چې څوک د غور د تاريخي اثارو په اړه سېمينار جوړ کړي. په دې کې به دوه يا درې وينا وال د غور د تاريخي ودانيو، شخصيتونو او اوسني حالت په اړه پخپل وار خبرې کوي. د سېمينار يو کوربه هم وي چې وېنا وال خلکو ته ورپېژني او د دوي د خبرو نه وروستو د گډون کوونکو نه پوښتنې اخلي او مېلمنو ته يې وړاندې کوي.

ورکشاپ

دا د کارخانې متبادل تورې دې او د يوې ورځې نه واخلې تر دريو اوونيو جاري وي. په ورکشاپ کې د يو موضوع يا مضمون په اړه د معلوماتي لېکچر نه علاوه مسلکي زدکړه هم کېږي. د ورکشاپ د جوړولو لپاره څو کسان کار کوي چې خپله خپله دنده پر غاړه لري. د موضوع د پېژندگلوي نه وروستو گډون کوونکي په ټاکلي وخت کې په يو هدف کار کوي او په پاې کې نورو ته يې وړاندې کوي. د دې يوه بېلگه د روغتون نرسانو ته د هيروين نشيانو د نفسياتي ستونزو په اړه پوهاوې او د دوي سره د مرستې ورکشاپ دې.

لېکچر

په بريطانيې کې هر کال د کرسمس او په نورو موقعو د پوهنتون نامتو استادان په يو موضوع لېکچر ورکوي. دا لېکچر د يو ساعت ( گېنټه) وي چې هغه استاد د اتو سوو او د زرو شا و خوا ناستو کسانو ته خبرې کوي. زيات يې د راډيو د لارې خپرېږي چې نور خلک يې هم واوري.
لېکچر هم هغه څوک ورکولې شي چې موضوع او په ژبې پورا پوهه وي. داسې کس دومره هنر لري چې پخپلو خونده ورو خبرو د يو ساعت لپاره اوريدونکي “ويښ” وساتي. که د يو لېکچر پر وخت څوک ويده شي نو مانا يې دا وي چې د هغه په خبرو کې خوند نشته.

سمپوزيم

زيات وخت په پوهنتون او په علمي ادارو کې سمپوزيم جوړېږي چې پکې په څو موضوع گانو خبرې کېږي. په دې کې هم څو وېناوال وي او د سېمينار په شان کوربه دوي نورو ته ورپېژني. په سمپوزيم کې گډون کوونکي د خبرو حق نه لري خو کله کله د يو ټکي د وضاحت لپاره د پوښتنو اجازه وي.

غونډه

غونډه د پښتنو جرگه وي چې پکې ټول گډون کوونکي د خبرو او د خپلې راې د ورکولو حق لري. يوه بېلگه يې دا ده چې په ښوونځي کې د زده کوونکو شميره زياته شوې ده خو د هغوي د کېناستو لپاره ځاې نشته. د دې لپاره مشر معلم د ټولو استادانو غونډه راغواړي او هر څوک پکې خپل نظر ورکوي. د غونډې په پاې کې ټول يا زيات کسان په څو ټکو خپله رضا څرگنده کړي. کله کله د يوې غونډې نتيجه په بلې غونډې کې څېړل کېږي. د دې لپاره په غونډې کې د مهمو موضوع گانو ليکنه رواج لري چې که چا پکې گډون نه وي کړي نو هغه هم خبر شي. بله دا چې د غونډو راپور په راتلونکي کې د تکراري خبرو مخه نيسي او که څوک په يوې فېصلې اعتراض لري نو هغه ته د تېر غونډې راپور ښودل کېږي.

د خپرېدو نېټه
د مې دوېمه ۲۰۱۴ م

صفيه حليم

3 Comments

Add a Comment
  1. دیره مننه ښایسته موضوع او ما تری ډیر څه څه زده کړل او دا مواصطلاحات راته روښانه شول

  2. جمال ریحان

    په زړه پورې معلومات دي، ښاده شې.

  3. ماشاالله ډیر ښه
    په ریښتا هم ډیر په زړه پوری ده او که یو څوک یی دفیق مطالعه کړي نو یو څه به ترصرور زده کوی نو په ریښټا هم خوندور وه په عمر او قلم دی برکت قلم د ناند روان ووسه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *