روم د يو سلطنت نوم و چې اوس د اطاليې ښار او د لوې ميوزيم په شان دی چې د هر يو تمدن او د تهذيب نښې پکې ليدل کېږي.
د ۲۰۰۰ م کال په مې کې ما سره د روم لپاره درې ورځې او يوه ” پېلبو” وه. هلته په رسيدو خبر شو چې روم يو پرانستې ميوزيم په شان و او نه پوهيدو چې له کومې غاړې يې وگورو. زه د ښار په نقشه اخته ووم چې ځايونه په نښه کړم چې پېلبو راباندې غږ وکړو، ” روم ته روم ولې وايي؟”
د روم د بنسټ په اړه درې کيسې مشهورې دي. يوه پکې ډرامايي ده.
د دوي ليکلې تاريخ وايي چې په ۷۵۳ ق م کې د روم يو باچا ” رومولس” نوميدو او ولسي داستان وايي چې د رومولس مور د يو معبد راهبه وه. هغې ته اجازه نه وه چې له نارينه سره وويني . خو يوه ورځ مريخ سياره پرې مئينه شوه او دواړو به يو بل سره پټ ليدل. بيا د هغې راهبې غبرګ زامن وزيږېدل. مشر راهب چې خبر شو نو هغه راهبه يې ووژله او دواړه ماشومان يې په يوې ټوکرۍ کې سيند ته لاهو کړل. ټوکرۍ د اينځر د ونې په څانگو کې ونښته چې هلته يوې ” ليوگۍ” خپلو ماشومانو ته شيدې ورکولې. دې دواړو وروڼو چې يو يې رومولس او بل يې روموس نوميدل د هغې ليوگۍ شيدې وڅښلې. وروستو چې لوې شول نو د ښکار ځايونه يې پخپلو کې وويشل خو يوه ورځ روموس د رومولس په زمکه ښکار وکړو، جنگ ووشو او رومولس خپل ورور ووژلو. بيا رومولس دا ټول ښار اباد کړو.
تاريخي شواهد وايي چې د روم ښار د ” ټايبر” نومې سيند پر غاړه اباد دی. د دې سيند پر غاړه دوه نيم زره کاله پخوا خلک په وړو وړو قبيلو کې اوسيدل. د هر يو کلي خپل خان و او کله نا کله به يې پخپلو کې سرونه ماتول او وروستو به يې جرگې کولې. په کال کې يو وارې، د اپريل په ۲۹ نېته به د سپرلي يوه لويه ميله کيده.
د هر يو کلي مشر به ټاکل شوي ځاې ته ورتلو او نورو ته به يې د ټول کال پيښې او حال وئيلو. بيا دوي د يو بل سره د مرستې او تجارت اصول او د سرغړونې لپاره يې سزا وټاکله. د ميلاد نه اوو سوه کاله پخوا هم دا نظام چليدو خو هغه وخت يو مشر ” رومولس ” برلاسې شو او نورو ټولو خپل باچا ومنلو.
له دې وروستو تر دوو سوو کالو پرله پسې نورو باچاهانو په دې سيمه حکومت وکړو خو په ۵۳۴ ق م کې دا شاهي نظام ختم شو او پخوانې د خانانونظام بيا راغلو چې د مشرانو هغه غونډه يې د ” فورم” يا د جرگې په نوم ياد کړو. د وخت په تيرېدو دوي د مشرانو فورم ته د ” سينيټ” يا سنات نوم ورکړو چې اوس په ډېرو ملکونو کې شته.
پېلبو ما ته غوږ نيولې و چې د يو کتاب له مخې مې ورته دا معلومات ولوستل. د روم د هغه وخت د فورم سمبول څلور ستنې د دې ښار تر ټولو پخوانۍ کنډوالې دي. روم په ۴۰۰ کالو کې د هسپانيې نه واخلې تر مصر او فلسطين پورې خاوره په زور ونيوله. دوي به په هرې سيمې کې خپل د خوښې مشر ټاکلو او له هغوي به يې باج اخيستو.
په ۹۸ عيسوي کال کې د سينېټ يو تن بيا ځان باچا اعلان کړو چې ورسره د روم سلطنت په رژيدو شو. ورپسې څلورو سوو کلونو کې باچاهي نظام روان و او اخر يې لمنه راټوله شوه او د روم سلطنت پاې ته ورسيدو.
مونږ خپل سامان د هوټل په کوټې کې کيښودو چې د روم په مرکز کې و. د روم يوه ځانگړتيا په دې کې ده چې پکې يو بل مملکت ياني ” وېټيکن” وجود لري چې خپل باچا (پوپ) خپل پوليس او خپلې اداري چارې په مخ بيايي.
هوټل ته نږدې لوې سټېشن و چې هلته نه ” ويټيکن” ته اورگاډي تلل. مونږ د لوې کليسا سره جوخت هغه ميوزيم ته ورغلو چې مخې ته يې د خلکو ليکه څه نا څه يو کلوميټر اوږده غځيدلې وه. پېلبو ډېر په سپين سترگۍ په يوې معصومې خندا د خلکو په منځ کې ځان او ما ته ځاې پېدا کړو.
د ميوزيم ودانۍ يوې کلا ته ورته ده او د دې په بې شمېرو کوټو کې د ډبرو مجسمې، انځورونه او د نورو ملکونو د هنر پخوانۍ نمونې ايښې وې، ان تر دې چې د هند مجسمې هم پکې پرتې وې. مونږ دلته د نامتو انځورگر مايکل اينجلو هغه انځورونه ليدل غوښته چې د دې په يو وړوکي عبادت ځاې ” سيسټين چېپل” په دېوالونو او چت جوړ دي.
هغه تالار کې درې يا څلور سوه کسان راټول و خو هيچا په زوره خبرې نه کولې. د چت په منځ کې د انسان د جوړيدو، د جنت نه د ويستلو، د شېطان، د پرښتو، د قيامت د ورځې او د پېغمبرانو کيسې په انځورونو کې ډېر په هنر بيان شوي وو. دا په سوونو انځورونه شاو خوا پينځه سوه کاله پخواني وو خو رنگونه يې داسې وو لکه چې اوس اوس جوړ شوي دي.
د پېلبو سترگې او خله واز وو او رانه يې پوښتنه وکړه، ” نو دا دومره لوړ ځاې ته به دوي څنگه ورختل، برشونه به يې څنگه نيول او رنگ به يې څنگه ورکوو؟” دا هغه پوښتنې دي چې ورباندې کتابونه ليکل شوي دي. د ميوزيم تر بنديدو هم هلته گرځيدو خو هر څه مو نشو ليدلې. بېرته هوتل ته راغلو او ډوډۍ نه وروستو د روم نه شل ميله شمال ختيځ کې د ” تيوالي” نامتو ماڼۍ ليدو لپاره د نورو سېلانيانو سره يو ځاې په بس کې کيناستو. زه د پېلبو د پوښتنو نه خلاصه ووم ځکه يو رهنما ډېر ښه معلومات راکول.
“هېډريان” په دوېم ميلادي پېړۍ کې د روم يواځينې اېمپراتور و چې د خپل سلطنت ټولو برخو ته ورغلې او هر ځاې ښکلې ودانۍ او کلاگانې يې جوړې کړې. د تيوالي ماڼۍ د يو ماډل ليدو نه وروسته راته اندازه وشوه چې هغه په اصل کې يو پورا ښار اباد کړې و. د دې د اوبو تالابونه، پراخه باغونه چې د ځينو پر لارو دواړو غاړو ته مجسمې ولاړې وې د ده تخيل او د انجينيرۍ استعداد ښکاره کوي.
د روم حمامونه ډېر مشهور و او دا يواځې د لمبا ځايونه نه و بلکه په دې کې خلکو يو بل سره د زړه خواله هم کوله. له جنگه ستړې پوځيانو به پکې دمه او جنرالانو به پکې سازشونه کول.
د تيوالي د ماڼۍ حمام کې مو وليدل چې دا څومره لوې او څو برخې يې لرلې. د حمام د اوبو د تودولو لپاره د فرش لاندې بټۍ جوړې وې. د زمکې لاندې لارې د غلامانو د تگ راتگ لپاره وې چې زيات يې د نورو ملکونو جنګي بنديان وو، او دوي ته اجازه نه وه چې د زمکې په سر وگرځي. د هغوي د اوسيدو ځايونه هم د لويو دېوالونو په بېخ کې جوړيدل ځکه چې د هغوي په وجود د ماڼۍ ښکلې مرمرين دالانونه بيا بدرنگه ښکاريدل. د دې پر ضد څو کسانو به بغاوت کړي وي خو يو نوم په تاريخ کې پاتې شو چې ” سپارټي کس” وو.
د پېلبو سترگې ملالې شوې او پوښتنې يې پېل شوې، ” انسان ولې دومره ظالم شي؟ څومره خلک به پکې وژل شوي وي؟” شا و خوا ځينې باغونه اوس ويجاړ دي او د ځنگلي غاټول په سوونو سره گلونه پکې راټوکيدلي وو. په بس کې د تيوالي نه يوې غونډۍ ته ولاړو چې ورباندې لرغونې عبادت ځاې و. هم هلته يو راهب د دې د اوبو چينې ته کتل او په دېوال يې يوه نقشه جوړوله. په هغې نقشې کې د چينې اوبه په بېلا بېلو پوړونو غورځيدې او فوارې ترې جوړيدې. هغه راهب خپله نقشه يو معمار ته وښودله او په زمکې د جنت جوړولو کار پېل شو.
دا ځاې اوس “د تيوالي ويلا” نومېږي چې پکې شپږ زره فوارې د يوې چينې اوبه، پوړ په پوړ باغونو کې شيندي او خلک ترې خوند اخلي. اوبه د مهيانو، مارغانو او د ځناورو له خلې، د مجسمو له سترگو او د گلونو له منجرو راووځي. پېلبو وويل، ” جنت به داسې وي.” د باغونو نه بهر بې شميره د خواړو ځايونه وو او رهنما راته وويل چې د دې ځاې آيسکريم په ټول اطاليې کې نوم لري.
ريښتيا چې د هغې خوند دومره و چې نور مو واخيستو او تر څو چې د بس لوري ته راتلو نو د جنت خوند خلاص او د خېټې دوزخ مو ډک و.
روم د خپلو روزل شويو پوځيانو او د هغه وخت د پرمخ تللي وسلې په زور خپل سلطنت دومره پراخه کړو چې له هغې وړاندې يې څارې نه ليدل کېږي. د دوي په پوځ کې ځوانان د بېلا بېلو کنډکونو او ځانگړې جنگي مهارت لپاره روزل کيده. پلي، سپاره، غشي ويشتونکي او د تورې ډال خاوندان، د يو نسل يا د قام خلک نه بلکه مسلکي جنگيالي وو. يو وخت روم د جنگ د غنيمت مال او د نورو ملکونو د شاهانو په خزانو دومره شته من شو چې کروندگرو خپلې کروندې ورته پرېښودې او پوځ کې ورگډ شول. پوځي جنرالان د دوي زمکې واخيستې او بيا هر چا پخپل توان په دې زمکو ماڼۍ جوړې کړې چې پکې عبادت ځاې، باغونه او حمامونه وو. د روم دېرې ښکلې ودانۍ د ختيځ د لويو تمدنونو په ويجاړولو جوړې شوې چې اوس لبنان، سوريا او ټيونس په نوم يادېږي.
پېلبو زما په خبرو بې صبره شوه، ” نو دوي پخپله کله تباه شول چې بيا دا ماڼۍ يې په کنډوالو واوختې؟”
د روم زوال خو د دويمې ميلادي پېړۍ کې هغه وخت پېل شو چې د دې واکمن پخپلو کې ونښتل. د روم اېمپراتوري له وړاندې په دوو برخو وېشلې وه چې يوه يې ختيځ او بله په لوېديځ کې وه.
د روم شا و خوا نورو اروپاي ملکونو لکه جرمني، فرانس او شمال لوري ته د ناروې او سويډن په شان ملکونو کې مېشتو قبايلو وار په وار دلته حملې پېل کړې. په دوي کې يوه ډله خلک ” گال” او بله ” وېنډل” نوميدل. دوي په روم داسې ناتار جوړ کړو چې د دې ښکلې باغونه يې ويجاړ، مجسمې يې ماتې کړې او کورونو ته يې اور ورته کړو. په اروپايي ژبو کې د ” وېنډلزم” تورې هغه وخت کارېږي چې څوک يوه ملي ودانۍ چور کړي او يا مجسمه ماته کړي.
مونږ بېرته هوټل ته راورسيدو نو ماښام هم هغسې د ماځيگر په شان ښکاريدو. ښايي د روم څلور ميليونه وگړي د شپې تر ناوخته ويښ وي او د ډېرو روزگار په سېلانيانو ولاړ وي. لږ ارام نه وروستو بهر ډوډۍ ته ووتلو. په لاره مو د يو ايشايي هټۍ نه مېوه او د څښلو اوبه راواخيستل. په وړو کوڅو کې ځاې ځاې د افريقه او د اېشيا سوداگرو پر زمکه څادر غوړولې وي او د مشقڼو، مريو، امېلونو، سيگرټ، کمربند او نور توکي خرڅوي چې د بيې په سر ورسره بحث کولې شې، ياني چنې وهلې شې. د پېلبو هر څه پکار وو. دا ښه وه چې د خرڅ پېسې له ما سره وې او ځان ته مو د لومړۍ ورځې نه د لگښت حد تاکلې و.
په بله ورځ د ناشتې نه وروستو د روم ښار د زړو کنډوالو ليدو لپاره ووتلو. نن مو هم د رهنما په مشرۍ يو ټور اخيستې و چې د هوټل په دروازه کې يې بس ولاړ و.
روم کې د پارليمان او د سينېټ ودانۍ د شپاړسمې او اوولسمې پېړيو کې جوړې شوې. خو دې ودانيو مخې ته نه پوليس ولاړ و او نه پوځ. يو ځاې د ډبرې په يوې لرغونې مينارې انساني نقشونه جوړ وو. دا د روم هغه فلسفي اېمپراتور ” مارکس آرېليوس” د برياوو په وياړ جوړ شوې و چې په دويم ميلادي پېړۍ کې ژوندې و. مونږ د تنگو لارو کوڅو کې تيرېدو چې ناببره مو يوه ښکلې ودانۍ وليده چې مخې ته يې د اوبو فواره جوړه وه. د روم په ډېرو ځايونو کې داسې فوارې جوړې شته چې د ډبرې مجسمې، گلونه ونې او ځناور پکې جوړ وي. د دې فوارې د پاسه د مجسمو يوه جوپه ولاړه وه او ځينو سېلانيانو په اوبو کې سکې غورځولې. دا د ” تريوي فاونټېن” په نوم مشهوره ده او د هالي ووډ په څو فلمونو کې يې هم کار کړې دی. په دې اوبو کې د يوې سکې د غورځولو مانا دا وي چې بېرته به دې ښار ته راځې. دوه سکې دا مانا ورکوي چې د خپل مئين سره به راځې. ما سره يوه سکه وه چې هغې ته مې ورکړه. هغې دا سکه پخپل جېب کې کېښوده.
د روم واکمن د لوبو د سياليو ډېر شوقيان وو او خپل خلک به يې په دې لوبو بوخت ساتل چې څوک بغاوت ونکړي. هغه پخوانی ميدان اوس هم شته چې اسونه او د اسونو گاډو به پکې ځغستل، د انسان او د وحشي ځناورو د جنگ نه به ولس خوند اخيستو. اوس دا يواځې د سېلانيانو د کتلو لپاره دی.
د روم ښار د پخوانۍ دروازې په څنگ کې د مصر په شان يو اهرام ولاړ و چې د شلمې پېړۍ اېمپراتور ” بونيتو مسوليني” پکې خښ دی. ده د پخوانو باچاهانو سره په سيالۍ کې د ښار له کلا سره نږدې د اور گاډي سټېشتن جوړ کړو.
د روم نامتو گومبده ” پېنتيان” د روم د سلطنت د ورانيدو نه وروستو هم پخپل ځاې پاتې شوه او دومره زيان ورته نه و رسيدلې. خو لومړيو مسيحيانو دلته د خپل پېغمبر او د بزرگانو انځورونه کښلي وو. د نامتو انځورگر ” رافئيل” قبر هم دلته د يو دېوال په بېخ کې جوړ دی. د دې گومبدې لوې دروازې ته زه او پېلبو دواړه گوته په خله پاتې شو.
زمونږ بل پړاو د ” پياڅه ناوونه” مېدان و چې يو وخت دېرشو زرو نندارچيانو به پکې پوځي پرېډ او نورو نمانځنو ته ولاړ وو. دا ميدان په دريو فوارو ښکلې کړې شوې دی. د منځ جوړښت د ” څلورو سيندونو” فواره نومېږي. په دې ميدان کې اوس هم پوځي پرېډونه نه کېږي او ځاې ځاې انځورگران ناست وي چې خپل د لاس جوړ شوي انځورونه يې خرڅولو ته ايښې وي.
روم د خپل تمدن لويه برخه د يونان نه اخيستې ده. خو د روم باچاهانو د خپل قدرت او د پوځي پياوړتيا له کبله خدايان گنل کيده چې اثار يې په مجسمو کې ليدل کېږي. دوي چې به په اېشيا او افريقه کې هر يو ملک ونيولو نو د هغوي خزانې به يې لوټ کړې، مقاومت کوونکي به يې ووژل او ځوانان سړي او ښځې به يې په زنځيرونو تړلې روم ته ورواستول. دلته د انسانانو تجارت به کيدو او د ودانيو د جوړولو لپاره به يې له دوي کار اخيستو.
د داسې انسانانو په لاس جوړشوې هغه د دايرې په شکل لوې لوبغالې د هر سېلاني لپاره د فکر او د عبرت مقام دی. دا ځاې ” کولوسيام” نومېږي چې مانا يې دېر لوې کېږي. زه او پېلبو دلته د خپلې ډلې نه بېل شو او غوښتل مو چې د يو سم ځاې نه د کولوسيام عکس واخلو چې دا تول پکې راشي. خو د هر گوټ نه د دې يو څو دروازې او دېوالونه پکې نه ځايدل.
په ۷۲ ميلادي کال کې ” واسپاسېن” نومې باچا د دې لوبغالي د بنست تيږه کېښوده او اته کاله وروستو د ده زوې ” تېليتس” د ده ارمان تر سره کړو. د دې د جوړښت په اړه بې شمېره کتابونه ليکل شوي دي. رهنما راته وويل چې دلته د روم د نامتو باچا ” نيرو” يو لويه مجسمه ولاړه وه او د هغه عېش کده پکې جوړه وه.
مونږ د دې د اتياو دروازو نه يو څو وليدلې. د دې دايرې د جوړولو لپاره وړاندې وروستو درې دېوالونه جوړ شول ياني درې دايرې د يو بل نه چاپېره راتاو دي. هر يو دېوال په فلزي (اوسپنې) ټوټو د يو بل سره تړلې دی چې پياوړې وي او په زلزله کې ورته تاوان و نه رسېږي. د کولوسيام په لوې مېدان کې به مرئيانو له ځنگلي ځناورو سره جنگ کوو. دوي به يوه لنډه توره په لاس کې نيولې وه چې هغې ته به يې ” گلېډياس” وئيل.
وروستو به دا جنگيالي د ” گلېډياټر” په نوم ياديدل. د بحري مشقونو لپاره به دا ټول مېدان له اوبو ډکيدو. لس زره ملاحان( ماڼوگان) به د ودانۍ چار چاپېره تيار ناست وو چې د سخت نمر او يا د باران پر وخت د دې چت په بادباني څادرونو پټ کړي.
مونږ د کولوسيام په ننداره بوخت وو چې ناڅاپه مو په يوې تيږې د روم يو عسکر پخپل پوځي لباس کې توره په لاس وليدو. د ده په سر فولادي خولۍ د ماځيگر په نمر کې ځليده. ما فکر کوو چې دا زما تصور و خو پېلبو هم هغه ته ځير وه او پخپلې کېمرې يې گوتې وهلې. له ده نه مو د عکس اجازه واخيسته نو راته يې وويل، ” فقط پينځه ليرا” ښه نو خبره د پېسو لپاره وه نو پېلبو ولاړه د هغه سره جوخته ودريده او ما يې څو عکسونه واخيستل.
مونږ خپل بس ته روان شو نو نرې نرې باران شو او ناڅاپه چترۍ پلورونکي را ښکاره شول. يوه چترۍ يې په لس زره ليرا خرڅوله. باران چې ودريدو نو د دوي بيه هم راټيټه شوه او هم هغه چترۍ اوس په درې زره ليرا خرڅيده.
د يکشنبې (اتوار) په ورځ مونږ يو وارې بيا ” وېټيکان” ته ولاړو. دا ځلې مو د ” سينټ پيټر” کليسا دننه نه وليده. د دې ودانۍ نقشه هم مايکل اينجلو جوړه کړې وه او پېلبو يو وارې بيا پوښتنې کولې چې هغه څه رقم انسان و. په کليسا کې دننه بېلا بېل واړه معبدونه دي چې هر يو کې هنري شهکارونه ليدل کېږي.
دا چې د مجسمو مرمري جامو او د څادرونو هر گوټ نه واخلې تر سترگو لاندې خندا څرنگه په تيږه کې توږل کيده ، انساني عقل ورته حېران پاتې شي. خو يوه خبره ثابته ده چې هر کار په خلوص، په صداقت او پخپل ټول احساس ووشي نو د هغې نتيجه هم هغسې راووځي لکه د روم او د يونان شهکارونه دي. پېړۍ تيرې شوې خو دا شهکارونه پاتې دي او په ملينونو انسانان يې ليدو ته راځي.
غرمه محال خلک د کليسا مخې ته جوړ لوې مېدان کې راغونډېدل. نن په دولسو بجو ” پوپ جان پال” راښکاره کيدو او خلکو ته يې خپله خطبه اوروله. مونږ دواړو هم د خلکو په گڼه کې ځان ورگډ کړو. د مېدان ډبرين فرش پاک او په نمر تود شوې و خو کله کله به د باران څو څاڅکي هم راپرېوتل. دولسو بجو ته دوه دقيقې پاتې وې چې د کليسا پر نښه شوي کړکۍ يو سوربخن مخملي څادر راوځړيدو او پورا پر دولسو بجو پوپ په کړکۍ کې راښکاره شو.
هغه کړکۍ دومره اوچته وه چې هيچا به د هغه مخ سم نه وي ليدلي او پېلبو خو باور نه کوو چې دا به پوپ وي. د پوپ په خبرو مونږ پرې نه پوهيدو ځکه هغه په لاطيني کې لگيا و. څوک چې ورباندې پوهيدل هغوي ورته لاسونه پړکول. د پېلبو په زړه کې بيا شک پېدا شو، ” دا غږ ثبت شوې دی؟…دا ولاړ کس پوپ نه دی…دا به بل کوم پادري وي..” هغه لس دقيقې خبرې وکړي خو پېلبو شل دقيقې ورباندې خپله تبصره وکړه چې که شا و خوا ولاړ خلک پرې پوهيدلې نو …
خلک تيت شول او موږ هم خپل بس ته ولاړو. نه پوهيدو چې بس څومره لاره وهلې وه ځکه مونږ پخپلو سيټونو کې خوب کوو. چې راپاڅيدو نو بس د يوې بلې کليسا مخې ته ولاړ و. پېلبو زه د ځان پسې او ما پښې ځان پسې راښکلې. نن درېمه ورځ وه چې زمونږ ټول حواس په حرکت کې وو.
په روم کې د حضرت مرېم په وياړ دا تر ټولو نامتو او ښکلې کليسا په څلورم ميلادي پېړۍ کې جوړ شوی و. دا د نورو ښکلي شيانو سره سره يو باغ هم لري چې چاپېره ترې برنډې جوړې وې. د برندې ستنې غبرگې، نازکې او په وړو ډبرو او رنگينو شيشو سينگار شوې وې. د وړو ډبرو په مساله کې د خښولو هنر ته ” مازېک يا موزاېک” وايي. دا هنر د روم په هرې زړئ ودانۍ کې په سترگو کېږي.
زمونږ رهنما راته په باغ کې يوه کيسه وکړه. ” د عيسوي دين هم بېلا بېلې فرقې دي چې يوه يې ” بېنيديکټ” نومېږي. د دې فرقې په عقيده، مذهبي ملايانو ته پکار ده چې چې د عبادت سره سره کار هم وکړي. د دغې فرقې راهبانو به په لاس توکي جوړول. زياتو به يې ترکاڼي (نجاري) کوله ځکه د دوي په باور دا د عيسا عليه السلام کسب و. په اوولسمې ميلادي پېړۍ کې د روم په دې گرجا کې اوسيدونکو راهبانو په باغ کې د گلابو وچ گلونه راټولول. له عبادت به اوزگار شول نو دغه وچ گلونه به يې په گوتو کې مروړل. دا مروړل شوې غوټې به يې بيا په تار کې وپئېل او د گلابو دا لړۍ به دوي د تسپو په توگه کارول چې په بازار کې يې هم ښه بيه لرله. دغو لړيو ته دوي ” روزري” وئيل چې روز د گلاب نوم دی. بيا ورو ورو دا نوم د هر ډول تسپو لپاره کاريدل عام شو. د گرجې په دې باغ کې يوه وړه فواره وه چې په اوبو کې يې سيکې پرتې وې.
مونږ له ستړې وجود او د ستړو سترگو سره په بله ورځ د روم نه کډه وکړه. دا ښار اوس هم پخپلو کنډوالو د نړۍ له هر گوټ د سېلانيانو نه په ميلونونو روپو گټه خپلې خزانې ته راکاږي. روم هغه ښار دی چې په بې شمېرو علمي مرکزونو کې يې په سلگونو کتابونه ليکل کېږي. د هنرونو لېوال د دې تاريخي ښار له پخوانيو انځورونو، مجسمو او جوړښتونو الهام اخلي.
د راستنېدو په لاره مې پېلبو ته د روم د دويمې ميلادي پېړۍ فلسفي باچا ” مارکس آرېلياس” دا وېنا واوروله. ” که څوک ما ته دا ثابت کړي چې زما د فکر او عمل پايلې به ښې نه وي نو زه خپل فکر او تگلارې بدلولو ته تيار يم. زه د داسې حقيقت په لټون يم چې هيچا ته پرې تاوان نه رسېږي. بې شکه تاوان د هغه کس لمنه نه پرېږدي چې خپل ځان بيا بيا تېر باسي او د جهالت په دښته کې ورک وي”