د مزار ښار نه ۲۱ کلوميټر لوېديځ کې د بلخ ولسوالۍ کې افغانستان تر ټولو لرغونې جومات “مسجد نو ګومبد” په نهمې ميلادي پېړۍ کې جوړ شو.
ځايي خلک ورته د “حاجي پياده” جومات هم وايي. هغه کس چې پلې حج له تللې و، د دې جومات سره څه اړيکې لرلې، څو ډوله داستانونه لري. په بلخ کې د اسلام د خپرېدو نه وروستو هم زردشتي، بودايي او برهمني (هندو دين) عقيدو خلک پاتې وو او هغوي ته د خپلو معبدونو د ساتلو اجازه وه.
په افغانستان کې دا يواځينې ښار دی چې تر اوسه د هندي، بوداي او د اسلامي نښې پکې موندل کېږي. د نوګومبد جومات په يو څلور ګوټيزه مېدان کې داسې جوړ دی چې ټول دالان يې په نهو برابرو برخو کې وېشل شوی دی. دا نهه واړه برخې په نهو ګومبدو پوښلي دي.
دا جومات د کچه (خامو) خښتو نه جوړ شو او ځکه د وخت په تيرېدو يې حالت خراب شو. شا و خوا پنځوس کاله کېږي چې د دې جومات د ژغورلو لپاره ورباندې د ټيم يو څپر جوړ شو چې نور وران نشي. د دې ښکلې ستنې په خاورو کې نيماي نه زياتې پټې وې او دا هڅه ونشوه چې دا د زمکې نه راوويستل شي ځکه خطر د دې و چې هغه هم خراب شي او ممکن ټول دېوالونه يې ونړېږي. د دې د ژغورنې د پراجو لباره د يونېسکو له خوا پانګه ورکړې شوه چې په دسمبر ۲۰۰۲ م کې يې کار پورا کړو.
د نهو ګومبدو د جومات په ځينو ستنو د انګور او د برسندې د ګل پاڼې ښکاري چې د بوداي دين او د يونان د جوړښتونو يوه ځانګړتيا وه. د هند هغه خلک چې دا جومات يې ليدلې، پخپلو ليکنو کې يې دا د هندوانو يو پخوانې معبد ګنلې دی. په ځينو ويب پاڼو کې داسې ليکنې هم ښکاري چې په بلخ کې د اسلام د خپريدو نه وروستو بودايي او هندي معبدونه په جوماتونو واوختل. دا جومات په افغانستان کې د اسلام د خپرېدو نه دوه سوه کاله وروسته جوړ شو چې بلخ د ساماني واکمنو په لاس کې و.
داسې ډول جوماتونه چې پکې بې شمېره ستنې وي او به ګومبدو ولاړ وي، په مصر او شمالي افريقه کې جوړيدل. نهمه ميلادي پېړۍ د عباسيانو د اوج او د اسلام زرينه دوره وه چې پکې د علم هر ډګر کې پر مختګ ووشو. ښايي د نوګومبد نقشه د مصر او د افريقه د جوماتونو يو ډيزاين و. د هندوانو او د برهمني معبدونو جوړښت دا ډول به نه و. د جومات په ستنو او چت ټوله نقاشي د بلخ د ځايي کارکوونکو هنر په ګوته کوي، چې ممکن د هر دين د منونکو لپاره
يې کار کړی وي.
د خپرېدو نېټه
۵ مې ۲۰۱۴ م
صفيه حليم