د زردشت دين سپېڅلې صحيفې اويستا نومېږي.
د اويستا منونکي په دې باور دي چې دا نړۍ د ” اهورا مزدا” له خوا جوړه شوې وه او په دې کې هيڅ بد، غم، ناروغي، مرګ او افتونه نه وو. شپه هم پکې نه وه او نمر به هر وختې د اسمان په سر ولاړ و. يواځې د خداې ښه مخلوق پکې اوسيدو، لکه غوا، اس، چرګ، مارغان او سپي. په دې زرينه دوره کې يما شا باچا و. د هغه په وخت کې خلک نه مړه کيدل او نه زړيدل.
بيا د واورې دور پېل شو چې اهريمن (شېطان) له خوا رالېږل شوی و او انسانان د خپلې خاورې نه کډې کولو ته اړ شول. دوي جنوب، جنوب لوېديځ او جنوب ختيځ لوري ته ولاړل.
اهريمن د حملې په نتيجه کې ناروغي، ولوږه، جنګ، مرګ او مرضونه پېدا شول. په دې لومړي انسانان مړه شول، شپه رامنځ ته شوه او ورسره بد ځناور، ماران، چينجي، او د پيشو به شان ځناور پېدا شول. د اويستا په اند دا هر څه به يوه ورځ ورک شي کله چې ټوله نړۍ د يو پاک او سپېڅلي اور کې ولامبي. زردشتيان باور لري چې يوه ورځ به اهورا مزدا په دې زمکه خپل سلطنت ( جنت) بيا جوړ کړي.
د اريانو هغه لرغونې سندرې يا مناجات چې وېد نوميدل او په هند کې سانسکرت کې وليکل شول، د اويستا يوه بڼه وه. په وېدونو کې يما شاه باچا يم راج نومېږي.
د وېدونو او اوستا په مضمون کې لږ توپير دی او هغو عالمانو چې دا دواړه مطالعه کړي دي ، وايي چې بې له ژبنۍ توپير دواړه د يو قام يا د خلکو عقيده په ګوته کوي. اويستا د اريايي ژبې شفاهي مناجات وو اوکله چې د پارس باچاهانو د زردشتي دين سرپرستي وکړه نو دا د هغې د ديني صحيفو په توګه به زړې پارسي کې وليکل شول.
لرغون پوهان وايي چې د پاکستان د سنده موهنجوډارو او د پنجاب د هړپه تمدن خلک اريايان وو چې څلور زره کاله پخواني کنډوالې يې اوس هم شته. که داسې وه نو اريايان ممکن اته زره کاله يا د هغې نه هم پخوا د خپل ټاټوبي نه خوځېدلي وو چې د ود او اويستا مناجات ترې پاتې دي.
په اوسني دور کې زردشتيان د اويستا پينځه برخې مني چې يوه يې “ياسنا ” ده. دا د نمانځنو سندرې دي. دوېم ” وېسپريد” د ديني مناجاتو غونډ دی. “وېندي داد” د بدو يا د شېطان پر ضد د مخ نيوي قانون دی. يشت د خداې او د اسطورو ستاينه ده. پينځمه برخه يې وړه اويستا نومېږي چې پکې د ورځې او شپې لپاره ځانګړي دعاګاني وي.
د بېلا بېلو ويبپاڼو نه
د خپرېدو نېټه
۱۱ می ۲۰۱۴ م
صفيه حليم