اقتصادي او ټولنېزه شورا د ملګرو ملتونو دريم او اساسي رکن بلل کيږي چې ټولټال ٥٤ غړي لري.
عمومي اسمبلۍ د دريو کلونو لپاره د دغې شورا غړي ټاکي، د هغو غړو چې کاري دوره يې پاى ته رسيدلې وي بيا هم انتخابېدى شي.
د ملګروملتونو د منشور له مخې د شورا غړي بايد د جغرافيوي، اقتصادي، ټولنېزو او کلتوري موقيعتونو ته په کتلو، له پنځو ډلو څخه وټاکل شي چې په دې ډول دي.
د شورا د تصميم نيولو تګلاره:
اقتصادي او ټولنېزه شورا په کال کې دوه غونډې لري چې په هره غونډه کې ټاکل شې کاري تګلاره موجوده وي.
په عمومي غونډو کې پر اړوندو موضوعګانو بحث کيږي او يا هم کاري کمېټو ته استول کيږي. په کمېټو کې د څېړل شوو موضوعګانو په تړاوو راپورونه، وړاندېزونه، پريکړه ليکونه او داسې نورې مسودې عمومي غونډې ته سپارل کيږي چې هغوى يې په اړه بيا پرېکړه کوي.
د شورا هر غړى يوه رايه کاروي او د اکثريت له مخې پرېکړې کوي.
د شورا دندې او اختيارات:
د سازمان د منشور د ٦٢ مادې له مخې د شورا مهمې دندې او صلاحيتونه په دې ډول دي:
الف- د مطالعاتو ترسره کول:
د منشورله مخې ټولنېزه او اقتصادي شورا بايد د اقتصادي، فرهنګي، ښوونيزو، روغتيايي او داسې نورو اړوندو نړيوالو مسايلو په تړاوو راپورونه او يا يې هم د چمتو کولو زمېنه برابره کړي.
شورا بايد د خپلو مطالعاتو او راپورونو په اساس عمومي اسامبلۍ، د ملګرو ملتونو نورو غړو او تخصصي موسسو ته سپارښتنې او لارښوونې وکړي.
ب- د سپارښتنو صادرول:
د منشور د٦٢ مادې د دويمې فقرې په اساس درې ټکي دلته د پام وړ دي:
لومړۍ، شورا د بشري حقونو او اساسي ازاديو په تړاوو پراخ او هر اړخيز موقف ولري.
دويمه دا چې شورا يوازې د توصيه په صادرولو لاس پورې کولى شي، يانې د شورا پرېکړې پر دولتونو لازمي نه وي.
دريمه دا چې شورا په خپلو توصيه پاڼو کې ټولو ته خطاب کوي. دا په دې مانا ده چې شورا د خپلو مخاطبينو په برخه کې څه محدوديت نلري او خپلې سپارښتنې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ، تخصصي سازمانونو او دولتونو ته استولى شي.
ج- د کنوانسينونو د مسودو برابرول:
اقتصادي او ټولېنزه شورا د خپلو واکونو او صلاحيتونو په حد کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د کنوانسينونو مسوده وړاندې کوي.
په ځېنو نورو برخو کې چې پراخو څېړنو ته اړتيا ولري، همدغه شورا بيا هغه موضوع، ځانګړو نړيوالو کنفرانسونو ته راجع کوي. دغه کنفرانسونه بيا د کنوانسيون مسوده او طرحه ترتيبوي او بېرته يې شورا ته استوي.
د- د نړيوالو کنفرانسونو جوړول:
ټولنېزه او اقتصادي شورا د خپلو واکونو او صلاحيتونو له مخې د ملګرو ملتونو د سازمان په استازيتوب نړيوال کنفرانسونه داير کړي.
دغه کنفرانسونه بين الدولي وي، بلکې نادولتي او سيمه ايز کنفرانسونه هم کيدى شي لکه د ۱۹۵۴نړۍ د نفوس کنفرانس.
ه – له تخصصي سازمانونو سره مرسته او ترمنځ يې د همږۍ ټېنګول:
تراوسه ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنېزې شورا پرمټ له شا وخوا ۱۶ تخصصي سازمانونو سره د مرستې او همکارۍ تړونونه لاسليک کړي دي. د مخابراتو نړيواله اتحاديه،
د پوسټ نړيواله اتحاديه،
د کرنې نړيواله اتحاديه،
د پېسو نړيوال صندوق،
د ترمېم او پراختيا نړيوال بانک،
د ماليي نړيواله اتحاديه،
د ملګرو ملتونو ښوونيزه، علمي او فرهنګي موسسه،
د کورني هوايي چلند نړيوال سازمان،
د روغتيا نړيوال سازمان،
د هوا پېژندنې نړيوال سازمان،
د سمندري چلند نړيوال سازمان،
د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختيا سازمان.
د جعفر هاند ليکنه
د خپرېدو نېټه
۱۶ می ۲۰۱۴ م