خراسان

Herat Mosque
خراسان د دوو تورو مرکب دی چې ” خور” د نمر او اسان د ځاې مانا ورکوي. ښايي دا نوم په پارس کې د هغې سيمې لپاره وکارول شو چې د دې په ختيځ يا نمرخاته اړخ ته وه.
د پارس سلطنت په درېم ميلادي پېړۍ کې د خپلې خاورې شمال ختيځې برخې د خراسان په نوم يادولې. د سلطنت د پراخيدو او کميدو سره سره د خراسان خاورې هم بدلون موندلو. د ترکمانستان مرو، د افغانستان فارياب، هرات او د ايران نيشا پور او د طوس (مشهد) ښارونه به تل په خراسان کې شامل وو. هرات د خراسان د ملغلرې په نوم شهرت لرلو.
د اسلامي خلافت په اميه او عباسي دورو کې خراسان په څلورو برخو وېشلې و چې په ټولو کې يو يو ښار مهم مرکز و. دا د نيشا پور، مرو، هرات او د بلخ ښارونه وو.
وروستو په خراسان کې د ايران سبزوار، د ازبکستان سمرکند او بخارا، د تاجکستان ترميز او بلخ پکې شامل شول او دا به يې د لوې خراسان به نوم يادوله. د ۱۴ او ۱۶ پېړۍ تاريخونه وايي چې کندهار، زابل غزني او کابلستان د خراسان او د هندوستان تر منځ پراته ملکونه وو.
په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې مغل بابر پخپلو يادښتونو کې ليکي چې د خراسان نه کومې تجارتي قافلې هندوستان ته روانېږي نو په کابل کې ضرور ايسارېږي. د غبار تاريخ وايي چې خراسان هغه و چې په ختيځ کې د بلخ په شمال کې او د مرو په جنوب کې سيستان نيشا پور او د هرات په لوېديځ کې و. د خراسان لويه برخه اوس د افغانستان او د مرکزي اېشيا ملکونو کې پاتې ده خو ايران دا نوم ځان سره وساتلو. اوس د دې يوه صوبه د خراسان په نوم يادېږي.

سرچينې
۱ . تزک بابري- اردو ژباړه- رشيد اختر ندوي، سنګ ميل خپرونې لاهور. ۱۹۹۹ م – ۸۶ مخ.
۲ . جغرافيای تاريخی افغانستان- پوهاند علامه عبد الحی حبيبي، بنګاه انتشارات ميوند، کتابخانه سبا- ۱۳۸۲ ش- ۳۰۸ مخ، ۴۶ څپرکی.
د خپرېدو نېټه
۲۶ می ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

2 Comments

Add a Comment
  1. Dr Akhtar ali khan

    Zma pa khyal Khurasan ta mong d philosophy of History d ilm pa Nazar ogoro no da d kurosh “khuros”yani d Cyrus watan o chi d hagha pa noom Abad shoy o. Arab dy ta khurasan noom warkaro waly chi Arabai k “K” pa “KH”bandy badalighe

  2. سلام! حليم صاحب محترمې
    که د جلال اباد په اړه هم يوه ليکنه خپره کړې چې دا چا او کله جوړ کړی او ولې د جلال اباد په نوم ياديږي نو لطف به دې وي
    په درنښښت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *