د ګردېز ګنېشا

Ganish
د ګردېز نه موندل شوې دا مجسمه د شپږمې ميلادي پېړۍ نه راپاتې ده. په دې يوه ليکنه ده چې وايي ” د مهاوينا ياکا لوې او ښکلې انځور”. دا د هندو شاهانو د ټبر خينګله نومې باچا له خوا يو معبد ته هديه شوی وه چې ممکن په کابيسا يا کابل کې وي. څرګنده نه ده چې په ګردېز کې څنګه وموندل شوه.
د ګنېشا د نمانځنو دود په څلورمې ميلادي پېړۍ کې پېل شو او تر پينځمې پېړۍ دا د افغانستان د خلکو په منځ کې هم وومنل شو. ګنېشا تل د انسان وجود او د پيل (هاتي) مخ لري. دا د ” ويګناراجه” په نوم شهرت لري چې مانا يې د مشکلاتو نه ويستونکی باچا کېږي. خو د برهمني دين دغه اسطوره د خلکو په لار کې د ازموينې لپاره خنډونه هم ږدي چې د ګنېشا يو خاص کرامت دی. ګنېشا د علم او د زدکړې خداې هم ګڼل کېږي او د بودهي تورې چې مانا يې پوهه ده.
د ګردېز دغه مجسمه د افغانستان يو واکمن “خينګلا” له خوا د نذر په توګه جوړه کړې شوه. دی د هندو شاهي دورې د کاپيسا يو ځواکمن باچا و چې د افغانستان په تاريخ کې کله واړه کوشانيان، کله کابل شاهان او کله رتبېل شاهان نومېږي. دې واکمنو د بوداي دين نه څه وخت او په کومو حالاتو کې برهمني ( هندو) عقيدې سرپرستې پېل کړه، تر اوسه څرګنده نه ده.
د چين د راهبانو ليکنې ښايي چې په اوومې ميلادي پېړۍ کې د بوداي دين منونکي په ګندهارا کې لږ پاتې وو او خلکو د برهمني نه علاوه نورو وړو وړو عقيدو ته مخه کړې وه. د اسلام د راتلو نه وروستو هم شاو خوا دوه سوه کاله د دې سيمې خلکو عربانو ته باج ورکوو او اخر تر نهمې ميلادي پېړۍ په افغانستان کې د بوداي او برهمني دين لوې عبادت ځايونه خوشې شول.
د بېلا بېلو وېبپاڼو نه
د خپرېدو نېټه
۳۱ مې ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *