اوس هم د پښتنو د تاريخ ليکونکي د اولف کېرو نامتو کتاب “دي پټانز” ارو مرو ولولي او له دې معلومات اخلي.
اولف کرک پېټريک کروز کېرو د انګلستان د نامتو پوهنتون اکسفورد نه لوړې زدکړې تر سره کړې او په لومړي نړۍ وال جنګ کې د پنجاب د پوځ يو افسر و. دی په لومړي ځل په ۱۹۱۶ م کې د پوځي خدمت لپاره پېښور او نوښار ته ورغلو. په ۱۹۱۹ م کې دی يې ملکي سرويس ته وربدل کړو او مردان، هزاره، کوهاټ او پېښور کې يې وخت تېر کړو. ده په اردو خبرې کولې شوې او څه نا څه پښتو يې زده کړې وه.
ده د هند سياسي دګر کې په ۱۹۲۳ م کې قدم کېښودو او د ۱۹۳۹ م نه تر ۴۵ م پورې د هند خارجه وزير و.
په ۱۹۳۷ م کې دی د يو کال لپاره د بلوچستان او په ۱۹۴۶م کې د صوبه سرحد د والي په توګه کار وکړو. دی شا و خوا لس کاله په مختلفو عهدو کې د پښتنو په سيمه کې پاتې و او د افغانستان د حالاتو نه يې ځان خبروو.
ده د هند د کانګرس د جواهر لال نهرو او د مسلم ليګ د محمد علي جناح دواړو سره مخالفت لرلو. د ملت پالو پښتنو د مشرغفار خان د غېرتشدد فلسفې مخالف و ځکه هغه په دې اند و چې پښتانه جنګيالي او بايد هم هغسې پاتې شي او باور يې لرلو چې د هند لوري ته د روسانو د ځواک مخه يواځې پښتانه نيولې شي. خو د د دې سره سره هغه د هند د وېش او د پاکستان د جوړيدو مخالفت هم کوو او له دې کبله د خپلې دندې نه ليرې کړې شو.
اولف کېرو د برېطانيې د خارجي سفارت يو مهم غړې و او د ده خبره ډېره اوريدل کيده ان تر دې چې د امريکه له خوا ورته بلنه ورکړې شوه چې دوي ته معلومات ورکړي. هغه پخپلو خبرو به د خلکو فکربدلولې شو او اغېز من کس و.
په ۱۹۴۷ م کې کله چې دی بېرته انګلستان ته لاړو نو په ليکنو بوخت شو. هغه ټوله نړۍ په اوو برخو وېشلې وه چې ده به ورته د جنګ اوو “تياترونه” وئيل. د ده په نظر د خليج سيمه تر ټولو خطرناکه او د اندېښنې وړ ځاې و.
د تقاعدي نه وروستو ده يو ګروپ سره کار پېل کړو چې راونډ ټېبل يا ګردي مېز نومېدو. دې ګروپ به يوه مجله خپروله چې د “رايل سنټرل اېشين سوسايتي ژورنال” نوميده.
هغه وخت امريکه غوښتل چې د منځني ختيځ د ملکونو تېلو ته ځان ورسوي او داسې لاره وباسي چې د هغه ځاې خلک قدرت تر لاسه نکړي. اولف کېرو هغه کس و چې د خپل حکومت سره سره يې امريکه ته هم لارې ښودلې. تر ۱۹۵۱ م هغه د امريکې د حکومت او د دوي د دفاع وزارت ته د منځني ختيځ په اړه معلومات ورکول چې هغوي پرې خپله تګ لاره وټاکي.
هغه درې اغېز من کتابونه وليکل چې يو يې د پښتنو تاريخ ” دي پټانز” و. په دې کې يې د پښتنو د سيمې د جغرافيې او د دې ځاې د قامونو حال بيان کړو.
دوېم د “قدرت کوهيان” نوميدو. کېرو هغه لومړې ليکوال و چې د خليج د ملکونو د تېلو د زېرمې په اړه يې کتاب وليکلو. هغه دا په ګوته کړه چې تېل د سياسي قدرت يوه وسيله ده. د مصر نه واخلې تر اباسين پورې اقتصاد او امنيت يې د يو بل سره وتړل. “د سويت ايمپاير” نومې کتاب يې په مرکزي ايشيا کې د سټالين د پاليسو په اړه و.
اوس د پښتنو لپاره د اولف کېرو کتاب ناندريز دی ځکه په دې کې هغه د نوي څېړنو پر ځاې هم هغو پخوانيو کتابونو نه کار واخيستو چې شجرې او نسب نامې پکې غلطې وې. دا چې کېرو د پښتنو به اړه د کتاب ليکلو لپاره د کومو سرچينو نه کار واخيستو. خو د ده تر ټولو لويه سرچينه د خواجه نعمت الله هېروي، نامتو کتاب مخزن افغاني و.
خو د يو بهرني له خوا په لومړي ځل ډېرو داسې خبرو په اړه وليکل شول چې پخوا چا ورته پام نه و کړې او تر ډېرې مودې په انګرېزي ژبې کې د پښتنو به اړه يو مستند کتاب ګڼل کيدو. د دې دېرې ګڼې اوس هم په هند او پاکستان کې هر کال له چاپه راووځي او په اردو کې هم ژباړل شوی دی.
د وېبپاڼو نه
د خپرېدو نېټه
۴ جون ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
the pathan nomi kitaab pe pakhto k da afghanistan da loy zwaak General terjuma karhay day.