خلک په دې لوې تالار کې کښېناستل نو يو سړي خپله غاړه تازه کړه او د دېرشو کسانو خبرې بندې شوې. وياند د غونډې هدف بيان کړو چې راتلونکې اوونۍ د ملي ورځ د نمانځنې لپاره بايد يو پروگرام ترتيب کړي.
هغه يو سپين ږيري ته اشاره وکړه چې د ډېر وخت نه په يو کاغذ يې څه ليکل.
” زما په فکرکه مونږ يو سيمينار جوړ کړو نو ښه به وي. په دې پلمه به ځوانانو ته خپل اتلان وروپېژنو. کتابونه به ورته راوغواړو، اوس خو ډېر ليکوالان لرو، د هغوي خبرې به واورو. زمونږ محترم حاجي باروز تازه د وطن نه کډه کړې ده او د هيواد نامتو شاعر گلفروش په څو ورځو کې دلته راځي… ” هغه لږه ساه واخيسته نو څو کسانو په يو وخت خبرې وکړې چې يو بل کې گډې وډې شوې.
” سيمينار به ښه وي…پرېږده ياره…سيمنيارونه ډېر کېږي…ياره د حاجي باروز مجلس خوند کوي…مشاعره به وکړو…”په دې کې د وياند موبايل ټېليفون وغږيدو او هغه د چا سره په خبرو اخته شو.
تر څو چې د هغه خبرې خلاصيدې، په تالار کې دومره شور و چې هيچا د بل خبره نشوه اوريدې. وياند د مېز په ډبولو د ټولو پام ځان ته راوگرځوو. ” ځينو وروڼو د يوې مېلې د جوړولو غوښتنه کړې دې. هم دا اوس راته چا زنگ وهلې و او که ستاسو خوښه وي نو زه به د سردار خان نه پوښتنه وکړم چې څه وايي”
خلکو خپل خپل څټ يو نري نروچکي کس ته تاو کړو چې عېنکې يې په سترگو وې. د ده د وړې ږيرې نيم وېښته سپين او نيم تور و. تيله دار واسکټ يې اغوستې او په سر يې لوې نسواري پټکې تاو کړې و. هغه غاړه تازه کړه، بيا يې بسم الله او کليمه تېرکړل او ټولو ته د هرکلي نه وروستو يې وويل، ” زما نظر هم هغه دی، څه چې د ټولو نظر دی. ملي ورځ زمونږ د ملت شناخت دی. ژوندي قامونه دا ورځ لمانځي او که څوک راباندې د مړو گومان وي نو ورته به وښايو چې دا ملت اوس هم ژوندې دی”
په گډون کوونکو کې يو کس بل ته په غوږ کې وويل، ” دا به اوس يو ساعت لگيا وي.” بل هم د شونډو لاندې وويل، ” زه به لږ خوب وکړم” وياند لکه چې پخپله هم نه غوښتل چې سردار خان ډېر وغږېږي نو د هغه خبرې يې پرېکړې او يو ځوان ته يې اشاره وکړه. ” راځۍ يو کشر ته به موقع ورکړو چې خپل نظرراکړي.” ځوان په تونده لهجه ووئيل، ” زه کشر نه يم، خپل نوم او شخصيت لرم”
څوک وموسيدل او چا هغه ځوان ته بد بد وکتل خو وېناوال په سړه سينه ووئيل، ” ښه نو ځان به پخپله راوپېژنې” هلک په خپل ځاې ودريدو، ” زه سعد الله خان يم…په پوهنتون کې مې د ترورزم د مطالعې ډله جوړه کړې ده…د لبرال گوند د ځوانانو په څانگه کې سکټر يم…” يو کس يې خبره پرېکړه، ” رالنډ يې کړه نو ښه به وي.” څو نورو کسانو هم څه ويل غوښتل خو د يوې ځوانې جينۍ غږ په اوريدو غلي شول.
” زه د دې غونډې نه پرون خبره شوم او هغه هم د يو بل ځاې نه. بايد د دې بلنه ټولو ته په اي- مېل کې ورکړې شوې وې. اوس د هر چا په جېب کې موبايل وي، يو ” ټېکسټ مسيج” پکار و…”
وياند هغه جينۍ نورو خبرو ته پرې نه ښوده، ” بي بي زه پخپله تر پرون خبر نه وم او غونډه په تادۍ کې رابلل شوې ده. ښه به دا وي چې نور وخت ضايع نکړو ځکه تر سبا بايد يو پروگرام د مطلوب خان پرمېز پروت وي.”
د جينۍ مخ سور شو او اخوا دېخوا يې وکتل خو چا ورته پام ونکړو او سعد الله بيا خبرې پېل کړې. ” زما نظر دا دی چې مونږ بايد د دې ځاې د حکومت غړي راوغواړو چې د دوي په وړاندې مو سر لوړ شي” څو کسانو ” بې شکه…ښه نظر دی…” وويل او خوان کېناستو نو يو چاغ سړې چې په خپلې کرسۍ کې نه ځايدو او د خبرو پر وخت يې د ساه غږ خلکو اوريدې شو لگيا و. ” سږ دوبې ښه تود دی او ښايي د اگست مياشت هم دغسې پاتې شي. که يو پارک کې مو خلک راټول کړل نو د اتڼ انتظام به زه وکړم.”
ځينو د خوشالۍ نه لاسونه وپړکول او وياند سر وخوځوو ” دا هم ښه نظر دی. ” سپين ږيري وويل، “د يوې خبرې خيال بايد ووساتو چې په دې پردي وطن کې داسې کار ونکړو چې زمونږ د عنعنانو سپکاوي وي. خلک راباندې وخاندي. په تېراختر کې مو وليدل چې په يو ډول غږولو څومره گرېوانونه څيري شول. ښه وه چې زه هلته وم که نه خبره پوليسو ته رسيدلې وه.”
چاغ سړي په لوړغږ وويل، ” هغه د بلې غاړې خلک و چې د يو خاص پروگرام سره هم په دې هدف راغلي وو چې زمونږ پروگرام خراب کړي.”
وياند سپين ږيري ته برند شو، ” کاکا جان، تا خو په دې ملک کې دېرش کاله تېر کړي دي، د پوليسو افسر پاتې شوې يې، تعليم دې کړې دی، په څو ژبو خبرې کولې شې، د دې ځاې لوې لوې خلک دې پېژني…ته خو بايد په دې خبره پوهه شې چې څوک د کومې ډلې دي او په څه اخته دي”
هغه کس چې د سيمينار وړانديز يې کړې و، يو کاغذ ټولو ته ښکاره کړو. ” ما سره ټول پروگرام ليکلې دی. وياند هغه ته د پروگرام د ولوستلو وويل نو ده پرې شروع وکړه.
“زمونږ پروگرام به سهار لس بجې پېل شي…” په تالار کې احتجاجي غږونه پورته شول، ” دومره وختي…زه خو دولس بجې پاسېږم…زه هغه وخت کار کې يم…زوې مې فټبال ته بيايم…
بيا ډېر وخت تېر شو چې خلک غلي شي. وياند د ډيموکراس په اصولو ټولو نه راې وغوښته. دوو کسانو د لسو بجو لپاره، څلورو د يولسو بجو او نورو د ماسپښين دوو بجو لپاره لاسونه پورته کړل.
کاغذ وال پخپل قلم وخت بدل کړو او بيا يې وويل. “د قران پاک د تلاوت نه وروستو به څو ماشومان ملي ترانه ووايي.” يو کس د بل په غوږ کې وويل، ” ټول به د ده خپل ماشومان وي” بل د خپل خندا پټولو لپاره وټوخيدو.
کاغذ وال لگيا و، ” زه به ټولو مېلمنو ته هر کلې ووايم” وياند لاس پورته کړو، ” د هر کلي لپاره خو مونږ نور کسان هم لرو، زما نظر دا دی، البته دا ” زما خپل” نظر دی او زه نه غواړم چې څوک ترې بل مطلب واخلي. حاجي باروز نه زما ملگرې دی او نه څه بل…تاسو پوهيږئ چې زه څه وايم؟” څو کسانو سر وخوځوو، نور يو بل ته په سترگو کې موسيدل. وياند خپلې خبرې جاري وساتلې، ” هغه يو ملي شخصيت دی، خلک يې پېژني او ترټولو ښه عادت يې دا دی چې په چا پسې خبرې نه کوي. زما په نظر هغه ته به خواست وکړو چې د سېمينار د پرانستې تقرير وکړي.” يو ځوان پوښتنه وکړه، ” ولې حاجي باروز نن دې غونډې ته نه دی راغلې؟” بل کس هم غږ کړو، ” هغه نه مو پوښتنه کړې ده چې خبرو ته حاضر دی که نه؟
وياند ژر وويل، ” زه دلته د راتلو نه وړاندې ورسره غږيدلې يم، هغه حاضر… ياني را به شي…زما مطلب دی چې راضي به يې کړو” يو څو کسانو پټ وخاندل او د وياند مخ سور شو. کاغذ وال بيا لگيا شو، د حاجي صېب د هرکلي د خطاب نه وروستو به زه يو څو خبرې وکړم… هغو دوو کسانو کې يو وويل، ” که ده خبرې ونکړې نو ساه يې خېژي” بل کس په زوره وخاندل نو ټولو د دوي لور ته وکتل.
وياند ورته برند شو خو کاغذ وال لگيا و، ” بيا به مشاعره پېل کړو او که گلفروش تر هغې راسره و نو هم هغه ته به د صدارت ووايو. تاسو ټولو ته خواست دی چې نورو شاعرانو ته هم خبر ورکړئ چې راشي.” وياند وويل، ” حاجي صېب پخپله دېر ښه شاعر دی.”
هغې جينۍ بيا غږ راپورته کړو، ” تاسو په دې پروگرام کې ښځو ته هيڅ ځاې نه دی ورکړې، دا ډېره د افسوس خبره ده.” کاغذوال وويل، ” له نېکه مرغه مېرمن آرزو او آغلې ياسمين هم وعده کړې ده چې خپل شعرونه رالېږي. مونږ غواړو چې دلته يې څوک ووايي نو بي بي…که ته څوک پېژنې چې دا شعر په هغه سېمينار کې ووايي…”
هغه جينۍ د خپلو دوو نورو ملگرو سره ناسته وه چې تر هغې يې هيڅ خبرې نه وې کړې او ټول وخت يې د ټېليفون په پرده يو بل ته ليکلي پېغامونه ورښکاره کول او پټ پټ يې خندل. د کاغذ وال په خبره درې واړه نيغې کيناستې او سترگې يې اخوا ديخوا واړولي. جينۍ په زوره وويل، ” زه به وگورم خو د دې لپاره که تاسو گلالۍ ته وويل نو ښه به وي.”
يوځوان په قهر لگيا شو، ” تاسو د سېمينار خبره کوئ او که د ميلې؟ يوه خوا مو د مشاعرې او د اتڼ پروگرام دی، بل خوا د حاجي باروز په شان کسانو ته د خبرو وخت ورکوئ چې ښه شهرت نه لري…سېمينار خو هغه وي چې پکې څو عالمان يا استادان خلکو ته څه نوې خبره وکړي، يا په ټاکلي موضوع دې بحث وشي.”
هغه کس چې د ډېر وخت نه يې سترگې پټې او سر يې يو خوا بل خوا ځنگيدو، راويښ شو او په زوره يې وويل، ” مېله به په کومه نېټه وي؟
ټولو وخاندل نو هغه د خپل ځاې نه په ودريدو وويل، ” معذرت غواړم، زما يو ضروري کار و.” بخښنه غواړم”
وياند هغه ځوان ته وويل، ” تا لکه چې د سردار خان خبرې نه دي اورېدلي” ځوان هم هغسې په تونده لهجه وويل، ” اورېدلي مې دي… خو تر اوسه د حاجي باروز، گلفروش او سردار خان نه علاوه پکې بل څه شته؟” يو کس ورو وويل، ” د ارزو او د ياسمين شعرونه هم لري…يو چا غږ وکړو، ” تېر کال هم دغه خلک وو، هم دغسې پروگرام و البته د حاجي باروز پر ځاې د هر کلي وېنا، شهباز خټک کړې وه” يو کس خپل موبايل راوويستو او وې ويل، ” ما سره يې تر اوسه ويډيو شته او که غواړئ نو درښکاره به کړم.”
ټولو وياند ته کتل چې خپلې شوندې يې په ژبه لمدولې خو پخپل ځاې ودريدو او وې ويل، ” دا خبرې د هر چا زده دي، په نورو نيوکه کول تر ټولو اسانه کار دی. په دې يو کال کې څومره خلکو ته مې وويل چې د ملي ورځې لپاره راته خلک په گوته کړئ، خو هيچا زما د “اي مېل” ځواب رانکړو. ځينې خو د تېليفون پېغام هم نه اوري. د ملي ورځې لپاره دا درې مياشتې کېږي چې خلکو ته زنگونه وهم. هر څوک چې دا پروگرام جوړوي، راوړاندې شئ. زه به هم اوس د خپلې ټولنې د سکتر په توگه استعفا وکړم”
په تالار کې ټولو ” نا…نا… داسې نه کېږي… استاد خفه نشې…اې هلکانو غلې شئ…غږونه راپورته شول. يو سپين ږيري وويل، ” که مونږ ټوله شپه هم خبرې وکړې نو يوې نتيجې ته نه رسېږو. ښه به دا وي چې اوس لپاره هم هغه څه چې سردار خان او سکتر صېب پلان کړي دي، ورسره به وومنو. د بل کال لپاره به د وخت له سره پخپلو کې کښېنو او يو ښکلې پروگرام به ترتيب کړو چې خوانانو له خوا به جوړ شوې وي.”
ټول چکچکې وکړې او يو کس په دروازه کې اعلان وکړو، ” ډوډۍ تياره ده.”
د خپرېدو نېټه
۶ جون ۲۰۱۴ م
صفيه حليم