د دې نوم په لوستو به خلک ګومان کوي چې دا سمڅه يا غار په کشمير کې وي. خو د غارونو دا لړۍ د پښتونخوا د مردان په ضلع کې ده.
د پېښور ګزېتير(۱۸۹۷م) کې ليکلي دي چې د کشميرنوم ممکن د دې لپاره ورته ورکړی شوي وي چې دا ډېره ښکلي غرنۍ او شنه سيمه ده. د ځاي خلکو باور دی چې په دې غارونو کې دننه يو ټونل کشميرپورې ورغځېدلي وي.
د بابوزۍ او پيرسۍ په غرونو کې دا سمڅې يو نيم زر کاله پخوا د يو مذهبي ښار نښې لري. په ۱۸۸۵ م کې يو انګرېز “ګاريک” په لومړي ځل دلته وروختلو او د سمڅې په دېوالونو يې ليکنې وليدې. هغه د نورو څېړنو أباره په کاغذ د دې ليکنو نقشونه واخيستل. ګاريک ليکي، ” د دې غار په خله کې د ګپتا دورې يوه ليکنه مو وموندله چې ډېر په ښه حالت کې وه. ما د هغه نه ځاې په ځاې يو چاپ تر لاسه کړو. دا لېکنه پخوانۍ ده او پکې د يو منښتې (نذر) په اړه ليکلي دي چې د دې نه وړاندې په هغه لويه سمڅه کې عبادت ځاې او يا هلته مېشتو ديني څټو ته ډالۍ شوي وو. ”
هغه ليکنه يې جنرال اليګزانډر کننګهم ته، چې په پښتونخوا کې د لرغونو ځايونو په اړه معلومات راټولول، د لوستلو لپاره ورکړه. د ده اندازه وه چې له هغې سمڅې ممکن د بره سوات او بونېر په اړه معلومات ووشي. شا و خوا ۱۴۰۰ کاله زړه ليکنه داسې وه، ” دا د سپېڅلي کرشنا ګپتا له خوا ډالۍ کېږي”
دی غار ته په تلونکي لاره يو ډبرليک هم وموندل شو چې ژبه يې چا نشوه لوستلې او باور دا و چې ممکن دا د ډول لپاره څو نقشونه و او د دې نورې نمونې د غار په خله کې هم ښکاريدل. د غار د سطح نه لږ ښکته او د دي مخامخ د يو وړوکي ښار کنډوالې ښکاري چې دېوالونه يې اوس هم شته او په ښه حالت کې دي. د لومړي غار خله جنوب لوېديځ کې يوه ګړنګ ته جوخته ده نو ځکه ورتلل پرې خطر لري.
څو کاله وروستو کله چې يو بل انګرېز “ډين” هلته ورغلو نو د غار کې جوړ پوڼيو د پاسه يې د پالي ژبې يوه ليکنه وليده چې هغه هم وران شوې او نه لوستل کېده. په لوې غار کې دننه يو شمېرهوجرې وې چې لرګی پکې کارول شوی و، د هندو او بودايي دين انځورونه او نقشونه يې لرل. يو انګرېز په ۱۸۸۰ م کې د دې عکس واخيستو.
د چونې د تيږې يوه ځانګړتيا دا ده چې نم راکاږي نو دا سمڅې د ژوند لپاره مناسبې وې. دلته درې خونې جوړې وې چې د لومړي نه يوه لاره بل ته خلاصه ده. درېمې خونې ته د ورتلو لپاره يې تاو پوڼۍ توږلې وې.
لومړی غار ۲۵ ميټر او دويم ۲۷ ميټر پلن دی او د دواړو لوړ والې ۱۲ ميټر کېږي. په غار کې د ورننوتلو سره مخامخ هشت پهلو(اته اړخونه لرونکي) عبادت ځاې جوړ و. دلته د لرګي يو تابوت ايښې و چې ورنږدې د ښې لاس دېوال سره د لرګي تختې پرتې وې او ورباندې يو انځور نقش و. په دې نقش کې يو فقير په ګډا دی او يوې ښځې ورته ګلونه نيولي دي. دا اوس د لندن په برټش ميوزيم کې ايښي دي. دلته د لرګي د يو صندوق ټوټې هم وموندل شوې.
د منځ په خونه کې يو لوې څلور ګوټيزه څلې (زيارت) و او ورسره د تيږو نه د اوبو يو ټانک توږل شوی دی. دا ټانک ۴ ميټر پلن، ۶ ميټر اوږد دی او ۳ ميټر ژور و. دې څمڅې نه يو څلور ګوټيزه مهر هم وموندل شو چې يو اړخ ته يې د سواستيکا نښه او د ورسره يو زمری نقش دی. ورسره د خارنا ونه هم جوړه ده. دا يواځينۍ سيمه ده چې پکې د خارنا ونه ډېره کېږي.
درېمه خونه ۲۴ميټر لوړه او هم هغه هومره اوږده د دايرې په شکل ده. دې ته ورننوتو او بهر تلو لاره په چت کې ده چې هوا او رڼا ترې راځي او هم دا د غار هوا پاکه او تازه ساتي.
دلته يو څلور ګوټيزه عبادت ځاې، د يو ګومبدي تيږې د پاسه جوړ شوی دی چې دا تر ټولو سپېڅلې زيارت و.
د کشميرسمڅه په اصل کې د يو کلا لرونکي ښار د ودانيو غونډ و، چې پکې عبادت ځاې جوړ شو. دلته جوړ دېوالونه او
د اوبو شتون ښايي چې دلته اوسېدونکو ژوند په ارامه تېراوو.
د غار نه ۳۰ ميټر ښکته د بابوزي کلي په لور په يو هوار غر د يو کلا نښې دي چې خلک ورته کشمير برج وايي. د غر په لوېديځې څنډې هم يو جوړښت شته چې ښايي د عبادت ځاې د ساتنې لپاره و. د شمالي غر د لارې سره سره د تيږې جوړ شوي د بوداي وختونو کلا ګانې دي. يوه په بابوزو کې د ساوغر د پاسه جوړه ده او يوه وياله کې د بره غر نه د چينې اوبه ورته راتلې چې اوس هم لږ لږ بهېږي.
په کشمير سمڅه کې د کشان نه تر شاهي دورې پورې د ژوند نښې ليدل کېږي. دا دوره د ۴۰۰ ميلادي نه تر ۹۰۰ م پورې غځيدلې ده. داسې ښکاري چې دا د ګندهارا يو خپلواکه مملکت مرکز و چې شا و خوا ۵۰۰ کاله يې خپلواکي ساتلې وه.
په سمڅه کې په زرګونو د برونزو سکې وموندل شوې چې د اوو واکمنو دوره په ګوته کوي. زيات يې د يفتليانو د وختونو دي چې تر ۱۵۰ کاله پورې دا سيمه په لاس کې وه.
لرغون پوهان باور لري چې دا دومره ډېرې د برونزو سکې ممکن د دې ځاې هغو نيمه خپلواکه واليانو يا “تګين” له خوا جاري شوي وي چې لوی يفتلي باچا تر لاس لاندې وو.
دا هم ممکنه ده چې دوي د يو يفتلي باچا واک منلې و ځکه سکه جوړول يواځې د باچا له خوا کيدل. دا وړه سيمه د څلورو نه تر پينځو سوو کالو پورې خپلواکه پاتې وه.
د دې غار نه ځاي خلکو سکې موندلې او کله چې يوه لړۍ د پېښور پوهنتون د لرغون پوهنې شعبې ته هم ورسيدل نو ورباندې پلټنې پېل شوې. په يوې سکې د ښځې نقش هم شته چې ښايي دلته يې حکومت کوو.
د سوات يو اوسېدونکی د تېرو څو کالو راهيسې دې غار ته ورځي او سکې وباسي. دا چې څومره سکې د پلټنو لپاره ورکوي او څومره خرڅوي، هيڅوک خبر نه دي.
سرچينې
۱. د يفتليانو تاريخ او د کشمير د سمڅې سلطنت. د وليد زياد څېړنه. ۲۰۰۶ م. د انټرنېټ پاڼې.
د خپرېدو نېټه
۱۰ جون ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
دے غار تہ چی د کشمیر اسمث پہ نوم پیژندے شی زہ پہ کال دوہ زرہ(۲۰۰۰) کے تلے وم. زہ د روستم نہ د پیر سی او بادام کلی پہ لارہ تلے ووم- د جولائی میاشت وہ …سختہ گرمی وہ او ڈیر پہ گرانہ ورتہ د څلور گينٹو پیاده سفر نہ پس رسیدلے وم…ڈیر ښایستہ غرونہ وو – ھر طرف تہ د غوڑاسکی بوٹی وو…پہ لارہ ځاۓ پہ ځاۓ پہ گٹو لیکل شوی وو خو ژبہ زمونږ د پژندګلو نہ وہ…ما سرہ د دغہ وخت ویڈیو ھم شتہ…غار کے دننہ مونږ څہ د ابادی دیوالونہ لیدلی وو.او ھغہ دوہ چتہ ابادے ښکاريدو…خو د خوا اوشا خلکو د سکو پہ لټون کے ټول غار کنستے وو او څو کسانو نور ھم کنستو…پہ میٹل ڈیٹکٹر بہ یے چی کوم ځاۓ نہ اواز واریدو، ھغہ بہ ۓ ورانولو…مونږ تہ پکے یو کس د اوبو څکلو یوه پیالہ راکڑے وہ کومہ چی پہ ڈیر ښہ حالت کے وہ د پخے خاورے جوڑه وہ بس یو ځای ورک وو.او پہ ھغے څہ اشکال ھم جوڑ وو…
د معلوماتو نه مننه
څومره د افصوس خبره ده چې داسې تاريخي ځايونو د ساتلو لپاره حکومت هيڅ نه کوي-
پکار ده چې د غير قانوني کنستون نه د سيمې ميډيا خبر کړئ-