د بالفور ليک

Balfour letter
” د جلالت ماآب باچا حکومت په فلسطين کې د يهود ملت لپاره د يو وطن د جوړېدو په خبره خوښ دی او زيار باسي چې د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره ورسره مرسته وکړي. د دې پوهې سره چې په فلسطين کې مېشت غېر يهودي قامونو سره مذهبي تعصب او يا د دوي په ښاري حقوقو به هيڅ ډول تيرې نه کېږي. يا هغه يهودان چې په نورو ځايونو کې سياسي حېثيت او حقوق لري، اغېزمن شي.”
دا ليک په ۲ نومبر ۱۹۱۷ م کې د بريطانيې د خارجه وزير ارتهر جېمز بالفور د يهودانو مشر والټر راتسچايلډ ته ورواستاو چې پکې دوي ته د خپل وطن د جوړولو لوز شوی و. يوه اوونۍ وروستو په ورځپاڼو کې خپور شو چې د فلسطين به خاوره د” اسرايل ” په نوم د يو نوي ملک د جوړولو لومړۍ خښته وه.
د بالفور ليک يوه ناڅاپه پېښه نه وه بلکه د دې تر شا په اروپا کې مېشت د يهودانو له خوا د سلو کالو مبارزه وه. د کلونو راهيسې اروپآي ملکونو کې مېشتو يهودي مشرانو سره د يو بل سره اړيکې ساتلې وې.
په ۱۸۹۷ م کې دوي يو سياسي غورځنګ پېل کړو چې يهود ملت بايد خپل يو وطن ولري. دا په عربي کې الصېهونيه، (صېهونيت) او په انګرېزي کې ” زايونيزم ” بلل کيده.
هغه وخت د بېلاروس يو يهود ساينس پوهه، “خايم وايزمېن” چې د ۱۹۱۰ م راهيسې د بريطانيې تابعت يې اخيستې و، د صېهونيت د غورځنګ يو مشر و. دا سړی د خپل ساينس د علم له کبله د بريطانيې د چار واکو ملګرې شو. هغ داسې چې په لومړي نړۍ وال جنګ کې جرمني د اېسيټون ( پروپېنون) جوړول بند کړي وو چې د بريطانيې د ټوپکو کارتوس جوړولو لپاره به پکاريدل. خايم وايزمېن پخپلې ليبارټرۍ کې ايسيټون په مايع شکل کې جوړ او د وسلو وزير ډېوډ لايډ جورج ته ډالۍ کړو. هم هغه راهيسې د محافظه کارګوند مشر ارتهر جېمز بالفور ( چې وزير اعظم پاتې و) د ده ملګرې شو.
تر ۱۹۱۶ م وايزمېن د بريطانيې خارجه وزارت کې دنده پېل کړه او د کابينې په وزيرانو يې ډېر اغېز لرلو. هغه او د صېهوني غورځنګ نورو مشرانو په بريطانيې زور راوړو چې په فلسطين کې د دوي د خپلواک ملک جوړولو کې ورسره مرسته وکړي. د دوي پلان دا و چې يو وارې د اروپا يهودانو فلسطين ته کډه وکړه نو د دوي شمېره به هلته ډېره شي.
خو د يهودانو مذهبي ډلو د يو خپلواک وطن د جوړيدو مخالفت کوو ځکه د دوي په عقيده يهودان بايد د نړۍ په هر يو ګوټ کې خپاره شي. هغه وخت د ۵۰ زرو شا و خوا يهودان په فلسېين کې مېشت وو او په سلو کې ۹۰ وګړي غېر يهود ( عرب مسلمانان او مسيحيان ) و. د لومړي نړۍ وال جنګ پر وخت بريطانيې او فرانسې د منځني ختيځ د ملکونو نه د ترکانو د ويستلو کار پېل کړی و او ډېر په برياليتوب يې د ترکانو عثماني خلافت مات کړی و.
د بالفور ليک د بريطانيې د سياسي دريز يو اعلان و چې د جاري کولو نه وړاندې څو وارې د دې ژبه او متن وليدل شول او داسې مبهم الفاظ وکارول شول چې عربان او نور مليتونه ورباندې پوهه نشي. دا ليک په ۱۹۲۲ م کې په ۲۴ جولاي د ملتونو د ټولنې له خوا ومنل شو چې پکې لنډ وخت لپاره د فلسطين واک د بريطانيې لاس ته ورکړې شو.
په هند او عربي ملکونو کې د انګرېز پر ضد د مسلمانانو کرکه راپاريدلې وه او د بريطانيې په حکومت فشار راغلو چې د يهودانو د ملاتړ نه لاس واخلي. په ۱۹۳۹ م کې حکومت د خپل سپيناوي يو راپور ( وايټ پېپر) خپور کړو چې د يهودانو لپاره د يو ملک جوړول د دوي سرکاري پاليسي نه وه. د دې ليک ځيني توري په ګوته شول چې ” د يهودو وطن ” مو نه دي وئيلي بلکه د يهودو يو وطن مو ياد کړې و ( د انګرېزي ژبې “ده” مو نه و ليکلي بلکه “اې” مو ليکلي و)
خو تر هغې د اسرايل په نوم د يو ملک ستنې ودرول شوې وې او په فلسطين کې د يهودانو شمېره د ۵۰ زرو نه ۶ لکو ته رسيدلې وه. د ۱۹۴۷ م د نومبر په مياشت کې ملګرو ملتونو دا ملک په رسمي توګه وومنلو.
د بېلا بېلو ويبپاڼو نه
د خپرېدو نېټه
۱۴ جون ۲۰۱۴
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *