اوپيک

oil
د تېلو د صادرونکو هېوادونو سازمان
دغه سازمان د ١٩٦٠ کال په ډسمبر کې د تيلو د صادروونکو هېوادونو له لورې د خپلو اهدافو د ساتلو په موخه رامنځ ته شو. غړو هېوادونو د سازمان د جوړېدو خبرې اترې د عراق په پلازمېنه بغداد کې وکړې.
الجزایر، ایران، عراق، کويت، لیبیا، نایجريا، قطر، سعودي عرب، متحده عرب امارات، اکواډور، انګوليا، او وېنزويلا د دغه سازمان غړي هېوادونه دي. ګابون او انډونېزيا د سازمان دوه پخواني غړي دي. اوپيک اوس انډونېزيا نور د تيلو د اصلي صادروونکي په توګه نه پېژني.
سره له دې چې د اوپيک ډېرى غړي هېوادونه عربان دي، خو د سازمان اصلي او رسمي ژبه انګليسي ده.
په اوپيک کې د غړيتوب بيه د کال پنځه مېليونه ډالره ده، او يوازې د تيلو صادروونکي هېوادونه د دغه سازمان غړي کېدى شي.
وينزويلا د اوپېک هغه بنسټګربلل کيږي چې له ايران، عراق، کويت او سعودي عرب سره يې په لومړي ځل د دا ډول يوه سازمان د جوړولو وړاندېز وکړ.
د سازمان موخې:
د سازمان د منشور له مخې، د تېلو د صادروونکو هېوادونو د سياستونو متحد او همغاړي کول، د هغوى انفرادي او ډلييزو ګټو د خوندي کولو لپاره د غورو لارو چارو موندل او د نفتو په نړيوال بازار کې د بيو غيرضروري او زيان رسوونکي لوړوالي او ټېټوالي مخنيوى او د نفتو د باثباته بيو تضمين، د اوپک مهم اهداف شمېرل کيږي.
د نفتو توليدوونکو هېوادونو او د هغوى د ثابتو عايداتو اړتيا ته ځانګړې پاملرنه، د لګښت کوونکو هېوادونو د نفتو تامين او د نفتو په صنعت کې د پانګونې او پانګوالو لپاره د منصفانه او مناسبو زمېنو برابرول د اوپيک نورې مهمې موخې شمېرل کيږي.
په وروستيو لسېزو کې د سازمان له غړو پرته د نفتو د صادروونکو هېوادونو د شمېر زياتوالي ته په کتو، اوپيک اړ دى چې له دغو هېوادونو سره چې روسيه يې په سرکې راځي، د اومه او خامو نفتو د خوندې ساتلو په برخه کې جوړ جاړى وکړي.
د اوپېک پرېکړې:
د تيلو د صادرونکو هېوادونو د سازمان پرېکړې يوازې دا نه چې د نړۍ پر اقتصاد اغېز کوي بلکې مخامخ د نړۍ سياست هم تر خپل اغېز لاندې راوستى شي. د بېلګې په ډول، اوپيک د ١٩٧٣ کال د انرژۍ د بحران پر مهال هغوو هېوادونو ته چې د اکتوبر په جنګ کې يې د اسرايلو ننګه او ملا وتړله، د تيلو له استولو چورلټ انکار وکړ. په دغه کړکيچ کې اسرايل له سوريي او مصر سره ښکيل و.
د اوپيک له لورې لويديځو هېوادونو ته د تيلو د نه استولو پرېکړې په نړۍ کې د تيلو بيي څلور برابره پورته وخېژولې او د بيو دغه جګوالى د پنځو مياشتو لپاره همداسې روان و.
له دې وروسته د اوپيک غړو هېوادونو د اومه نفتو د بيو پر ١٠% زياتوالي موافقه وکړه، دا هغه مهال و چې د اوپيک غړي له هغوو هېوادونو سره چې وړاندې يې د خپلو تيلو صنعت ملي کړى و، د نړۍ د اقتصاد د نوي نظام د تنظيم په موخه د نفتو د اصلي صادروونکو په ايتلاف کې ور ګډ شول.
د تيلو د توليد کچه:
نفتو ته اړوندو ځېنو نورو نړيوالو سازمانو د شمېرو له مخې د اوپيک سازمان ١١ هېوادونه د نړۍ نژدې ٤٠% تيل صادروي او د نړۍ د تيلو د ٦٥% فيصدو پېژندل شوو زېرمو دوه پر دريمه برخه له دغو هېوادونه سره ده.
په نړۍ کې د تيلو پېراو پلور په امريکايي ډالرو دى او له همدې کبله د نړۍ د اسعارو په مارکيټونو کې د ډالرو د بيو ټېټوالى او جګوالى نيغ په نيغه د اوپيک د پرېکړو پورې تړلى دى.
د دې سازمان انګرېزي نوم داسې دی.
Organization of the Petroleum Exporting Countries (OPEC)
د جعفر هاند ليکنه
د خپريدو نېټه
۲۲ جون ۲۰۱۴ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *