انا الحق

Anlhaq
ابوالمغېث الحسين بن منصور الحلاج په تاريخ او تصوف کې يواځې د حسېن بن منصور او زيات وخت د منصور په نوم پېژندل کېږي. دی د ۸۵۸ عيسوي نه تر ۹۲۲ کال ژوندی و چې درېمه او څلورمه هجري پېړۍ کېږي.
منصور په فارس کې زيږېدلې و چې هغه وخت د عربي خلافت يوه برخه وه. د ده نيکه زردشتي و خو پلار يې يو ساده او غريب سړی و. هغه خپل زوی ته د اسلامي زدکړو موقع ورکړه.
ده د وړوکي عمر نه قران حفظ کړو او د حنبلي فرقې سره يو ځاې شو. د خپل ژوند په لومړيو کلونو کې دی د شېخ جنېد بغدادي او د امرالمکي مريد و خو وروستو د دوي دواړو له خوا رد کړې شو ځکه د قرامتيانو د باطني ډلې سره مل شوې و. ده واده کړې و خو د دنياوي کارونو پر ځاې تصوف ته پناه يوړه. کله چې د حج لپاره مکې ته ولاړو نو هلته يو کال په داسې حال کې يې تيرکړو چې ټوله ورځ روژه په خله کعبې ته مخامخ به غلې ناست و.
کال وروستو چې کور ته روان شو نو د خپلې ډوډۍ لپاره په به يې په لاره کليو بانډو کې درس ورکوو او ليکنې به يې هم کولې. دی د فارس اوسېدونکې و خو ليکنې به يې په عربي ژبې کې کولې. وروستو دی مرکزي اېشيا، چين او هند ته ولاړو نو د مريدانو شمېره يې په ډيرېدو شوه. بيا به داسې شوه چې دوېم وارې دی حج ته روان شو نو د خلکو يوه لويه ګڼه ورسره مله وه.
کله چې دريم وارې هغه مکې ته تلو نو لا زيات خلک ورسره روان شول. د دې سفرونو نه وروستو يو وخت دی په بغداد کې مېشت شو چې عباسيانو د خپل پلازمينې په توګه نوې اباد کړی و.
منصور پخپلو ليکنو او شاعرۍ د لارې د تصوف دروازې عامو خلکو ته پرانستلې چې د هغه وخت د صوفياو په نظر سم کار نه و. منصور به خپله وېنا پېل کړه نو خلک به پېرې راټول شول. دی د خداې په مينه مست و او د جذب په حالت کې به يې دعوا وکړه چې خداې پاک ورسره موجود دی. دا يې هم وئيل چې زما د پټکي په ولونو کې خداې تاو دی. خپلو جامو ته به يې ګوته ونيوله چې په دې کې د رب نه سېوا بل څوک نشته. ملايانو د ده خبرې کفر ګڼلې او د منصور دښمنان دېر شول.
د ده شاعري دومره انقلابي وه چې اخر د عباسي خليفه المقتدر غوږ ته هم د ده د اغېز خبر ورسيدو او د ده د نيولو امر يې وکړو. منصور محاکمه شو او ډېره موده ده پخپل دفاع کې دلايل ورکول. دی يوولس کاله د بغداد په يو زندان کې بندي په توګه وساتل شو.
په عربي کې که څوک وايي چې اناالحق نو مانا يې داوي چې زه ريښتونې يم. منصور به د خپلې محکمې پر وخت يوه ناره کړه چې “ان الحق” ياني زه ريښتونې يم. ملايانو توبې ويستلې چې منصور کافر شو ځکه ځان ته خداې وايي. “الحق ” د خداې پاک د ۹۹ نومونو نه يو نوم دی.
اخر په۳۰۹ هجري ( ۹۲۲ م ) کې منصور ته د غرغرې سزا ورکړې شوه. وايي کله چې دی په دار وځړول شو نو د ده له خلې انا الحق ناره خلکو اوريده. ځينو په نظر هغه د خداې په مينه کې لېونې شوی و او په خود نه و، ځکه د مرګ پرواه يې نه ساتله.
حلاج څو کتابونه وليکل چې يوه يې “کتاب الطواسين” نومېږي. په دې کې دوه څپرکي د خداې او د شېطان تر منځ يوه مکالمه ده. شېطان ادم ته د سجدې نه انکار کوي ځکه دی د خداې سره مينه لري او يو بل وجود ته سر نشي ټيټولې.
د منصور وېنا دا وه چې که خداې نه منئ نو د ده نښې وومنئ. خپل ځان يې د خداې يوه نښه بلله او ځکه دا ورته ريښتيا يا حق ګڼلو. په تصوف کې دا “وحدت الوجود” بلل کېږي چې مانا هر يو شي کې خداې پټ دی. د ده تعليم دا و چې د دين د هرې ورځې د عباداتو نه وراخوا خداې دی. خداې د ده معشوق او محبوب و او د هغه په مينه کې دومره ډوب و چې خپل ځان او خپل نوم به ترې هېر و.
منصور او دار اوس لکه د محاورې کارېږي.
د مصطفی سالک څلوريزه ده
څوک دې پر سر د صليب لټه کوي
څوک د منصور غوندې په دار ووتل
څا ته معلومه وې، پر بله لاړل
ځينې بې لارې وو، پر لار وختل
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نېټه
۲۶ جون ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

2 Comments

Add a Comment
  1. سلام من محصل رشته پشتو استم
    من مونوګرافم را در مورد منصور حلاجی اماده میکنم لطفا کتاب یا مقالاتی که در مورد منصور حلاجی میباشد را با من شریک کنید
    خواهشا

    1. د منصور حلاج په اړه د تصوف په کتابونو کې ډېر څه لیکل شوي دي- تاسو د خپل استاد نه رهنمایی اخیستی شئ. د دغه مضمون لپاره مې د ځینو ویبپاڼو لټون وکړو. د فارسي په پاڼو کې د کتابونو او د مقالو فهرست ورکړی شوې وي. تاسو ترې استفاده کولې شئ. مننه او کامیاب وسې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *