د بودا ژوند

Fasting Buddha
بوداي دين د سدهارته تعليمات دي چې د عيسا پيغمبر له زېږيدو شپږ سوه کاله پخوا ( ځينې سرچينې دا څلور نيم سوه کاله پخوا ګڼي) د نېپال د يو وړوکي رياست کپل وستو شهزاده و.
د ده به اړه نجوميانو باچا ته وئيلي وو چې لوې سړې به ترې جوړېږي خو باچاهي به نه کوي. هم هغه وه چې باچا د ده لپاره څو ماڼۍ جوړې کړې او هر وختې به تر خلک راچاپېره وو چې بهر لاړ نشي. ده په شاهي ماڼۍ کی ژوند کاواو له واده وروسته يې اولادونه هم وزېږيدلی و.
يوه ورځ دی له ماڼۍ بهر ووتلو نو خلک وليدل چې ډېر په بد حال و. هغه وخت ورته جوته شوه چې ژوند هغه نه و چې ده تيراوو خو په دې هم نه پوهيدو چې نور خلک ولې په بد حال وو. ده سوچ او فکر پيل کړو خو د خپلو پوښتنو ځواب يې نه موندلو. هم دا وه چې خپل شاهانه ژوند يې پرېښودو او د برهمن سادوانو سره مل شو. دوي به په بېديا کی د ونو لاندې اويا په غارونوکی سترگې پټې د مراقبې په حالت ناست و او هغه لوې رب سره به يې د اړيکو هڅه کوله چې دا نړۍ يې جوړه کړې ده.
سدهارته د هند په بهار کې د گيا نومې سيمې کی د پيپل د يو ونې لاندې په عبادت (تفکر) بوخت شواوروژې په حال به و. تر دی چې بی حاله شواواخرد نروانه (عرفان) درجې ته ورسيدو. دا هغه پوهه وه چې دی د ژوند په حقيقت بوهه شو. دا ورته جوته شوه چې ژوند نه دعيش او ارام او نه خپل وجود په سختوکی د ساتلولپاره دی. د منځ لاره ښه لاره ده او د دی پوهه نورو خلکو ته دی هم ورکړې شي.
د سدهارته دا پوهه يعني بودهي دده لقب شو او خلکو ورته گوتما بودها ( بودا) نوم ورکړو. د روژی په حال کی ډېر کسان د ده مله شول او هم دغو خلکو د گوتما بودا پيغام نورو ځايونو ته يوړو. د بودا پاتې ژوند انسانانو ته د ښو اخلاقو په تعليم تير شو او د اتياو کالو په عمر کی يې له نړۍ سترگې پټې کړې.

د بودا-نيټ وېبپاڼې نه
د خبرېدو نېټه
۵ جولاي ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *