د پېښور نه ۸۰ کلوميټر ختيځ کې د اباسين پر ښي لاس، د “هنډ” د دريو زرو کالو راهسې د افغانستان نه هند خوا ته د ورتلونکو په لار پروت و. دا د اټک کلا نه ۱۵ کلوميټر بره خوا ته او د سيند هغې برخې په غاړه دی چې اوبه پکې لږ او پورې وتل ترې اسانه وي.
اوس سوابۍ ته تلونکې سړک نه شپږ کلوميټر کې يوه پخه لار د هنډ کلي ته تاو شوې دی چې پکې د شپېتو شا و خوا کورونه دي. خو لرغونې هنډ د پشکلاوتي (چارسدې) او د پروشا ( پېښور) نه وروستو د ګندهارا درېم لوې ښار و.
د مقدونيې نامتو يرغلګر چې د ټولې نړۍ د نيولو هوډ يې لرلو، په ۳۲۶ ق م کې د کونړ له غرونو باجوړ او بيا اباسين ته ورسيدو. د ده نيم لښکر د خيبر د درې د لارې هنډ کې خپله چاوڼۍ جوړه کړې وه او د سيند نه د پورې وتلو لپاره د اسکندر راتلو ته په انتظار و. دلته د لرغوني ښارهغه د تيږو دېوال اوس هم شته چې د شلمې پېړۍ تر پاې د ښار نه راتاو و خو اوس ځينې برخې يې خلکو نړولي او کورنه يې ورباندې جوړ کړي دي.
دا ښار کشانيانو “اوده بهانډ پور” او عربو “وېهند ” بللو. چيناي راهب خوان زانګ (هيون څانګ) په اوومې ميلادي پېړۍ کې له دې ځايه سيند نه پورې ووتلو. څو کاله وروستو چين ته په لاره چې د سيند نه تيرېدو نو د ده د کتابونو يو پنډ د دې په اوبو کې لاهو شو. هغه وخت هندو شاهي (هنډ شاهي) واکمنو د افغانستان د شمال نه ترپنجاب سيمه پخپلو کې وېشلې وه.
په نهمې ميلادي پېړۍ کې کله چې کابل او پېښور د هندو شاهي باچاهانو له لاسه ووتل نو ټول په هنډ کې راتول وو. دوي د راجه جې پال او انند پال په مشرۍ د سيند پر غاړه مېدانونو کې د محمود غزنوي د پوځ سره وجنګيدل. ځاي روايت دی چې محمود نازولې مريی اياز د هنډ والي و او هم دلته خښ دی. څو پېړۍ وروستو خوارزم شاه د هنډ په مقام خپل اس د اباسين په اوبو کې ورخوشې کړو نو چنګېز خان ورته کتل او د ده مېړانه يې وستايله.
د لويو فاتحانو او يرغلګرو له خوا په دې اوبو د کشتيو پل جوړيدو چې د دوي پوځ پرې تېر شي. خو په دوديزه توګه د هنډ خلک په جاله د سيند نه پورې وتل. دوي به خاورين منګي د يو بل سره وتړل او د لرګي يو وړوکې پل به يې جوړ کړو چې خلک او د دوي څاروي به پرې تيرېدی شول.
د شېر شاه سوري پر وخت دلته يو د لرګي پوخ پل جوړ شو چې جرنېلي سړک يې د پنجاب نه پښتونخوا سره يو ځاې کړو. په ۱۵۸۰ م کې د هنډ نه څو کلوميټر ښکته د سيند پر ګس (چپ) لاس د اکبر باچا په وخت کې يوه پخه کلا جوړه شوه چې اوس ورته د اټک کلا وايي. هم هلته په ۱۵۸۶ م کې د اټک پل جوړ شو. وايي چې د دې لپاره د بنارس نه ماهي
ګير راوستل شول چې د پلونو د جوړولو تجربه يې لرله.
هغه راهيسې اټک د لارې تګ راتګ زيات شو او هنډ له خلکو هېر شو. د سيکانو او افغانانو تر منځ د جنګونو پر وخت هنډ يو ځلې بيا د پورې راپورې وتلو لپاره مهم ځاې شو خو انګرېزانو کله چې د اټک پل د اوسپنې کړو او يو اور ګاډي پاټلۍ يې هم پرې تېره کړه نو د هنډ نوم بيا ورک شو.
په ۱۹۹۶ م کې د نامتو لرغون پوهه ډاکټر حسن داني تر څارنې لاندې دلته کنستون وشو نو د هندو شاهي وختونو کورونه سکې، کالي او نور توکي پکې وموندل شول. هغه ځاې چې پکې د زاړه ښار دېوالونه موندل شوي وو د څو تمدنونو نښې پکې څرګندې شوې. دلته لوې ستنې، پوڼۍ او تنورونه و، د کورونو په منځ کې کوڅې په ترتيب جوړې وې. د دې نه علاو د ګنده اوبو د ويستلو لپاره د ناليو سيسټم هم موجود و. د يونان، کشان، هندو شاهي او د اسلامي دورې بې شمېره توکي وموندل شول.
هم هغه وخت دلته د يو ميوزيم د جوړولو لپاره ۳۳ کنال زمکه بېله کړې شوه. د ميوزيم مخې ته د اسکندر په وياړ د يوناني ډول يوه ستنه ولاړه ده. د ځينو خلکو په نظر دا يو ناروا کار و چې د يو اروپايي يرغلګر په دې توګه دلته ونمانځل شي. خو هغه ميوزيم چې دلته موندل شوي توکي پکې اېښي دي، زيات د پام وړ دی.
زه چې په کومه ورځ د دې ليدو ته ولاړم نو باران و او د ميوزيم ټول چتونه څڅيدل. دا اوبه او نم د ميوزيم هغو لرغونو توکو ته تاوان اړولې شي چې تر زرګونو کالو د خاورې لاندې خوندي پراته وو. د دې سيمې پښتانه بايد هغه څوک له ګرېوانه ونيسي چې د دې دومره مهمې ودانۍ چت يې دومره کمزورې جوړ کړی دی.
د خبرېدو نېټه
۸ جولاي ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
I have translated one of your essay posted in a forum on Facebook, since friends wanted it to be translated in English for wider understanding, I have edited the English version to suit the English readers
I would appreciate to have a feedback from you!
Regards
Arshad Haroon
د ژباړې نه مننه او کور ودان
زه به يې وګورم