دوه ګوتې

Churchil
د انګرېزي “وي” تورې د ويکټري يا د بري نښه ګڼل کېږي. دا نښه په لومړي ځل د بريطانيې وزير اعظم ونسټن چرچل په دوېم نړۍ وال جنګ ( ۱۹۳۹ نه تر ۱۹۴۵ م ) کې جوړه کړه.
د چرچل له خوا جوړې شوې نښې کې د لاس ورغوې بهر خوا ته او درې نورې ګوتې يې يو بل سره نښتې وې. د فلسطين مشر ياسرعرفات هم دا نښه جوړوله چې مانا يې د دوي د غورځنګ بري وه.
yasir arafat
وروستو د فلم ستورو او سندرغاړو هم کله نا کله دا نښه جوړوله او په جاپان کې دا يو فېشن شو. بيا يو وخت په امريکه کې دا د امن نښه شوه.
په ځينو اروپايي ملکونو کې د ” وي” تورې د سوونو کالو راهيسې د برياليتوب د نښې په توګه کاريدو. د ګونګيانو د اشارو په ژبه کې هم دغسې د دوو ګوتو مانا د ۲ شمېره وي.
د اتيايمې په لسيزه کې د افغانستان د کورني جنګ پر وخت ځينو عسکرو دوه ګوتې د ” مرګ يا ژوند ” په مانا ښکاره کولې. خو د دې نښې يوه ستونزه دا ده چې که څوک ورغوې خپل ځان ته ونيسي نو په اروپا کې يې خلک د يوې جنسي ښکنځلې مانا ترې اخلي. هغه پښتانه ځوانان چې په مظاهرو او نورو موقعو خپلې ګوتې پورته کوي، بايد فکر وکړي
چې دوي د نورو په سيالۍ کې د دو ګوتو په غلطه توګه ښودلو ځان رسوا نکړي.
girls
د خپرېدو نېټه
۱۱ جولاي ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *