احمد شاه ابدالي د ۱۷۶۰ م په سپرلي کې د پېښور د زاړه ښار ختيځ کې د څمکنو ميا محمد عمر سره وليدل. هغه د هند د مسلمانانو په بلنه د مرهټو پر ضد لښکر کړې و خو د دې شمېره لږ وه.
ميا عمر هغه وخت په دې سيمه کې نه يواځې ديني شخصيت و، بلکه په زرګونو مريدان او شاګردان يې لرل. د ده په غږ د غوريا خېلو او خشي قامونو ځوانانو جهاد ته ملا وتړله چې شمېره يې ۱۷ زرو شا و خوا وه. د دې نه علاوه ميا عمر د روهېلکهنډ د پښتنو حافظ رحمت خان او د نجيب الدوله سره اړيکې ساتلې وې.
يو روايت دی چې د پاني پت د جنګ کې د برياليتوب نه وروستو ميا عمر به مشوره د افغانانو سيمه د افغانستان په نوم وروپيژندل شوه. بل روايت دا دی چې د “دردران” (په ملغلرو کې ښکلې ملغلره) خطاب ده احم شاه ابدالي ته ورکړو. ( نور وايي چې دا لقب ورته پير صابر شاه ورکړې و)
ميا محمد عمر په ۱۰۸۵ هجري کې د پنجاب د راوي سيند پرغاړه د فريد اباد په کلي کې وزيږېدو. د ده د پلار نوم محمد ابراهيم و چې د باجوړ د ترکلاڼي قام د موساخېلو د ټبرنه و. نيکه يې قادر خان د “کالا خان” په نوم شهرت لرلو چې يو عالم او د قادريه او چشتيه طريقې صوفي و.
د فريد اباد جاګير قادر خان ته د مغل شاه جهان باچا له خوا ورکړې شوې و. د محمد عمر دوه نور وروڼه هم وو چې يو يې محمد موسا او بل محمد عيسا نوميده. کله چې محمد ابراهيم مړ شو نو محمد عمر د اوو کالو و او د خپل مورګنۍ نيکه ملک محمد سعيد سره د فريد اباد نه څمکنو ته راکډه شو او پاتې ژوند يې هم هلته تېر کړو. د څمکنو (څوکنو) سيمه د پېښور د زاړه ښار نه شپږ کلوميټر ختيځ کې ده.
محمد عمر هغه وخت د دې ځاې څو استادانو، مولانا محمد فاضل، شېخ فريد اکبر پوري، حاجي محمد اميت پېښوری او عبد الغفورنقشبندي شاګرد پاتې شو. د پښتنو په سيمه کې ديني څټو ته به زمکې ورکړې کيدې چې سېرۍ به يې ورته وئيل او داسې ديني کورنۍ به د “ميا” او مياګانو په لقب پېژندل کيدې. احمد شاه ابدالي ميا عمر ته ۱۳ سوه جريبه زمکه سيرۍ کې ورکړې وه.
د ميا عمر خپل پير او خليفه د نقشبندي طريقې شېخ يحيا ( د اټک حضرت جي بابا) و. پخپل کتاب توضيع الماني کې يې د ده ذکر کړې دی. په ۱۱۰۴ ه ( ۱۶۹۲ م ) کې ميا عمر د نقشبندي سلسلې يو بل صوفي، سعدي لاهوري په خدمت کې حاضر شو او ورپسې کلونو کې چې دی به کله فريد اباد ته د خپلو زمکو د حاصل اخيستو لپاره ورتلو نو لاهورکې به يې ورسره ليدل.
د علم د خپرولو سره سره ميا عمر په سيمه کې لکه د يو مصلح هم کار کوو. هغه د مرچکو،تمبکو او د ګڼي د کرلو ممانعت کړی و چې خلک غنم وکري او د ډوډۍ کمی پيدا نشي. ښايي دی د پښتنو لومړې ديني شخصيت و چې د تمبکو د تاوان نه يې خلک خبر کړل. خلکو ورته د غوث الافغان لقب ورکړې و.
ميا عمر څو کتابونه وليکل چې يو “شمايل النبي” په پښتو ژبې کې و. په دې کې هغه خپله شجره داسې کښلې ده، ” محمد عمر ابن ابراهيم، اسرايلي سړه بني شمايل راوړو، په پښتو زبه چې طالبان يې په لوست شي خوشال.” د ده يو بل کتاب “خلاصه کيداني افغاني” نومېږي چې پکې خپل ځان پښتنو او افغان ليکي او خپله شجره يې د يهودا بن يعقوب سره تړلې ده. درېم کتاب “المعالي شىرح أمالي” په ۱۱۵۸ ه ( ۱۷۴۵ م ) کې په عربي کې يې وليکلو. دا د ديني عقايدو کتاب دی خو پکې تاريخي مضامين هم ليکلي دي.
ميا عمر په ۱۱۹۰ ه د رجب په مياشت ( ۱۷۷۶ م) کې وفات شو. د ده درې زامن وو چې ميا ګل، محمدي اخونزاده او عبېدالله نوميدل. د ده د مړينې نه وروستو محمدي اخونزاده د ده په ګدۍ کېناستو چې پخپله هم يو عالم و. ده د فقه مقاصد او منظوم درود شريف وليکل.
هر کال د رجب په مياشت کې د څوکنو بابا زيارت کې د ده عرس وي چې خلک ورته د ليرې ځايونو نه ورځي. په زيارت کې په عامو ورځو کې هم ډېره ګنه وي او له دې کبله په ۲۰۱۰ م کې دلته هغو خلکو له خوا يوه بمي چودنه وشوه چې زيارتونو ته تګ ناروا کار ګڼي.
سرچينې
۱. تذکره- د پښتنو اصل او د هغوي تاريخ، خان روشن خان- ۱۹۸۳ م چاپ- روشن خان اېجوکېشنل ټرسټ، کرجونا مارکيټ، پهول چوک کراچي. ۴۰۱ او ۴۰۲ مخونه.
۲. صوفيان، درويشان او غازيان- فقير محمد عباس قادريه يونيورسټي بک اېجنسي، پېښور ۱۹۷۷ م- د ۲۴ نه تر ۳۱ مخ.
د خپرېدو نېټه
۱۴ جولاي ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
da Mia Umer saib masher zoi Muhammadi sahibzada da pakhto shaa-ir wo aw da da pakhto kaatibaan ye saatali wo che da pakhto classical diwaanoona werta oliki…hagha da pakhto dair wrak deewaanoona saatali aw pe kaatibaano likali wo. da Muhammadi Sahibzada khpal deewaan wrak wo. ywa qalmi nuskha ye chaa angrez sara paida shwa che biaa daa deewaan Qalander muhmand terteeb krho aw Duran chaap krho. Da Muhammadi sahibzada yew bal kitaan “Almustaghaas“ hum likalay wo che qalmi nuskha ye pe Bannu k Tahir Kulachiwal sara wa che wrusto ye hamesh Khalil ta werkrha. hagha na bia Hanif Khalil chaap ta tayaar aw Pakhto Academy Quettay chaap krho. yew bal kitaab ye pe arbi k hum yaadaigee.
da Mia Umer saib da kasher zoi ubedullah (Miagul) da pakhto deewaan wrak wo. ywa qalmi nuskha ye zmaa yew malgaree sara rapaida shwa. ka sok ye chaap da paara pe qeemat akhli no khersawee ye…zmaa sara day arheeka oneesee.
da Mia Umer saib da yew pakhto kitaan qalmi nuskha zamaa malgaree sara shta.