ملېريا ليا (د ژړو اوبو تبه) يو له هغو څو ناروغيو څخه ده، کومې چې له زرګونو کالو څخه د انسان بدمرغه مل پاته سوې دي. هغه جراثيم چې د ملېريا لامل ګرزي په ميليونه کاله تاريخ لري.
ويل کېږي چې ساينس پوهانو يو وخت د يوې ونې نه کلکه سوې ژاوله (Amber) رابېله کړه، په کوم کې چې يو غوماسی ژوندی نښتی وو. کله چې دوئ دا غوماسی را ويوست او د هغه معاينه يې وکړه نو د هغه په معده کې د ملېريا جراثيم و موندل سو. د ونې دا ژاوله شاوخوا دېرش ميليونه کاله لرغونې وه.
ملېريا يو وژونکې ناروغي ده. د هند، چين او لرغوني روم په تاريخي کتابو کې د دې ناروغۍ د ورانيو خورا ډېره يادونه سوې ده. نيم تاريخپوهان دا دعوا کوي چې د لرغوني روم د زوال يو لامل د ملېريا ناروغي وه چې زرګونه انسانان يې ووژل. شاوخوا پنځه سوه کاله پخوا چې به کوم انسان د ملېريا په ناروغي اخته سو نوهغه به د خپل ژوند شپې او ورځې شمېرل پيل کړل.
انسان په لومړي ځل د ملېريا له درملو سره هغه وخت بلد سو کله چې د امريکا لويه وچه وموندل سوه. دا درمل چې د “کونېن” په نامه پېژندل کېږي د موندنې په اړه بېله بېلې قصې مشهورې دي. تر ټولو په زړه پورې قصه دا ده چې يووخت د امريکا يو ځايې کس د سرو هنديانو د قبېلې له دښمن څخه د ځان ژغورنې لپاره يو ځنګل ته و تېښتېدئ. هلته د ملېريا په ناروغي اخته سو. يو وخت دا رنځور کس ډېر زياته تږی سو او د ځنګل يو کړم (ډنډ)ته د خپلې تندې د ماتولو لپاره ولاړ. کله چې د اوبو لومړی غړپ وکړ نو دا اوبه ډېرې ترخې وې. دا چې دئ ډېر تږی وو او بله چاره يې نه درلوده نو يې په دې ترخو اوبو خپله تنده ماته کړه. له لږ وخت استراحته وروستو چې کله دا کس رابېداره سو نو ډېر زياته حيران سو چې ناروغي يې بلکل له مېنځه تللې وه.
له ډېره چورته وروستو دی دې اند ته ورسېد چې د ناروغۍ له مېنځه تللو لامل به هرومرو د ځنګله د هغه کړم هغه ترخې اوبه وي. دی چې کله هغه کړم ته بېرته ورغلی نو يې ولېد چې دا کړم له يو خاص ډول بوټي څخه ډک وو. له څکلو وروستو دی په دې پوه سو چې د اوبو د ترخوالي لامل هم دا بوټی دئ. له هغه ورځې بيا تر ننه دا بوټی د ملېريا په وړاندې تر ټولو اغېزمنه درمل دئ. دا بوټی په ساينس کې د “سينوکونا” په نامه يادېږي.
له کونېن سره د اروپا خلګ په لومړي ځل هغه وخت بلد سوه کله چې عيسايې مبلغان د امريکا نويو موندل سويو سيمو ته ولاړل. دې مبلغانو وليدل چې خلګو هلته د ملېريا د ناروغۍ ضد د يو ځانګړي بوټي پټوکي (
پوټکی) او ګلان کاروي. دوئ دا پټوکي او ګلان له ځان سره اروپا ته راوړل او هم دا ډول په ټوله نړۍ کې د ملېريا ناروغۍ له درملو سره بلده سوه.
د شا مامود ليکنه
د خپريدو نېټه
جولاي ۲۰۱۴ م۲۰