په پښتونخوا کې دوه تمبې د ۱۸۴۲ م راهيسې په قېد کې دي. هره يوه دروازه شل فټه لوړه ده او يو وخت د شبقدر کلا ته پرې خلک وردننه کيدل. په دواړو د ماتم تور رنګ شوی دی او په زنځيرونو تړلي دي.
د پېښور نه ۳۵ کلوميټر شمال لوېديځ کې د مومندو سيمه ده. د دې په شمال کې د سوات او په جنوب کې د کابل سيندونه بهېږي. په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې کله چې سيکانو د افغانانو نه د پښتونخوا مهم ځايونه ونيول نو د خپل پوځ د ساتلو لپاره د خاورو کلاګانې جوړې کړې. د سيند سره نږدې په يوې لوړې (ډېرۍ) د سيکانو وړوکې کلې هم اباد و چې د دوي هټۍ او کاروبار به پکې کيدو. هغه وخت دا د “سيکانو ډېرۍ” په نوم پېژندل کيده. په ۱۸۳۵ م کې په دې ډېرۍ د يوې نوي کلا بن سټ کېښودل شو چې رنجيت سنګ ورته پخپله راغلو.
د کلا نقشه يو کس “توتا رام” جوړه کړې وه او هم هغه د دې د جوړښت څارنه کوله. په دې وخت کې د هغه زوې وزيږېدو چې شنګر داس ونومول شو. په ۱۸۳۷ م کې کلا پورا جوړه شوه اود شنکر ګړ نوم يې ورله ورکړو. د کلا په منځ کې يوه لويه د څار مناره د دې ځانګړتيا وه.
خو هغه راهيسې دلته څو وارې د مومندو له خوا حملې وشوې خو سيکانو سخت مقاومت کوو. د ۱۸۴۰ م په ژمي کې چې د دې کلا د جوړيدو دوه کاله او د رنجيت سنګ د مړينې يو کال وتلي وو، مومندو يو لوې لښکر وکړو او د هرې خوا نه يې په شنکر ګړ بريد وکړو. د کلا مشر کوماندان د رنجيت سنګ زوې شېر سنګ و. کله چې مومند کلا ته وردننه شول نو سيکانو ته يې سخت مرګ ژوبله او مالي تاوان واړو.
د کلا د سقوط د پلټنو لپاره د رنجيت سنګ يو نامتو (فرانسوي نژاده ) جنرال ژان باپټسټ د پنجاب نه ورغلو او دوه ورځي يې په شنکر ګړ کې تيرې کړې. شېر سنګ د خپلې ماتې پړه د کلا په هغو دوو دروازو واچوله چې مومند ترې وردننه شوي وو. وينچورا د قاضي په حېث خپله فېصله واوروله، دا چې د شنکر ګړ کلا د دې دوو تمبو له کبله سقوط کړې و. دوي ته يې د خيانت په جرم د سلو کالو د بند سزا ورکړه او دا دواړه تمبې په څلورو لويو زنځيرونو د کلا مرکزي لوړې منارې سره وتړل شوې.
په ۱۸۴۹ م کې د شنکر ګړ کلا د انګرېزانو لاس ته ورغله او د سيکانو پوځ د دوي سره مله شو. خو هيچا هغه دوه تمبې د بند نه خوشې نکړې. کله چې انګرېزانو د سيمې د انتظام لپاره اوزګار شول نو دا سيمه يې په محلتونو ووېشله.
ځايي پښتنو د انګرېز نه غوښتنه وکړه چې د شنکر ګړ نوم دې اسلامي کړي. هغوي ورته وويل چې پخپله دې ځان له نوم غوره کړي. صلاح مصلحت پېل شو او اخر يو ملا وويل چې نن د قدر شپه ده نو راځۍ چې خپله سيمه شبقدر کړو.
خو مومندو اوس د انګرېزانو سره شخړې کولې او په ۱۸۹۷ م کې يو وارې بيا په شنکر ګړ حمله وشوه. دا ځلې نورو پښتنو هم د دوي سره لاسونه يو کړي وو خو څو کسان داسې هم وو چې د انګرېز سره مله وو. داسې کسانو د خپلو تربورانو او نورو کورونه انګرېز ته په نښه کړل چې ووسوځول شول. پښتانه مات شول او انګرېز د سزا لپاره په ټولو کورونو د اتو روپو جرمانه (جريمه) ولګوله. که چا د دې په ورکولو کې ځنډ کوو نو نوره سزا به يې ورکوله. دا جريمه به د ” تمبه غرب ” په نوم ياديده. او هغو خلکو ته چې انګرېزانو ته يې د پښتنو جنګيالو کورونه په نښه کړي وو، د خان بهادر خطاب ورکړې شو.
پکار وه چې په ۱۹۴۰ م کې د شبقدر کلا دوه تمبې ورخوشې شوې واې خو په هند کې د انګرېزانو پر ضد تحريک زور موندلې و او څو کاله وروستو دوي د وېش نه وروستو لاړل. د شبقدر کلا د نوي اسلامي ملک پاکستان برخه شوه او پکې د ملېشيا ډلګۍ مېشت شوې. د دوو تمبو د برخليک په اړه څوک نه دي خبر چې کله به خوشې کېږي؟
سرچينې
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نېټه
۲۳ جولايي ۲۰۱۴ م
صفيه حليم