مالگه

pinch of salt
يوې ميرمنې راته وويل چې دا کله حلوه يا شيربرنج کې هم يوه چونډۍ مالگه پکی ارو مرو غورځوي. راته يې وويل، ” دا د ثواب لپاره وي”
مالگه د دوو منرالونو، سوډيم او کلورايډ نه جوړ وي چې يو برابر مقدار کی وي. د دی يو کمال دا دی چې دا د توکو د چکه کيدو مخه نيسي او له دی کبله په تيارو خواړو کی يې زيات گډوي چې تر ډيره وخته تازه پاتې شي. کله کله په مالگه کی آيوډين هم ورگډ شي چې دا په غرنيو سيمو کی د خلکو د آيوډين کمې پورا کوي.
يو روغ انسان په ورځ کی شپږو گرامو مالگې ته اړتيا لري چې د چايو يوه قاشوغه تری ډکه شي. زمونږ د تناره د يوې ډوډۍ څلورمه برخه اعشاريه ۵ گرام مالگه لري. په گرمو ملکونو کی په اوړي کی ممکن زياته مالگه خوړل تاوان ونکړي ځکه په خولوکی مالگه له وجود نه وځي. خو زياته
مالگه خوړل په وجود کی د اوبو د ساتنې سوب گرځي. دا د وينې رگونه تنگوي او په نتيجه کی وينه زړه ته نه رسيږي. په طبي ژبه کی دی ته هايپر ټينشن واي. په مالگه کی سوډيم د فالج، د وينې لوړ فشار او د زړه د ناروغيو تر ټولو لوې عامل دی.
د مالگې نه ځان ساتل ګران کار نه دی. ما د مالگې بايکاټ د هغو شيانو نه پيل کړو چې پخپله مالگه لري، لکه پالک ، اگۍ او داسې نور. بيا مې غوښه بې مالگې پخه کړه او ورباندی مې د ليمواوبه وکاروو. په دالو او لوبيا کی مې سرکه ورگډه کړه. په دوو ورځو کی ورسره عادت شوم نود وريژو نه مې هم مالگه وشړله او ورپسې ورو ورو هر څه ” پيکه ” شول. خو زه په لومړي ځل د خواړو په اصل خوند پوهه شوم.
هغه خواړه چې تاسو د تازه توکو نه پخوئ، پکې مالګه د مالګې اندازه ستاسو په خپل لاس کی ده. خو نن زمانه کی د بازار ځيني تيارو توکو زمونږخواړو ته هم کډه کړی ده. په دی کې ” سټاک کيوب ” (چکه شوې ښوروا) ډيرې ميرمنې د وريژو د رنگ لپاره کاروي. که دا درسره وي نو لږ يې په ژبه خوند وگورئ. سوده مالگه وي. بل شې چې ماشومان يې ډيرخوري، هغه ” ټوماټو کيچپ ” ( د سرو باټينگړوشيره) ده چې ډېره مالگه لري.
په بازار کی تيار خواړه ارو مرو مالگه لري اواندازه يې چا ته نه وي څرگنده. که په داسی خواړو د توکو نومونه ليکلي وي، نو وې گورئ چې مالگه پکی څومره ده. کله کله شرکتونه د مالگې پر ځاې، ” سوډيم ” ليکي. که داسې وي نو دا مقدار د دوه اعشاريه پينځو سره ضرب کړئ. بيلگه يې داسی ده. که د بسکټو په ډبي د سوډيم شميره ۴ گرام ليکلې ده، نودابه ۱۰ گرام مالگه وي.
که تاسو د غنمو ډوډۍ پخپله په کور کی پخوئ نو ” په اوړو کی مالگه ” محاوره مه هيروئ. د دی مانا مالگه لږکارول دي. که روغني، کيک او کلچې پخوئ نو د ترکيب نه يې مالگه ليرې کړئ. دا خواږه شيان دي او مالگې ته اړتيا نه لري. د خواړو خوند په اوږه، ادرک ( زنجفيل ) دڼيه، مسالې لکه کورکمن، مرچ، زيره، سپيرکۍ، ملخوزو، او داسې نورو توکو زياتيږي، نه چې په مالگه.
وروستۍ خبره دا چې که په مالگې ريښتيا مئين يئ، نوپه دی د شيشې گيلاسونه او لوښي ډير ښه پاکيږي. ځکه خو شرکتونه د لوښو وينځلو په پوډر کی په لوی لاس مالگه گډوي.

لومړی د افغان طبي ټولنې په ويب پاڼې ۲۰۱۱ م کې خپور شوی.

د خپريدو نېټه
۲۶ جولاي ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *