اناهيتا څوک وه؟

Anahita statue
په اويستا کې د اناهيتا په اړه وايي ” د سرو زرو عبا يا چپنه يې په غاړه ده او په سر يې طلايي تاج دی چې اته مخه او په سوونو ستوري لري. دا په دېرشو پوټکو پټه ده چې لکه د سمور ځلېږي.”
په باختر کې د اناهيتا د مجسمې دا انځور خيالي نه و او د دی يو ثبوت د يوناني واکمن ” لومړي ديميټريوس” په سکه هم جوړ شوې دی.
اناهيتا د آريايي خلکو لپاره د اوبو اسطوره وه.
ښايي د اناهيتا په وياړ يو معبد د ايران د هخامنشي سلطنت نه وړاندې په باختر کې د سيند پر غاړه جوړه وه او لرغون پوهان په دې باور دي چې ايران د دې اسطورې نمانځنه وروستو پېل کړه.
هروډوتس د ۵ ق م پېړۍ په نيمايي کې د پارس په اړه ليکي چې دوي د مجسمو، قربان ګاه او د شبيه د جوړولو دود نه لري او څوک چې دا کار کوي هغوي کم عقل ګڼي. هېروډوتس وايي زما په نظر دوي خداې د انسان په شکل جوړولو باور نه لري، لکه چې يونانيان يې لري. د مسيح له زيږېدو درې سوه کاله پخوا د بابل تاريخ ليکونکې “بېروسسس” وايي چې د پارس خلکو د دوېم اردشېر( ۴۲۴ ق م) تر واک مجسمې نه جوړولې.
د اناهيتا منونکي په بابل کې هم وو او د يونان د اېفرو ډايتي اسطورې په توګه يې مجسمې جوړيدې چې اېفرو ډايتي انايتيس نومېږي. اناهيتا د ” نانيا” او ” انيا” په نومونو يادېده. خلکو به ورته ” اناېتيس” هم وئيل. په اويستايي صحيفو کې دا په ” اردويسورا اناهيتا ” يادېږي. “اردويسورا” د آمو د اوبو او اناهيتا يې د هغه اوبو موکل ( د چا وکالت چې کېږي) نومونه و.
د وخت په تيرېدو “اردويسورا” تورې له خلکو هېر شو او يواځې د اناهيتا نوم پاتې شو چې د آمو سيند لپاره به يې کاروو.
په باختر کې د اناهيتا په وياړ يو شاندار معبد جوړو چې ذکر يې د زردشت په مناجاتو کې هم ووشو.
دې معبد ته خلکو سره زر او نور قيمتي توکي د نذر په توگه ورته راوړل. وروستو دا يوناني سېليوکس او د پارتي ( پهلوي) له خوا لوټ شول.
په اويستا کې اناهيتا د څاروو د زياتولو او د ناروغۍ نه شفا ورکوونکې او د علم سرچينه ګڼلې شي. په ” آبان يشت” نومې مناجاتو کې اناهيتا د څلورو اسونو په يوې ګاډۍ کې ناسته ده چې دا اسونه، باد، باران، وريځې او واورې دي”
داسې ښکاري چې د پارس واکمنو د خپلو برياو او د نذر لپاره اناهيتا نمانځله. د دې مجسمې د ټولو لويو ښارونو لکه بابل، سوسا، ايکبتانه، تخت جمشېد، دمشق او سردا په عبادت ځايونو کې پراته وو.
په پارس او باختر د اسکندر مقدوني د حملې نه وروستو يوناني کلچر او ژبې پکې وده وکړه. د خپلو اسطورو مجسمې جوړول د دوي د عقيدې يوه برخه وه نو اناهيتا په نورو نومونو ياده شوه. په پارس کې دا “اناهيد” او ورپسې “ناهيد” شوه.
ځينې اروپاې ليکونکي اناهيتا د ” وينس” سره پرتله کوي. يو بل نوم چې د دې اسطورې لپاره کاريدو هغه د بابل ” مايليتا” او اليتا” وو. د هندوانو په اند اناهيتا د ” شکتي” اسطوره وه. دوي د شکتي پوجا په نوم يو ځانگړې عبادت لرلو. د دوي په عقيدې کې د سيند اسطوره سرسوتي يوه ښځه ده چې د علم ورکوونکي په توګه منل کېږي. څرګنده نه ده چې دوي څه وخت اناهيتا ته د سرسوتي نوم ورکړو. د ايران په مجسمو کې اناهيتا د زمرو سره هم ښودل کېږي چې د هند نامتو اسطورې ” درګا” شباهت لري. ښايي لرغوني انسان د يو بل د عقيدو نه دېر الهام اخيستې وي. د اناهيتا نمانځنې اوس يواځې په ارمينستان کې د زردشتي دين د منونکو له خوا کېږي.
د بلخ په ولسوالۍ کې فرانسوي لرغون پوهانو په ۲۰۰۵ م کې د اناهيتا عبادت ځاې په رابرسېره کولو لاس پورې کړې و خو تر اوسه د دې پايلې نه دي معلومې.

سرچينې

۱. افغانستان د تاريخ په رڼا کې- احمد علي کهزاد- ژباړن اورنګزېب ارشاد. دانش خپرندويه ټولنه، مارچ ۲۰۰۱ م ( کب ۱۳۷۹)۲۲۶ او ۲۲۷ مخونه
۲. د زردشتي عقيدې له ويبپاڼو.

د خپريدو نېټه
۲ اګست ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. I get a lot of information form this story.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *