زه پلار په بايسکل هلته بوتلم او د لرګي په يوه لويه دروازه دننه ولاړم. جينکو هر رنگ جامې اغوستې ځکه په هغو ورځو کې د ” يونيفارم” بنديز نه و.
د دروازې نه اخوا هغه ناليدلې نړۍ وه خو د ويرې پر ځاې مې د تجسس احساس کوو. پوهه نشوم چې څه وختې د جينکو په ډلې کې يوې کوټې ته ولاړم. پر زمکه نسواري درۍ غوړيدلې وه چې په قطار کې ورباندې کېناستو.
يوه لوړه دنگه او غټه ښځه راغله چې په لاس کې يې لوې غټ کتاب او قلم نيولې و. ما نه يې د نوم پوښتنه وکړه او په کتاب کې يې وليکل.
هغه ” سوسن” نوميده او دوه درې کاله زمونږ استاده وه. په سکول کې زياتې استادانې يا د پنجاب او يا د پېښور وې. ټولو راسره په ښاري ژبې خبرې کولې او کله کله د پوهولو لپاره به يې ځينو جينکو سره پښتو هم وئيله. خو پښتنې جينکۍ او استادانې هلته کمې وې. د سوسن نه علاوه نورې استادانې هم وې چې ” سلومي، شفقت، فرخ او داسې نومونه يې لرل. د هرې استادې د نوم سره به مو د ” اپه جي” لقب کاروو. مشره استاده ” اپاجان” بلل کيده. هغه لوړه او سره سپينه ښځه وه چې د سهار د دعا نه څو شيبې وړاندې به راتله. مونږ د خپلو استادانو نه سخت ويرېدو او ليدل مو چې هغوي به د ” اپا جان ” مخې ته ډېرې نرمې وې. نو ټول ماشومان به د ” اپا جان” نه سخت په وېره وو.
په سکول کې ډېرې اماګانې (خاله) د پاخه عمر يا سپين سرې، نالوستې ښځې وې. سهار وختي به دوي ماشومانو پسې ورتلې، په کوڅه کې به يې په چغه د ماشوم نوم واخيستو چې له کوره راووځي. زمونږ د اما نوم ” صاحبو” و چې مونږ به ” اما سېبو” بلله. هغې به په ټوله لاره راسره ټوکې ټکالې او خبرې کولې. ما به په ښوونځي کې څه زده کړي وي يا نا…، خو د اما سېبو خبرې مې اوس هم په زړه دي.
يو څلور گوټيزه لوې رومال کې به ” سلېټ” ( د تورې تيږې وړه ټوټه چې د لرگي فرېم کې به بند و) د الفبا قاعده، د لرگي قلم، د سيايي (رنگ) مشواڼۍ او ورسره ” سلېټي” يوه ټوټه وه چې په سلېټ به مو ليکل. دا مو بسته او د بستې لاندې به د لرگي تختۍ ايښې وه چې يوې خوا ته الفبا او بلې خوا ته مو شمېرې ليکلې. دا بسته به چا په ترخ کې وهلې وه، چا به په دواړو لاسونو مخامخ سينې پورې کلکه نيولې وه. چا به په سر هم وړله خو ما به تختۍ په يو لاس کې او بسته په بل کې نيوله.
ځينو خاله گانو د لويو جينکو بستې وړلې چې کتابونه به پکې ډېر وو. زه چې دوېم ته شوم نو د حساب، دينيات او د اردو په کتابونو بسته مې درنه شوه خو خاله صاحبو ما نه چرې هم بسته نه وه اخيستې. ما ته دا نا انصافي ښکاريده او نه پوهيدم چې هغې ولې داسې کول.
ډېر وروستو يوې جينۍ راته ووئيل چې خاله گانې يواځې د هغو جينکو بستې وړي چې ” مالدارې” وي. په کلاس کې لويو جينکو به دا خبرې کولې چې د فلانۍ جينۍ مور اما سېبو ته پېسې ورکوي.
په نورو خاله گانو کې ” اما پيره، اما شادو او اما بلقيس وې. اما پيره د اپه جان خدمت کوو او سهار چې هغه به د لوې دروازې نه رادننه شوه نو په منډه به يې ترې لاس کې نيولې ټوکرۍ واخيسته. په بل لاس به يې ژر ترينه توره بورقه ونيوله چې اپه جان به په تگ تگ کې د ځان نه ليرې کوله. اپه جان به هر وختې په قهر او هر وختې په منډه وه. هغه مې چيرې هم په خندا نه وه ليدلې او د سهار د دعا نه وروستو به په په ټولو کلاسونو گرځيده.
د سهار “دعا” زمونږ د سبق پېل و او ټولې جينکۍ به د خپل خپل کلاس د جينکو سره په قطار کې ودريدې. تر څو چې استادانې نه وې راغلې، مونږ به يو بل ته ټېله ورکوله چې څوک به د چا سره ودرېږي. زياتو جينکو غوښتل چې د قطار په منځ کې ودرېږي. د دې هم يو سبب و. په سر کې به زيات وخت لايقې او تميز داره جينکۍ ولاړې وې. د قطار په اخر کې به نالايقې او وران کارې يا شېطانې جينکۍ ودريدې. د زياتو استادانو پام به هم هلته و چې دوي ورانې ونکړي. په منځ کې د ودريدونکو شمېره زياته وه او زه به هم هلته ودريدم. خو يو وخت به مې پام شو چې هغه څوک چې ناوخته به راغلې وې، د قطار په اخره کې د ودريدو پر ځاې په منځ کې ځان ځاې کړو او منځ والا به شا ته يا مخکې ورټېله شوې. يو بل سبب هم و او هغه دا چې د دعا نه وروستو مونږ ته به يې د تاويدو امر وکړو او د شا جينکۍ به په سر کې شوې چې خپلې کوټې ته به ژر رسيدلې.
هغه وخت چې زه په ” خاص يا ادنا” کې وم چې دا د لومړۍ صنف نه وړاندې د څو مياشتو سبق و. په دې کې هغه ماشومان چې الفبا او شميرې به يې ژر زده کړې نو په هم هغه کال به يې په لومړي صنف کې ورگډ کړل. کومو ماشومانو چې په “خاص” کې پورا کال تيروو هغه به نالايق گڼل کيده.
د سهار په دعا کې د هر يو کلاس نه يوه يوه جينۍ چې ټولې به پينځه يا شپږ وې، زمونږ مخې ته ودريدې. استادانو ته به يې شا وه او يوه ترانه به يې راباندې وئيله. دا به زيات وخت د علامه اقبال ( لاهوري) يو نظم و چې لومړۍ مصرعه يې داسې وه، ” لب په آتي هې دعا بن کې تمنا مېري” هيڅوک د اردو ژبې ويونکي نه وو او مونږ به داسې وئيل، ” لپې آتي هې دوا بنکې تمانا مېري” اوس هم د پاکستان په سکولونو کې دا دعا وايي خو هيچا ته يې مانا نه وي معلوم.
زما نه مشران ورور او خور مې په هغه ښوونځي کې څو کاله سبق ووئيلو چې جينکۍ به د هلکانو سره يو ځاې کېناستې. د دې سبب د ښوونځو کمې و. وروستو د هغې کوڅې نه د هلکانو ښوونځې بند شو او دا يې د پېښور نامتو حکومتي ښوونځو ” اول، دوېم او درېم نمبر” ته بوتلل. دا سکولونه اوس هم شته.
د پېښور د ټولو لويو( هاي) سکولونو شنه باغونه او د لوبو ميدانونه لرل. زمونږ سکول پرايمري( ابتداي) ياني څلورم صنف پورې و. د ښوونځي سرکاري نوم “ګورمنټ پرايمري سکول جوګيواړه” و. دا يوه لرغونې بودايي يا هندي عبادت ځاې و چې په دوو برخو يې وېشلې و. ټوله وداني درې پوړيزه وه او په څلورم پوړ کې ټټۍ جوړې وې. د ښوونځي برخې انګڼ لوې ميدان لرلو او پکې د پيپل ونې وې. هغه وخت مونږ نه پوهيدو خو ښاي يو وخت دا بيديا وه او بودايي سادوان او جوګيان به پکې په عبادت ناست وو. هغه لوه کوټه چې د ادنا ماشومان پکې کيناستل، د لرګي چت يې لرلو او دېوالونه يې کچه و.
د سکول بله برخه زياته ښکلې وه او هلته د ځوانو جينکو “سلاي سنټر” ( د لاسي کارونود زدکړې مرکز) و. د دې برخې لويه لرګينه دروازه د کوڅې بلې خوا ته وه. د دواړو برخو په منځ کې يوه ګېلري وه چې په ژمي کې به استادانې ورباندې ناستې وې.
د سلاي سنټر لوې تالار( هال) په ښکليو کاشي خښتو پوښلې و او ډېرې ستنې يې لرلې. مونږ به هلته پټ پټوڼې کولې. د دې په چت ښکلې نقاشي شوې وه او د برسندې د ګل پانه هر ځاې ښکاريده. د دې د پوڼيونه به تر ټولو لوړ چت ته لاړو چې چاپېره ترې د کېناستو ګېلرۍ جوړې وې.
کله کله به سلاي سنټر تش شو او مونږ ته به د ګېلري نه وراخوا د تلو اجازه نه وه. لويو جينکو نه به مو اوريدل چې هندوان هلته د عبادت لپاره راغلي دي. زمړنږ سره دوه هندوانې جينکۍ هم وې چې د رام ليلا کيسه به
يې کوله.
ما دلته اته کاله سبق وويلو ځکه د وخت په تيرېدو د جينکو شمېره پکې زياتيده او يو کال دوي د ادنا هغه زړه کوټه ورانه کړه او په دوو پوړونو يې شپږ نوې کوټې جوړې کړې.
شا و خوا پنځوس کاله وروستو زه يو وار بيا د خپل ښوونځي ليدو ته ورغلم. خو ماځيګر کې د دې يوه دروازه تړلې وه او زه د خپلې ملګرې سره د سلاي سنټر له لوې لرګينې دروازې وردننه شوم. په لوې انګڼ کې د پيپل يوه زړه ونه اوس هم ولاړه وه. يوه خاله ناسته وه او راته يې ووئيل چې سيکان او هندوان ورته اوس هم د عبادت لپاره راځي. تالار بند وخو ما په تصور کې دننه ليدې شول چې د کومو ستنو شا ته به پټيدم. د برسنډې د ګل پاڼې اوس هم د بره دېوال نه راوتلې ښکاريدل. څو شيبې مې هلته تيرې کړې، عکسونه مې واخيستل او بېرته راغلم.
اپرېل ۲۰۱۳ م
د خپرېدو نېټه
۸ اګست ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
ډیره د خونده ډکه موضوع