د نړۍ د سيکانو لپاره حسن ابدال يو سپېڅلې ښار دی او هر کال د بېساکي (اپرېل مياشت) کې د زرګونو په شمېر هلته د “پنجه صاحب ” زيارت له ورځي.
د راولپنډۍ نه ۴۰ کلوميټر شمال لوېديځ کې حسن ابدال د اټک ضلع يو وړوکې ښار دی چې ۵۰ زرو شا و خوا خلک پکې مېشت دي.
د ځاي خلکو کيسه ده چې حسن نومې يو ګوجر نه ابدال نومې دروېش يوه ورځ پۍ (شيدې) وغوښتې. هغه ورته وويل چې مېښې مې وچې دي. ابدال په يوې مېښې لاس کيښودو او ګوجر ته يې وويل چې اوس يې ولوېشه. ګوجرد ميښې نه پۍ ولوېشل او دروېش ته يې ورکړل. دروېش ورته د مننې په توګه نږدې له دووغرونونه د اوبو چينې راوويستلې.
خو په تاريخ کې حسن ابدال د يو کس نوم و چې د څوارلسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې ژوندی و او د ده په نوم اوسنی ښار اباد شو. دی د سبزوار له سېدانو د ټبر نه و او ښايي چې په کچه ځوانۍ کې د حجاز اوشام مقدسو زيارتونو ته ورغلو. حسن د محمد بهاو الدين نقشبندي( ۱۳۱۸ م نه تر ۱۳۸۹ م ) په وخت کې ژوندې و او پخپله هم د نقشبندي طريقې صوفي و.
ابدال په تصوف کې تر ټولو لوړمقام وي او د حسن ابدال په مريدانو کې د ګود تېمور زوې شاهرخ مرزا ( ۱۳۷۷ م نه ۱۴۴۷ م ) هم شامل و.
دا څرګنده نه ده چې دی څه وخت د اباسين نه وراخوا په دې شاړو غرونو کې مېشت شو. يوه سرچينه وايي چې دی د هند په سفر کې د باچا سره مله و. کله چې دوي له هنده هرات ته ستنيدل نو حسن ابدال د کندهار په لنګر نومې ځاې کې واړول. مريدانو ته يې وويل چې” له دې ځايه د مينې بوي راځي” بيا تر مرګه هلته اوسيدو او پر يوې غوندۍ خښ شو چې اوس د بابا ولي زيارت دی. د ده استانې ته نږدې د عبادت او مراقبت لپاره د ناتراشلو ډبرو يوه مخروطي ګنبده جوړه ده.
په حسن ابدال کې هم د غره د پاسه د مراقبې يوه خونه شته چې باور کېږي بابا ولي کندهاري به پکې مراقبه کوله. د دې غرد دوو غاړو نه کچه لارې ورغلي دي او خلک ورته په پښو ورخېژي.
اخوا په سيکانو کې د حسن ابدال په اړه څو کيسې مشهورې دي چې يوه يې داسې ده.
د سيکانو د اوسني زيارت نه ۷۰۰ ميټر بره غر کې بابا ولي کندهاري د پاکو او يخو اوبو د يوې چينې سره جوخت خپل استوګنځاې جوړکړو. له دې غرهغه چينه بيا ښکته بهېده چې خلکو به ترې د څښلو اوبه وړلې. بابا ولي به په غونډۍ خلکو ته د اسلام تبليغ کوو او د وخت په تيرېدو د هغه مرېدان زيات شول. په دې وخت کې ګورو نانک هم هلته ورسيدو او ډېر خلک په هغه راټول شول.
د بابا ولي دا خبره خوښه نشوه او د چينې اوبه يې د بره نه ښکته بهيدو ته نه راپريښودې. د کلي خلک ډېر وارخطا بره غر ته ولاړل او زارۍ يې وکړې چې د چينې اوبه دې ورته ورخوشې کړي. با با ولي ورته په قهر ووئيل چې ورشۍ د خپل نوي پير نه اوبه وغواړئ. يو باور دا دی چې حسن ابدال د غر نه يوه لويه تيږه پرې ورخوشې کړه.
ګورو نانک په يوې تيږې لاس کيښودو نو هلته نه اوبه راووتلې. دا هغه دوېمه چينه ده چې سيکان يې لمانځي او په تيږې د لاس نښې ته “پنجه صاحب” وايي.
خو تاريخي حقيقت دا دې چې ګورو نانک د ۱۵۲۱ م په اوړي کې حسن ابدال کې ايسار شوې و. هغه وخت د بابا ولي له مړينې هم لږ تر لږه ۵۰ کاله تېر شوي و چې په هند کې واک د لوديانو او په کابل کې بابر په لاس کې و.
حسن ابدال د خپلو چينو د خوږو اوبو له کبله پخوا هم شهرت لرلو او ډېر نور دروېشان هم ورته تلل. مغل جهانګير باچا ۱۰۱۵ هجري کابل ته په لار د محرم په ۱۲ نېټه دلته ايسار شو او پخپلو يادښتونو کې ليکي چې ” ما د دې ځاې خلکو نه د بابا حسن ابدال په اړه معلومات وغوښتل خو هيچا راته سم حواب رانکړو. حضرت خواجه خواجګان سيد شمس الدين محمد خان چې ډېره موده زما د پلار وزير پاتې شوې و، دلته يو دالان او حوض جوړ کړي دي چې د دې اوبه باغونه او پټي خړوبوي. د دالان په څنډو يوه ګومبده ده چې حکيم ابو الفتح او د هغه ورور حکيم همام چې زما د پلار خاص ملګرې و، د دوي د امر سره سم خښ دي.”
په حسن ابدال کې د غر د پاسه بابا ولي کندهاري استانه اوس هم شته او خلک د خلو مرادونو لپاره ورته په پښو ورځي. خو د د ه مقبره په کندهار کې د يوې غونډۍ د پاسه جوړه ده.
سرچينې
۱. تزک جهانګيري- اردو ژباړه، مولوي احمد علي صاحب رامپوري، نظر ثاني جميل الدين احمد. سنګ ميل خپرونې، لاهور۲۰۰۴ م. ۹۳ مخ.
۲. د کندهار مشاهير. صوفيان، عارفان، مزارات. محمد ولي ځلمی. علامه رشد خبرندويه ټولنه، کندهار- ۱۳۸۷ ش- ۲۰۰۹ م- ۱۳۲ او ۱۳۳ مخونه.
۳. دکندهار ياداښتونه، لومړی او دوهم ټوک. علامه اکاډيمېسن پوهاند عبد الشکور رشاد- ترتيب او سمون محمد معصوم هوتک. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني. ۱۳۸۶ ل ( ۲۰۰۷ ع) ۱۳۹ او ۱۴۰ مخونه.
د خپريدو نېټه
۱۷ اګست ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
ګورو نانک جې د سیکانو د لسو ګورونو څخه یو ګورو وو خو زه نه پوهېږم جې ایا دی مسلمان درویش وو او که یو جادوګر ځکه چې د ده دغه د لاس نښه په تیږه باندې او هم نورې دغه شان کارونه جې د په خپل ژوند کې کړی دی او په خاصه توګه د ده سافرونه چې تقریبا د سیمې ټولې خواوې یی ګاز کړی دی… مننه د نورو معلوماتو په تمه مو یم ح
د لاس د نښو په اړه معلومات په دې پاڼه شته چې خپړه نومېږي
Assalam. mata da baba wali qandahri shajara pakar da. ka taso bke rahnumai kwale she dera manana ba wi…
نورو لوستونکو ته به خواست وکړو که چا سره د بابا ولي شجره وي-
مونږ معئرت غواړو چې داسې شجره نه لرو