د پنجاب او د پښتونخوا تر منځ اباسين يو طبعي سرحد او د لرغونو وختونو راهيسې خلک د هنډ نه پورې راپورې غاړو ته ورتلل.
د پېښور نه ۸۰ کلوميټر جنوب لوېديځ کې د سيند لمنه راټوله شي او په ژمي کې پکې اوبه کمې وي. مغل باچا اکبر د پښتنو د څار لپاره د هنډ نه شپږ کلوميټر ښکته د سيند پر ګس لاس د يو کلا جوړولو امر وکړو چې اوس ورته د اټک کلا وايي.
په دوديزه توګه د لښکر د وړلو لپاره به په اباسين د کشتيو پل جوړ شو چې د اسکندر مقدوني پوځ هم په دې توګه د سيند نه پورې وتلې و. په ۱۸۴۲ م کې د لومړي افغان جنګ نه وروستو د هند انګرېز حکومت د پښتونخوا د کنټرول لپاره هلته د پوځ د ساتلو فېصله وکړه. په ډېلي کې د مغلو حکومت د ړنګيدو نه وروستو د زمکو د کچ او د سيندونو د سروې کارونه هم ګړندي شول.
د پنجاب په دې وروستي بريد د سيند پر غاړه يوه چاوڼۍ چې يو وړوکي ښاريه شوه، د هغه وخت د انګرېز پوځ مشري د کولن کيمبل په نوم “کيمبلپور “نوميده. تر هغې به دې پوځ هم په ژمي کې د کشتيو پل او په اوړي کې چې اوبه به زياتې وې، د جالې (فېري) نه کار اخيستو.
په ۱۸۵۳ م کې کرنل کروميلين د ځنګيدونکي ( سسپېنشن) پله لپاره دوه ډوله ډيزاين وړاندې کړل. خو دواړه رد شول ځکه تر هغې د اورګاډي ټيکنالوجي هند ته راوړل شوې وه.
د حکومت په وړاندې درې لارې وې، يوه د کشتيو پل، بله د سيند د پاسه د اوسپنې پل او درېمه د اوبو لاندې يو ټونل (سرنګ) کيندل وو. د پلونو جوړولو په ځاې د سيند د لاندې د يو ټونل لپاره لس زره روپۍ وومنل شوې او په ۱۸۶۰ م د مارچ په ۱۲ نېټه ورباندې کار پېل شو. کوم ځاې چې د سيند پلن والې ۴۵ ميټر و، هغه د اته ميټر پلن او۷ ميټر لوړ ټونل کيندلو لپاره غوره کړې شو. د دې د خښتو چت او دېوال دوو ميټرو نه غټ و. د سيند په ژورو اوبو کې ۸۲ فټ ښکته زمکه د سړک لپاره وکيندل شوه. په دې توګه بره سړک نه ښکته دې ټونل ته ۶۰ ميټر ښکته کوزيدل د ريل ګاډي لپاره ژور و خو د عادي ټرېفک لپاره ستونزه نه وه.
د جون په مياشت کې کيندل شوې ټونل کې اوبه راوڅيڅېدې او د څو مياشتو لپاره کار بند شو. حکومت نورې روپۍ ورکړې خو هغه درنه مشينري چې دوي غوښتې وه په وخت ورته و نه رسيده . د بل کال په اوړي کې د يو مشين د ماتيدو له کبله د ۱۸۶۱ م مې نه تر نومبرپورې کار بيا وځنډيدو. تر هغې په دې ټونل شا و خوا ۶۰ زره روپۍ لګول شوې وې.
حکومتي انجينيرانو د ټونل معاينه وکړه چې د يوې او بلې غاړې نه کيندل شوې و او د سيند به منځ کې ورته ۹۰ ميټر فاصله پاتې وه. د بريطانيې د ۱۸۸۳ م ليکنې ښايي چې دا ټونل په ۱۸۶۲ م کې د انجينيرانو د ۳۲ ډلې له خوا تکميل شو. خو په ټونل کې دومره ډېرې اوبه څڅيدې چې د هغې پاکول ګران و نو ځکه د دې د بندولو فېصله وشوه.
په راتلونکو ۲۰ کالو کې بريطانويان هم هغسې کله د کشتيو په پله او کله په جاله کې خپل اکمالات او پوځ بلې خوا ته وړل. د دوېم افغان جنګ پر وخت دوي د سيند د پاسه د پل د جوړولو پلان وومنلو او د ټونل خبره د تل لپاره له خلکو هېره شوه.
د بېلا بېلو ويبپاڼو نه
د خپريدو نېټه
۳۱ اګست ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
يو څه نوی مطلب وو زومه له لپاره خوښ مو شو … اباد اوسئ