په ژورناليزم کې يو متل دی چې، ” يو ښه عکس د زرو الفاظو نه زيات اغيزمن وي.” په يوې ويبپاڼې کې مې يو عکس وليدو چې هم دغه متل يې راته ريښتيا کړو.
نهو کسانو د يو وړوکي کېک پرېکولو لپاره لاسونه غځولي دي. د څو کسانو په لاسونو کې چړې دي او نورو پکې هسې لاس وړاندې کړې دی. يو کس د نورو په اوږه داسې را دانگي لکه په مهاجر کيمپونو کې خلک د دوډۍ لپاره د يو بل نه مخکې کېږي.
د پښتو ژبې د نامتو شاعر غني خان د سلمي کاليزې په وياړ د دې
کېک پرېکوونکي ښايي ټول پښتانه وو او ټول د څلوېښتو کالو د عمر نه زيات وو. دوي به پخپل ژوند کې ډېر کېکونه خوړلي وي او ډيرې نورې کاليزې به يې هم نمانځلي وي.
دوي په دې پوهيدل چې د کاليزې په موقع کېک پريکول يو دود دی، که څه هم دا د پښتنو دود نه دی. بيا هم د هغې دود سره سم خپل شاعر ته يې يوه ډالۍ وړاندې کړه او کيک يې ورته جوړ کړو. کور ودان چې دومره زحمت يې ويستلې و. خو پوښتنه دا ده چې هغه کيک خو يو کس هم پرېکولې شو نو ولې نهه کسان پرې راټول وو؟
ځان ته مې قناعت ورکړو چې دا به د عکس لپاره و. ممکن هغه مجلس دې ټولو خلکو په گډه جوړه کړې وي او غوښتل يې چې د ټولو عکس پکې راشي. خو دوي دا هم کولې شوې چې دا کيک يې د يو داسې ماشوم په لاس پريکړې واې چې پخپله شاعر و. ممکن يو سپين ږيري ته يې موقع ورکړې وې او دا هم ممکن وې چې د کيک د پرېکولو نه وروستو يو گډ عکس به يې اخيستې وې.
د يو عکس ژوند څومره وي؟ هغه عکس که په ورځپاڼې کې خپور شو نو په بله ورځ به په هغې کې کباب تاوېږي. ممکن د ورځپاڼې يوه کاپي هغه څوک ووساتي چې خپل عکس يې پکې ليدلې وي. په ويبپاڼه کې ممکن دا عکس څو ورځې يا څو اوونۍ پاتې وي او بيا يو ارشيف ته ورولوېږي.
خو تر ټولو زيات مې سوچ په دې کوو چې په دې عکس کې د غني خان د پښتون يو صفت هم نه په سترگو کېږي؟ د نمانخنو ټول زور په يو کيک کې و.
د خپريدو نېټه
۳ ستمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم