عثماني سلطنت – خلافت

Usmani empire
د صليبي جنګونو لړۍ شا و خوا درې سوه کاله غځيدلې ده. په ديارلسمې ميلادي پېړۍ کې د مرو(ترکمنستان) نه د “اوغوذ” قام ۴۰۰ سپاره جنګيالي د خپل مشر”ارتغرل” سره په دې جنګ کې ګډون لپاره اناطوليه ته ورغلل چې هغه وخت د ترک سني مسلمان سلجوق سلطنت يوه شاهي صوبه وه.
د سلجوق سلطنت د ړنګېدو سره اناطوليا په وړو برخو وويشل شوه چې د غازيانو امارت به يې ورته ويل. په دې کې يو امارت د ارتغرل زوی عثمان بې ( ۱۲۵۸- ۱۳۲۶م) لاس ته ورغلو. په ۱۲۹۹ م کې عثمان بې په اناطوليا کې د سلجوقيانو نه خپلواکي اعلانه او د عثماني باچاهۍ بنسټ يې کېښودو.
د عثمان نه وروستو د ده زامنو د ختيځ مدیترانې او بلقان ترمنځ خاوره ونيوله. په ۱۳۸۷ م کې د مقدونيې (يونان) سولانيکه تاريخي ښاراو دوه کاله وروستو د سربانو نه کوسوو نيول د دوی لوی بری و.
په ۱۳۹۶ م کې د ترکانو له خوا د نيکرو پوليس ( لویديځ يونان) جنګ په اروپا کې وروستی صليبي جنګ ګڼل کېږي. هغه وخت د بازنطيني مسيحيانو لوی مرکز قسطنطنيه د اسلامي جهاد يو مهم هدف و. د دې ښار چاپېره ټولې سيمې دوی نيولې وې خو هماغه وخت امير تيمور (ګوډ) د ختيځ نه په اناطوليه حمله وکړه او د جنګ مخه بدله شوه. په ۱۴۰۲ م کې د انقره په جنګ کې تيمور عثماني پوځ مات کړو او سلطان بايزيد يې بندي ځان سره يوړو.
بايزيد يو تکړه جنرال و او د هغه په وخت کې عثماني پوځ ترتيب او منظم کړی شو چې بحري ځواک يې هم لرلو. د ده د مړېنې نه وروستو تر لسو کالو زامنو يې د پلار په ميراث جنګونه کول چې اخر محمد برلاسی شو او عثماني واک بېرته ټينګ شو. ځينې تاريخ ليکوونکي وايي چې که ګوډ تيمور په اناطوليا حمله نه وای کړې نو ممکن اوس ټول يورپ د مسلمانانو په لاس کې وای.
هغه وخت د بلقان ځينې سيمې د ترکانو له لاسه ووتلې خو وروستو دویم سلطان مراد ( ۱۴۳۰ – ۱۴۵۰ م) بېرته ونيولې. سلطان مراد د هنګري، پولېنډ او د رومانيا ګډو پوځونو ته دوه وارې په جنګ کې ماتې ورکړه. د ده زوی محمد(دویم) پوځ بيا سره ترتيب کړو او په ۱۴۵۳ م کې يې قسطنطنيه محاصره کړه. د هغه ځای کليسا د وينس د واکمنۍ نه دومره په تنګ و چې د عثماني واک لاندې اوسېدل يې غوره وګڼل. ښار يې په دې شرط ورته تسليم کړوچې دوی به د عثماني واک تر لاس لاندې په امان وي. په مصر کې د فاطمي واک هم ختم شو او سلطان محمد فاتح د مسلمانانو خليفه هم شو. هم هغه وخت راهيسې عثماني سلطنت او خلافت د دې رسمي نوم شو.
د ۱۵ او ۱۶ ميلادي پېړۍ د دې سلطنت د پراختيا دوره وه چې په ۱۵۳۵ م کې د پارس نه بغداد او د موصل بندري ښار د نيولو سره د خليج پارس کنټرول هم واخيستو. د ا وچې او د سمندر ټولې مهمې لارې د دوی په لاس کې وې او د ختيځ مهم ساحلونو کې د دې بحري ځواک کشت کوو.
په ۱۵۲۶ م کې د هنګري د نيولو نه وروستوعتماني پوځونو د اتريش ( استريا) تاريخي ښار ويانا محاصره کړه خو د ښار په نیولو کې پاتې راغلل.
د اروپا زيات ملکونه لکه ایتالیا، جرمني، سويټزرلېنډ د هابس برګ شاهي ټبر په لاس کې وو چې د فرانسې حريفان وو. د دوی په مخالفت کې فرانسې د ترکانو سره ملګرتيا وکړه او په ۱۵۴۳ م کې د دوی ګډو بحري ځواکونو د يو ترک ” باربروسه خيرالدين باشا” او ترګت رئيس په مشرۍ څو جزيرې ونيولې نو هابس برګ باچا فرډينانډ په هنګري د ترکانو واک ته غاړه کېښوده.
په ۱۵۵۹ م کې د پرتګال سره د جنګ نه وروستو سوماليه رالاندې کړه او د ترکانو سلطنت تر افريقې وغځېدو. د سلطان سلېمان (عاليشان) په وخت په دريو لویو وچو – بر اعظمونو- کې د عثماني سلطنت د وګړو شمېره ۱۵ ميليونو ته ورسېده.
د اوولسمې ميلادي پېړۍ په پېل کې د دې ۳۲ صوبې او بې شميره باجګزار رياستونه وو. د دې سلطنت پلازمينه قسطنطنيه ( استنبول) او د مدیترانې چاپېره ټوله خاوره د دوی په لاس کې وه. عثماني سلطنت د لویديځ او د ختيځ تر منځ شاو خوا شپږ سوه کاله پاتې و. د دوی پوځي او سياسي ځواک د روم سره پرتله کېده.
د مسيحي نړۍ ځينو ملکونو د عثماني دولت پر ضد بلاک جوړ کړو او کله چې په ۱۵۶۵ م کې ترک بېړيود مالټا جزيره محاصره کړه نو دوی سخت مقاومت وکړو. په دې جنګ کې د ترکانو هغه بحري عسکر ووژل شول چې د پخوانيو جنګونو تجربه يې لرله. ترکانو خپلې بېړۍ نوې کړې خو په لنډ وخت کې د بحري ځواک روزل ورته ګرانه وه نو په ۱۵۷۳ م کې يې د وېنس سره د روغې تړون وکړو.
د دومره پراخ سلطنت انتظام د دې با استعداده وزيرانو کوو چې يو ټبر “کوپرولو” څو غړي پرله پسې وزيران شول. د دوی په سمو فېصلو ترکان تر پولېنډ ورسېدل. د دغه ټبر وزيراعظم ” کره مصطفی پاشا” په ۱۶۸۳ م کې د ويانا د محاصرې هوډ وکړو، ماتې يې وخوړه، بيا يې حمله وکړه او د لوی پوځي تاوان سره روغې ته اړشول. په ۱۶۹۹ م کې ترکانو د اروپايانو ( جرمني او نورو) سره روغه وکړه او هغه سيمې يې ورته پرېښودې چې څو کاله پرې جنګونه کول.
د ۱۲۹۲ م نه تر ۱۵۶۶ م پورې لومړيو لسو باچاهانو عثماني سلطنت جوړ او پراخه کړو. ورپسې ديارلسو باچاهانو (بې له دوو) د ۱۵۶۶ م نه تر ۱۷۰۳ م پورې زمکې د لاسه ورکولې. په ۱۸۰۴ م کې سربانو يو انقلاب پېل کړو چې يوولس کاله روان و. په ۱۸۲۱ م کي يونان د سلطان په ضد جنګ اعلان کړو چې په کې د سلو زرو نه زيات يونانيان يا خو ووژل شول او يا د يونان په يوې جزيرې چيوس کې بندي کړل شول. هماغه وخت په مالدوا کې هم بغاوت وشو او دا هغه سيمې وې چې د ترکانو نه يې خپلواکي واخيسته.
په بلقان کې د ملت پالنې يو غورځنګ پيدا شو. په ۱۸۳۰ م کې ترکي د سربانو خپلواکي ومنله.
د ۱۶۴۸ م نه تر ۱۶۵۶ م پورې يوې ښځې کسم سلطان د خپل زوی د سرپرست په توګه د پردې تر شا واکمنه وه خو د هغې انږور ترحان هاتيچ ورسره سيالي کوله او اخر د دوی سياسي دښمني دومره زياته شوه چې په ۱۶۵۱ م کې خواښې يې ووژل شوه.
د عثماني سلطنت دوره د تعليم او د پرمختګ د ځينو کارونو لپاره هم نوم لري. په ۱۷۳۴ م کې د توپخانې يو حربي پوهنځی او په استنبول کې يو تخنيکي پوهنتون جوړ شو. په ۱۷۲۹ م کې د دې چاپځای، د ترکي ژبې لومړی کتاب چاپ کړو. بيا تر ۱۷۴۳م دوی ۱۷ کتابونه چې هر يو يې د۵۰۰ نه واخلې تر ۱۰۰۰ ټوکه لرل، چاپ کړل. په عثماني سلطنت کې مسيحيانو او نورو مذهبونو ته د خپل عبادت پوره ازادي وه.
په اتلسمې پېړۍ کې درېیم سلطان سليم د پوځ د اصلاحاتو لپاره هڅه وکړه خو د جان نثار پوځ يې مخالفت وکړو. دا ځانګړې سپاره پوځ په ۱۳۸۳ م کې سلطان مراد له خوا جوړې شوې او خپل يونيفارم يې لرلو. د افغانستان د قزلباش ډلو په شان دا د ترک سلطنت لومړی تنخواه دار پوځ و. جانثار، د سلطان شا و خوا به ولاړ وو او لکه چې د نوم نه يې څرګنده ده، د ساتندویانو په توګه ډېر منظم اوسيدل. زيات يې هغه (مسيحي) تنکي ځوانان و چې په جنګونو کې نيول کېدل .
جانثار عسکرو ته د سلطان له خوا ډېر امتيازات ورکړل شوي و نو د دوی زامن بې له څه استعداد د دې غړي شول او تر اوولسمې پېړۍ سخت خيانت په کې پېدا شو. د نولسمې پېړۍ په نيمایي کې د دې شمېره یو سل او پنځه دېرش زره شوه – ۱۳۵۰۰۰- شوه. سلطان سليم په دې کې د اصلاحاتو هڅه وکړه نو جانثار بغاوت پېل شو او سلطان يې ووژلو. د ده ځای ناستي دویم سلطان محمود په ۱۸۲۶ م کې ۶ زره جانثار ووژل او دا پوځ يې له منځه يوړو. د ۱۸۳۹ م نه تر ۱۸۷۶ م ترکانو يو لړ اصلاحات پېل کړل چې دوی ورته تنظيمات ويل. دا هماغه وخت و چې ترکي کې يو نوی او عصري پوځ جوړ شو چې د عسکرۍ د لارې به يې جلب او جذبول.
د نولسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې ترکانو د بانکي سيسټم، پوسټ، ټېليګراف او د کارخانو په جوړولو ځان د اروپا سره د سيالۍ کړو خو اساسي قانون يې اسلامي و چې د عصري تعليم پر ضد و.
په ۱۸۶۱ م کې د ترک مسيحيانو لپاره ۵۷۱ لومړني او ۹۴ ثانوي ښوونځي وو چې يو سل او څلوېښت زره -۱۴۰۰۰۰- شاګردان يې لرل. د دې په پرتله د مسلمان زده کوونکو شمېره لږ وه او هغوی هم لومړی به عربي او اسلاميات زده کول. مسيحيان وړاندې ورتلل او په حکومتي او اقتصادي ادارو کې به يې کارونه پېدا کړل. هغوی به ډېر ژر پرمختګ وکړو او له دې کبله د مسلمانانو به ښه نه ایسېدل. په ۱۹۱۱ م کې د استنبول د ۶۵۴ لويو شرکتونو کې ۵۲۸ د يوناني مسيحيانو سره وو.
د عثماني سلطنت د زوال څو عوامل لري چې يوه يې ټول اختيار د سلطان او د هغه وزير په لاس کې د لرلو له کبله و. پايله يې دا وه چې په هغو صوبو کې حاکمان برلاسي شول چې د مرکز نه لېرې وو. په اروپا کې پوځي ځواک مخ په زياتېدو شو او دوی په بحري بېړيو کې د نويو الاتو نه په کار اخيستو په سمندر کې نورې لارې پېدا کړې. همدا وه چې په نړیوال تجارت د ترکانو مشري ختمه شوه. د ترکي پوځ ته نوې وسلې او نور سامانونه نه ورکول کېدل او دوی په پوځي ټېکنالوژۍ کې شا ته پاتې شول ځکه حکومت کې د هغو ملايانو مداخله پېل شوه.
د پرله پسې جنګونو له کبله د عثماني سلطنت د پېسو ارزښت راټيټ شو او اقتصادي سيسټم ته يې تاوان ورسېدو. په ۱۸۵۴ م کې دوی پينځه ميليونه پونډه پور وړي وو.
بله دا چې روس او هسپانيې هم ميدان ته ور ودانګل. په ۱۸۷۷ م کې د کرايميا په جنګونو کې شا و خوا دوه سوه زره -۲۰۰۰۰۰- تاتاريان د روس په حملو کې کډوال شول. دا خلک په جوپو کې د عثماني خلافت تر واک لاندې سيمو ته ورتلل. د قفقاز په جنګونو کې د پنځو سوو او اووه سوو تر منځ خلک ترکي ته کډه وکړه. هر څومره چې عثماني سلطنت وړوکې کېدو، د بلقان مسلمانان د دې سلطنت نورو برخو ته کډه کېدل چې اناطوليا پکې مهمه وه. تر ۱۹۲۳ م يواځې اناطوليا او د ختيځ تهرېس د مسلمانانو سيمې پاتې وې.
خو تر ټولو لوی سبب عثماني سلطنت کې د مشر تابه کمی و. په نولسمې ميلادي پېړۍ کې اروپايانو به عثماني سلطنت ته د ناروغ سړي نوم ورکړی و. د نولسمې پېړۍ د پېل سره برتانیا او فرانسې د عربستان سيمې په خپل کنټرول کې واخيستې چې د عثماني سلطنت وروستۍ سلګۍ وه. په رسمي توګه دا پراخ سلطنت په ۱۹۱۸ م کې ختم شو او د اناطوليه په خاوره د ترکي اوسنی مملکت جوړ شو.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نېټه
۲۵ ستمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. اغلې صفیه حلیم.
    د عثماني سلطنت یا خلافت تر عنوان لاندی لیکنه مو ماته ډیره په زړه پورې وه ، ښه جامع او کره معلومات وو هیله ده چی زمونږ ټولو وروڼو او خویندو به تری ګټه پورته کړي وي. ډیره مننه او ښاده اوسې. جعفر معروف

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *