ابو سعيد ګردېزی

Qallam
ابو سعيد ګردېزی د يولسمې ميلادي پېړۍ جغرافيه پوه او تاريخ ليکونکی و. د ده پوره نوم عبد الحی ابن ضحاک ابن محمود و چې د مړېنې نېټه يې ۱۰۶۱ م ښودل کېږي.
دی د گردېز اوسېدونکی او د غزني د سلطان عبد الرشيد د دربار امير و چې هغه وخت يې کتاب د ” زېن الاخبار” په نوم ولیکلو. دا په پارسي ژبې کې ليکل شوی د هغه وخت نه د افغانستان په خاوره ليکل شوی لومړنی کتاب دی. په دې کې د مرکزي اېشيا، ختيځ پارس او د هنگري په اړه معلومات راټول شوي وو.
دا سيمې هغه وخت د ترکي او پارس د سلجوق سلطنت په لاس کې وې. د هغه وخت کتابونو د ليکلو سرپرستي دربار کوله او ليکوالان مجبور وو چې د شاه يا د سلطان پلوي وکړي. خو گردېزي په دې کتاب کې نه د غزنويانو صفت کوي او نه د سلجوقيانو چې هغه وخت يو غېر عادي کار و.
د ده ليکلې پارسي ډېره ساده او روانه ده او د هغه وخت د نثر ليکنې يوه ځانگړې بېلگه ده. د ده “تاريخ گردېزي” په ۱۹۶۸ م کې د علامه عبد الحی حبيبي د نقد سره چاپ شو.
گردېزی د هنگري په اړه وايي چې ” دا خاوره د بلغار او اېسکيل تر منځ پرته ده چې د بلغار تاريخ لري. د دوی ملک د روم تر سمندر (تورې بحيرې) پورې غځيدلی دی. هغه دوه سيندونه چې د روم سمندر پورې تللي دي يو يې اتيل ( ولگا) او بل يې “دنيوب” بلل کېږي.”
د ګردېزي جغرافيایي معلومات سم او په تول پوری دي. که څوک يې د اوسنيو ملکونو سره پرتله کړي نو توپير نه لري ځکه د ده هغه جمله ډېره مهمه ده چې وایي، “خراسان د پارس خاوره نه ده.”

د ويبپاڼو نه

د خپريدو نېټه
۲۹ ستمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *