یو دوه قدمه فاصله کې ترې ودریدم، برګ برګ مې وروکتل، وروځې مې ورته تروې کړي. پوهه شو چې نجلۍ راته غصه ده ځکه زه چې تل په غصه یم یا هم ګیله منه نو همداسې ورګورم. خو هغه هم زما په مذهب پوهیږي. کله ناکله ځان ناشکه کړي، چې زه بیا څو ساعته ترې خفه یم. تر هغو چې پخپله ورباندې غږ وکړم.
خفه یم خو بیا تل داسې نه وي. تل مې په ناز او نخرو پخلا کوي. داسې ناز راکوی لکه ماشومه. ځکه خو په وړه خبره هم ترې خفه کیږم.
خو نن مې زړه ډير ډک وو. زه ورته تنده ودریدم خو هغه همداسې رالیدل او په خندا شو. زما له سترګو اوښکې روانی شوی. رانژدی شو غیږ یې رانه چاپیره کړه. ما نور هم ژړا ته زور وکړو. خدای راکړی وخت وو، نو څنګه به مې ناز نه کوو. رانه یی پوښتنه وکړه، “بیا ولی؟ څه خبره ده؟”
ما ورته په ژړغونی غږ وویل، “ته ولی زما پوښتنه نه کوي؟”
هغه وویل، “ما خو ستا پوښتنه کړی ده.”
” زه درنه خفه یم. تا زما پوښتنه نه ده کړی”
ما بیا په ژړا شروع کړه.
” ګوره کنه! ته ولې داسې وایې. . . درې ورځې وشوې. . . درک دی نه لګیږي. ولې راته زنګ نه وهي؟”
د هغه يوه خبره وه، “بوخت یم”
” وا! تا سره زما غم نشته دی. . . چې زه به خفه یم درپسې؟ ایا زه درته نه یم ګرانه؟”
هغه په خندا شو. ” ته راته د هر چانه ډيره ګرانه یې.” بیرته مې ورغبرګه کړه. “نو بیا؟”
بيا په خندا شو. ” وا لیونۍ ماته خو ښکاریدې! ما لیدلې!”
” تا زه لیدم. . . ما خو نه لیدی.
په خندا یې غیږ کې ټېنګه کړم.
هر ځل مې چې غېږ کې نیسي, عجېبه سکون رابخښی. په داسې حال کې چې له سترګو مې اوښکې څڅېدې. ورته مې وویل, ” ګوره ته دا څنګه پلار یې. . . درې ورځي دي راسره خبرې نه دي کړی. . . اخیر ولې؟ زه دې څنګه هیره کړم؟
” هیره مې نه یې. . . ته خو اوس هغه ماشومه نه یې چې د لاس نه دی ونیسم. . . ژوند داسې دی لکه د جنګ میدان. . . او ما لکه د عسکر روزلې یې. . . زه دی بچو له ورایه څارم. ګورم چې ته له ښو او بدو سره څنګه جنګیږي؟”
له دې خبرې سره په خپلو سلګيو له خوبه پاڅیدم.
د هيلۍ مومند کيسه
د خپريدو نېټه
۳۱ اکتوبر ۲۰۱۴ م