د علي مسجد جنګ

Ali Masjid battle
د لنډي کوتل په ختيځ کې د غر د پاسه هغه زيارت چې علي مسجد نومېږي، د لرغونو وختونو راهيسې د يوې دفاعي مورچې په توګه کاريدو. د خيبر سيند هم ورته نږدې بهېږي. دلته په ۱۸۴۲ م او په ۱۸۷۸ م کې افغان ځواکونو د سيکانو او انګرېزانو سره وجنګيدل.
په ۱۸۳۷ م کې د افغانستان اميردوست محمد خان دلته يوه کلا جوړه کړه چې سيکانو له خوا څو وارې ورباندې بريد وشو. انګرېزانو د شاه شجاع د بېرته باچا کولو لپاره يوه پوځې ډله هغه سره بدرګه د بولان درې نه کندهار، غزني او بيا کابل ته ورواستوله. دويمه ډله چې يوولس زره پوځ پکې وو، په ۲۶ جولاي ۱۸۳۹ م کې د کلاډ مارټين وېډ په مشرۍ د پېښور نه کابل ته روانه شوه او په لاره يې د علي مسجد کلا ونيوله.
په ۱۸۴۲ م کې د لومړي افغان جنګ پر وخت کله چې انګرېز لښکر د کابل نه ووتلونو په دې کلا کې پروت پوځ هم جمرود ته يې وويستلو. بيا محمد اکبر خان په دې کلا کې افغان لښکر مېشت کړو چې راتلونکي ۳۰ کاله يې د افغان دولت لپاره وساتلو.
په ۱۸۷۸ م کې د انګرېزانو استاځی جنرال نيول چيمبرلېن کابل ته د ورتلو لپاره خيبر درې ته ولاړو خو په علي مسجد کې د افغان ځواک مشر فېض محمد ورته د وړاندې تلو اجازه ورنکړه. د بريطانيې حکومت ورته ګواښ وکړو چې امير شېر علي خان دې د دې پيښې لپاره له ترينه بخښنه وغواړي. امير د دې نه ډډه وکړه او هم دغه د دوېم افغان جنګ پلمه شوه.
په ۲۳ اکتوبر د انګرېزمليشيا يوه ډله خېبر ته ورواستول شوه چې د حملې نه وړاندې دوي د افغان دفاعي چارو جاج دې واخلي. د دوي لومړې بريګېډ په اوړي کې د مري په غرونو کې د جنګ تياري کوله. د نومبر په ۲۰ نېټه ۱۸۷۸ م د نمر د ډوبېدو سره د پېښور د مېداني لښکر ۱۷۰۰ پوځيان جنرال سېمويل براون په مشرۍ خيبر درې ته روان شول او د شپې لس بجې لواړګي ته ورسيدل چې د علي مسجد نه ۵ کلوميټر لرې وو. پوځيانو د بريطانيې يونيفارم اغوستې و چې جرابې به يې په پېټيو کلک تړل. دوي په غرونو وختل خو هر چا د پښو درد شکايت کوو. د ده د لښکر نيمه برخه په غرونو کې ورکه شوه او د ساړو د لاسه يې څاروي هم مړه شول.

په علي مسجد کلا کې د افغان ځواکونو مشري غلام حېدر خان کوله. ده سره ۲۴ توپې او ګولۍ موجودې وې. کله چې دوي د شګۍ په غاښي د انګرېز لښکر وليدو نو۸ توپې يې د کلا جنوبي څنډو کې ودرول. دوه نورې لوې توپې يې هم د دوي شا ته ودرول. يوه توپه د خېبر سيند غاړې ته ودرول شوه چې که احتمالي حمله وشوه نو دفاع وکړي. بره د “روهتاس” نومې غونډۍ ته مخامخ ۵ نورې توپې هم کلا کې دننه ولاړې وې چې که څوک هغو لوړو ته ورغلل نو دننه نه پرې ډز وکړي. د شګۍ غر په سر هم افغان سپاره عسکر ولاړ وو چې د انګرېز پوځ هر يو عسکر يې ليدې شو او په ښه دفاعي پوزيشن کې وو.
د ورځې لس بجې وې چې جنرال براون په دوي د ډزو امر وکړو. په ځواب کې لنډ وخت لپاره پرې ډزې وشوې او بيا هغه ټول سپاره عسکر چې بره په غونډۍ ولاړ وو، له سترګو ورک شول. انګريز کوماندان داسې فکر کوو چې دا يو جنګي تاکتيک و خو بيا يې هم د سيکانو ۱۴ کنډک او د غرنۍ توپو يوه بېټري (غونډ) هغه څنډې ته وروخېژول چې افغان سپاره پرې څو شيبې وړاندې د دفاع لپاره ولاړ وو. دا څرګنده نه ده چې افغانانو ولې دا مورچه بې دفاع پريښوده. خو په دې کار د علي مسجد کلا د انګريز پوځ سترګو (دوربين) وړاندې شوه. د شګۍ د غاښي نه د بېرغونو د سګنل ورکوونکو خپل کار پېل کړو او شا ته په جمرود کې يې نورځواک ته خبر ورکړو.
د غرمې نه وروستو د انګرېز پوځ خپلې توپې د هغه کلا څنډو ته برابرې کړې او هم هغه وخت د ډګرمن ميکفرسن ځواکونو د کلا د ښې لاس نه ورباندې بمبارۍ پېل کړې. د دواړو خواو په وسلو کې انډول نه و اود افغانانو توپې يې ناکاره کړې. تر څو انګريزان کلا ته ورنږدې کيدل، لمر ډوب شوې و او براون د ډزو بندولو امر وکړو. دوي لا کلا نه وه نيولې او افغانان هم هلته پکې پاتې وو. د انګرېز پوځ کې لوې شمېره د سيکانو وه چې ښه تکړه جنګيالي وو. په دوي کې يو شمير وړو ډلګيو ته د جنګ بندۍ امر نه و رسيدلې او دوي د کلا په غونډۍ ختل جاري وساتل. ډېر ژر په دوي باندې د افغان ځواک له خوا حملې پېل شوې او يو افسر کپتان مېکلين زخمي شو. د دوي د ژغورنې لپاره څو کسان وړاندې لاړل چې ځينې يې ټپي او نور ووژل شول. انګرېزان په شا شول خو هغه وخت کپتان جېنکينز خپل تازه ځواک سره حمله وکړه او د “تورهۍ” څوکه يې ونيوله.
سهار محال انګرېزانو يو وارې بيا د جنګ بيګل وغږوو خو په کلا کې خاموشي وه. يو کس خبر راوړو چې افغانان شپه په شپه د هغې کلا نه تښتېدلي وو. دوي خپل ۴۰ کسان په کلا کې ټپي پريښي وو. ۳۰۰ افغانان چې په تېښته وو، په لاره کې د انګريزانو د يو تازه دم دستې سره مخ شول او بې له جنګه ورته تسليم شول. نور افغانان چې د خېبر جنوب خوا ته وتلي وو هغوي پسې انګرېز نه ولاړ او دوي د بازار درې نه جلال اباد خوا ته ووتل.
په دې ټول جنګ کې انګرېزانو ۶۳۹ د توپو ګولې ورولې او د ۱۱ زرو نه زيات په نورو وړو وسلو ډزې وشوې. په علي مسجد کلا کې د افغانانو نه ۳۶ واړه او لوې توپې او ښه ډېر خوراکي توکي د انګرېزانو لاس ته ورغلل. دوي يې عکسونه واخيستل چې خپلو مشرانو ته د بري زيرې ورواستوي.
Captured guns
د وژل شويو انګرېز سپاهيانو قبرونه هم هلته جوړه شوه. خو انګرېز افسرانو مړي يې پېښور ته يوړل او هلته يې خاورو ته وسپارل. اتو هندي نژاده عسکرو ته چې په دې جنګ کې يې برخه اخيستې وه بادرۍ ورکړې شوې. جنرال براون ډکې ته ورسيدو او هغه ژمې يې ډېر په ارام د جلال اباد په کېمپ کې تېر کړو.
سرچينې
۱ . د بريطانيې جنګونه- ويب پاڼه
د خپريدو نېټه
۱۳ نومبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *