ديوبند

Deoband
په ۱۸۵۷ م کې د هند د خپلواکۍ پاڅون چې انگرېزان يې د غدر په نوم يادوي د مغل حکومت خاتمه وکړه. هغه وخت د مسلمانانو ځينو مشرانو په ټولو د جهاد غږ وکړو خو بې شميره يې ونيول شول او په زندان کې يې واچول.
په۱۸۶۶ م په ۲۱ مې ( ۱۲۸۳ هجري) سهارن پور کې څوعالمان راټول شول او د يوې اسلامي مدرسې بن سټ يې کيښودو. د لپاره مولانا محمد قاسم نانوتوي او د مولانا رشيد احمد گنگوهي ډېر فعاليت وکړو. نانوتوي ووئيل چې ده د اسلام پېغمبر په خوب کې وليدو چې ورته يې د مدرسې جوړولو امرکړې دی.
نانوتوي په هغې مدرسې کې د اسلامي زدکړو کار په عصري ډول پېل کړو چې يو څه نا څه د انګرېزانو د ښوونې سره برابر و. د دی یوه وجه دا وه چې مولانا محمد قاسم نانوتوي او رشید احمد ګنګوهي دواړو په “دهلي کالج” کې درس ویلی و. دهلي کالج په ۱۸۲۵ کې د انګرېزانو ښه خوا جوړ شوې وکړ خو د باڅون نه وروستو و تړل شو. دغه کالج سره د مسلمانانو دومره مينه وه چې له تړلو نه وروستو به يې مرحوم دهلي کالج بللو.
په دهلي کالج کې اسلامي تعلیم په نوي بڼه ترسره کیدو او د دی اثر په دارالعلوم دیوبند هم اوشو. لکه په دار العلوم کې د هرې درجې لپاره صنف (کلاس) او استادان وټاکل. د کال د پېل او په پاې کې د آزموينو ( امتحان) سيستم يې رواج کړو. په درسونو کې د برياليتوب لپاره انعام او شهادت نامې ورکولې. د مدرسې خپل چاپځاې هم جوړشو چې ديني کتابونه به يې پخپله چاپول.
د دې مدرسې د تعليم ژبه اردو وه خو ورسره عربي اود فارسي زدکړه هم لازمي وو او اوس هندي ژبه هم د نصاب برخه ده. د دې مدرسې لپاره چندې د مسلمانانو له خوا راتلې او ټولو زده کوونکو ته د کار وئيل کيده چې ځان له پخپله ډوډۍ وگټي.

د دار العلوم نصاب ته به درس نظامي ویل کیدو. د درس نظامي بنسټ د لکهنو په ” فرنګي محل” کې ایښودل شوی و. د دی نصاب دوه برخې وی، یو “منقولات” یعني قرآن او حدیث او بل “معقولات” لکه فقهه او منطق. په دیوبند کې زیات تاکید د حدیث په علم پاندی و. په درس نظامې کې د قران تشريح سره سره د حديث پوهاوی هم وي.
د ديوبند تر ټولو لوړې زدکړې د فاضل شهادت نامه ده چې په اتو کالو کې پورا کېږي او د يو عادي پوهنتون د ماسټري يعني پوسټ ګريجويټ ډګري سره برابره وي. د دې کورس لوستونکې د مولانا لقب کارولې شي او د مولانا محمد قاسم نانوتوي په تعقیب “قاسمي” هم ورته ویل کیږي.
د کاميابو محاصلينو څلورمه برخه هغه ۱۴ د تخصيص کورسونه ولولي چې د پي- اېچ -ډي يا ډاکټريټ سره برابر وي او “تکميل افتاء” نومېږي. هر چا چې دا کورس پورا کړې وي هغه د خپل نوم سره د مفتي لقب کاروي.
په ديوبند کې د نورو مذاهبو ښوونه او روزنه هم کېږي. اوس وخت کې د ديوبند ۳۳ شعبې دي او د دې انتظامي چارې د يوې مشاورتي ډلې په غاړه دي چې ۲۱ غړي لري.
د هند او پاکستان په سياست کې ديوبند مهم رول لوبولې دی. د دې مدرسې مولانا حسېن احمد مدني شيخ الحديث او د جمعېت العلماې هند مشر د پاکستان د جوړيدو مخالفت کړې و. دی د علماو د هغې ډلې نه و چې د پاکستان په جوړيدنه کې يې د اسلام خېر نه ليدو.
په ۲۰۰۸ م کې ديوبند د ترهګري پرضد غونډه کې او د ځانمرګي بريد کې د بې ګناه انسانانو وژل غيراسلامي کار وبللو. په ديوبند مدرسې تر ټولو لوې اعتراض دا دې چې دوي د ښځو د ستراو د حجاب پلويان او په ټولنيز ژوند کې د دوي د برخې اخيستو مخالفت کوي. دوي په سياست کې هم د ښځې ونډه نه مني.
اوس وخت کې د ديوبند فارغ شويو کسانو لويه برخه په پاکستان کې ده او هلته ډيرې مدرسې د دوي له خوا پرانيستل شوي دي. د اکوړه خټک دار العلوم او دغسې نورې مدرسې د ديوبند نصاب خپل کړی دی. خو ډيرې نورې وړې مدرسې چې د ديوبند نوم کاروي، په اصل کې د دې مدرسې سره څه تړاو نه لري. په افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ پېل کوونکي زيات کسان له دې مدرسې فارغ شوي وو.

د جان محمد د معلوماتو نه په مننه
د خپريدو نېټه
۱۶ نومبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *