نيا مې خبره کوله چې د پاکستان او هند له ويش نه وړاندې سينما ته تللې وه. په پرده کله چې د فلم اتل راښکاره شو نو شا ته ناستو څو ښځو وژړل. په وقفه کې خبره شوه چې هغوی د فلم د اتل ګل حميد خپلوانې وې چې څو کاله پخوا مړ شوی و.
د دې ځوانيمرګ يو تور او سپين عکس زمونږ د کور پخوانيو عکسونو په بنډل کې ايښی و. دا عکس د ده د ورور د واده په کارډ نښلول شوی چې ډېر په احتياط د نورو عکسونو سره يې ساتلی و. هغه زما د پلار په شان پوليسو کې و او ښايي ملګري پاتې شوي وو.
ګل حميد په ۱۰ اپريل ۱۹۰۵ م کې د نوښار سره نږدې پير پيایي کې زېږېدلی و. د ده پلار سيف الله خان په برتانوي پوځ کې لومړي نړیوال جنګ کې برخه اخيستې وه. ګل حميد په دريو وروڼو او دوو خويندو کې مشر و چې لومړۍ زدکړې يې په کلي کې او لسم يې د نوښار نه وکړو. دی په اسلاميه کالج کې داخل شو خو په ۱۹۲۶ م کې يې سبق پرېښودو او په پوليس کې شامل شو. دوه کاله وروستو يې پلار مړ شو او ګل حميد په ۱۹۲۹ م کې د کانګرس د کلنۍ جلسې د څارنې لپاره لاهور ته ورواستول شو. هم هلته به دی کله کله د ملګرو سره سينما ته ورتلو چې تور او سپين خاموش فلمونه به يې ښودل. يوه ورځ د فلم ليدو نه وروستو د هغې جوړونکي اې- ار- کاردار سره يې وليدل. کاردار د ګل حميد د ښايست نه ډېر اغيزمن شو او ده ته يې په خپل فلم کې د کار کولو بلنه ورکړه. هماغه وه چې ګل حميد د پوليسو نوکرۍ پرېښوده او په ۲۴ ډسمبر۱۹۲۹ م کې د کاردار د فلمي ادارې سره ملازم شو. ده ته يې د مياشتې ۴۰ روپۍ تنخواه ورکوله او لومړی فلم يې “صفدر جنګ” نومېدو چې په ۱۹۳۰ م کې د نندارې لپاره وړاندې شو.
د پوليسو د نوکرۍ له کبله ده په فلمونو کې په خپله اس ځغلوو. د ګل حميد فلمونه جنګي وو چې “سرفروش” او “طلایي خنجر” غوندې نومونه يې لرل. څه موده وروسته کاردار خپل فلمي کاربار خرڅ کړو او کلکتې ته لاړو نو ګل حمېد او نور ايکټران بيکاره شول. دی د لاهور د داتا ګنج بخش د زيارت سره نږدې په يوې کوټې کې اوسېدو. اخر د ده يو نږدې ملګري حسن دين ورسره مرسته وکړه او ګل حميد هم کلکتې ته لاړو.
هغه وخت ټکنالوژي بدله شوه او په فلمونو کې غږ هم راغلو. ګل حميد په يو فلم کې کار پېدا کړو خو د غږ په ازموينه کې پاتې راغلو ځکه ده په پښتو لهجه کې اردو (هندي) ويله. ډايرکټر وويل چې دی کار نه شي کولی خو ګل حميد ورته ځواب ورکړو چې دی به يوه ورځ لوی ستوری شي. هغه وخت د يوې فلمي مجلې “ورايټي” مدير هلته موجود و چې د ګل حميد عکس د خپلې تبصرې سره يې خپور کړو. دا لومړی ځل و چې د هغه په اړه چا ليکنه کړې وه خو د ۱۹۳۰ کال د هغه لپاره سخت و ځکه هيچا ورته کار نه ورکوو.
ګل حميد په لاهور کې خپل انګرېز افسر ته بيا د پوليسو د ملازمت خواست وکړو خو هغه ورته وويل چې دی د يو کاميابه ايکټر په توګه ليدل غواړي. ده د کلکتې يو نندارتون کې د مينيجر په توګه کار پېدا کړو او ورسره يې د اردو سم تلفظ او لهجه يې زده کړه. د ده پخواني پروډيوسر کاردار د پنجاب د نامتو ولسي کيسې په “هيررانجها” د فلم جوړولو تابيا وکړه. د دې لپاره يې ګل حميد لاهور ته راوبللو. د فلم مرکزي کيريکټر رفيق غزنوي و چې د موسيقۍ تړون يې هم کړی و. ګل حميد ته يې په کې د يو راجه رول ورکړو خو دا فلم ناکامه شو.
کاردار ته يوې بلې کمپنۍ سرمايه ورکړه چې “چندر ګپت” په نوم فلم جوړ کړي. د هند د نامتو باچا چندر ګپت رول ګل حميد ته ولوبوو او دا فلم په ۱۹۳۴ م کې نندارې ته وړاندې شو. دې فلم په ټول هند کې دومره ګټه وکړه چې ګل حميد د هر چا د سترګو تور شو. بيا په “سيتا” نومې فلم کې ګل حميد د لکشمن رول ولوبوو چې په ۱۹۳۴ م کې وښودل شو او ډېر کاميابه و. دا د هند لومړی فلم و چې د “وينس” په فلمي نندارتون کې وړاندې کړل شو. ګل حميد ته ” د هند ستوری” لقب ورکړل شو.
په فلمې نړۍ کې ډېرې ښځې د ګل حميد سره د ملګرتيا او د واده ارماني وې خو مور ورله په خپل کلي کې يوه جينۍ کوژدن کړې وه. په څو فلمونو کې د ده مقابل کې يوې ايکټرس”پيشنس کوپر” سره يې ملګرتيا پېدا شوه. ګل حميد د مور او د خپلوانو نه په پټه د هغې سره په کلکتې کې واده وکړو چې مسلمانه شوه او صابره بيګم نومېده.
د ايسټ انډيا فلم کمپنۍ خاوند يو وار ګل حميد ته د يو فلم جوړولو لپاره وړانديز وکړو. هماغه وه چې ده د پښتنو په اړه يو فلم د جوړولو تابيا وکړه چې “خيبر پاس” (خيبر دره) نومېدو. ګل حميد د کار کوونکو د يوې ډلې سره پېښور ته ورسېدو او څه موده ټول ټيم په پير پيایي کې د ده په حجره کې ډېره وو. همدلته په غرونو کې د دې فلم شوټنګ وشو. ورپسې دره خيبر او علي مسجد ته ورغلل او لنډي کوتل کې يې هم فلم بندي وکړه. د پېښور سره نږدې په تهکال کې د اربابانو په حجره کې يې د يو اصل واده فلم جوړ کړو او شا و خوا د يوې مياشتې د کار نه وروستو بېرته کلکتې ته لاړل. دا لومړی هنري فلم و چې په پېښور کې يې شوټنګ وشو او موسيقي يې مشتاق حسين جوړه کړې وه چې نهه سندرې يې لرلې. دا سندرې د هغه وخت نامتو سندرغاړې “اندو بالا” او اکبر پېښوري ليکلې وې.
په ۱۹۳۶ م کې د ده يو بل مشهور فلم “باغي سپاهي” هم کاميابه شو. هماغه کال ګل حميد د فلم “سنهرا سنسار” (طلایي نړۍ) کې کار پېل کړو. فلم لا نه و پوره شوی چې د ده په ستوني کې غوټې پيدا شوې.
په کلکتې کې د فلم د شوټنګ پر وخت هيچا ته د واورينو اوبو د څښلو اجازه نه وه. داسې ګنګوسې شوې چې ګل حميد ته چا واورين شربت د څښلو لپاره ورکړی و. د هغه ستونې پرې ونيول شو. دا اوازه هم ګډه شوه چې د پېشنس سره په واده يوې بلې ايکټرسې ورته په شربت کې زهر ورکړي وو.
وروسته څرګنده شوه چې دا سرطاني غوټۍ وې. ګل حميد به تب ژن و خو پوهېدو چې دا يې وروستی فلم و نو د خرابې روغتيا سره هم خپل کار پوره کړو. دا فلم په ۱۹۳۷ م کې نندارې ته وړاندې شو. د کمپنۍ له خوا د جرمني يو ډاکټر د ده علاج کوو خو ګل حميد روغ نه شو. هغه په دې باور شو چې د ژوند ورځې يې لنډې دي نو خپل ملګري لاله يعقوب ته يې وويل چې پېښور ته دې يوسي. هلته څه موده په “ليډي رېډنګ” روغتون کې يې درملنه کېده. يو انګرېز جراح ورته د عملياتو مشوره ورکړه نو ده ترې پوښتنه وکړه، ” تا پخوا چرې داسې اپريشن کړي دې؟” ډاکټر ورته وويل چې له دې وړاندې ورته څوک داسې مريض نه دی راغلی. ګل حميد د عملياتو نه ډډه وکړه او روغتون نه يې ځان وويستلو. دی يې پيرپيایي ته بوتلو او د ژوند وروستۍ ورځې شپې يې د خپلوانو سره تېرې کړې. وايي چې ده به د مور په غيږ کې سر ايښې او همدغسې به ويده شو. ګل حميد د ۱۸ اپرېل ۱۹۳۷ م د شپې يوولس بجې چې سترګې پټې کړې نو بيا راويښ نه شو. د ده مړی يې د امان ګړ په هديره کې خښ کړو چې په قبر يې اوس هم ” ستاره هند” لوستل کېږي.
صابره بيګم د ويش نه وروستو کراچۍ ته کډه وکړه، خو د ګل حميد سره يې خپل واده ټول عمر پټ وساتلو او په ۱۹۹۳ م کې مړه شوه. نېمه پېړۍ وروسته د ګل حميد په کور کې د ټيم به يو صندوق کې د کوپر(صابرې) ليکونه وموندل شول نو د ده د ټبر خلک د دوی د واده نه خبر شول.
سرچېنې
۱. د پېښور فنکار(اردو) محمد ابراهيم ضياء. تاج الدين خپرونې- ملک پلازه بابو حيدر روډ پېښور. ۲۰۱۴ م
۲. کورني معلومات
د خپريدو نېټه
۲۶ نومبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
ډېر اعلا…
Amazing information in an enchanting way.
The author has made a tireless effort to collect scattered information about some very hidden and highly interesting information about a legendary artist. Such Hidden corners of the life history of Gul Hameed are very valuable, keeping in view the interest of the specific reader’s group.