صليبي جنګونه

crusades
په لسمې ميلادي پېړۍ کې د اروپامسيحيان هر کال فلسطين ته زيارت ته ورتلل.هغه غونډۍ کې به يوځای کيدل چې د دوی په عقيده حضرت عيسی (ع) ورباندې په دار خيژول شوې و. د راشده خلیفه ګانو په وخت کې دوی هلته څو کليساوې جوړې کړې وې اوعرب مسلمانانو زايرينو ته هر کلی ويل چې دوی ته به يې اقتصادي ګټه رسوله.
په ۱۰۶۵ م کې د فلسطين د سپيڅلو زيارتونو چاپېره د مسلمانانو او مسيحيانو ترمنځ څو شخړې وشوې او د اروپا مسيحي حکومتونه له اسلام په ويره شول. هغوی په دې انديښمن و چې د اسلام ځواکونو د شمالي افريقا او اروپا لویې او ښيرازه زمکې نيولې وې. په ۱۰۷۱ م کې سلجوق ترکانو د “منزيکرت” په جنګ کې د اناطوليا خاوره هم تر لاسه کړه او د تجارت مهم سمندرې لارې د دوی کنټرول کې شوې.
بازنطيني سلطنت او د مسيحيت يو مرکز قسطنطنيه (استنبول) وه. هغه وخت عثمانې ترکانو د دې مرکز د نيولو لپاره جنګې توان راټولوو. بازنطيني باچا په بېړه د مسيحيانو روحاني مشر پوپ اربن (دوېم) ته ليک ورواستوو چې که د مسلمانانو مخه یې و نه نيوله نو د دوی پلازمينه به د وحشيانو لاس ته ورشي. پوپ په ۱۰۹۵ م کې د ایټالیا د “پلاسنشيه” ښار کې يوه غونډه راوبلله چې په دې ليک غور وکړي. خو پادريانو د څو ورځو د خبرو اوغندنو نه وروستو ځان کوڼ واچوو. هماغه کال په اوړي کې پوپ د فرانسې په کلېمونټ ښار کې يوه بله غونډه راوبلله. په خپله يې وعظ وکړو او په اسيا کې د مسيحيانو داسې بد انځور وړاندې کړو چې ټولو د سپيڅلي جنګ (جهاد) ناره کړه.
پوپ د فرانسې اوسيدونکي يوبزرګ پيټر ته دا دنده وسپارله چې د جنګ لپاره خلک راټول کړي. هغه د کليسا نه علاوه په لارو کوڅو، بازارونو، پټيو او ميدانونو کې خلک راتول کړل او د فلسطين د مسيحيانو بد حال نه به يې خبر کړل. ده به د صليب د ناموس لپاره د جنګ شعار ورکړو چې، ” دا د خدای رضا ده” ( ياني خدای جنګ غواړي).
په زرګونو خلکو د خپلو جامو سره صليبونه ټک وهل چې د جنګ لپاره د دوی د سوګند يوه نښه وه او د سراسين (مسلمان) وژل يې خپله ديني فريضه کړه. په ۱۰۹۶ م کې د اګست په پنځلسمه نيټه د جرمني او فرانسې نه لومړۍ ډلې سفر پېل کړو. د دوی په سر کې د ټولې اروپا تکړه نوابان د خپلو جنګي ډلو سره روان وو او وروسته ورسره عام او خوار خلک وو.
دا ډله لومړۍ قسطنطنيه (استنبول) ته کې تم شوه او بيا فلسطين ته يې مخه کړه. په ۱۰۹۹ م د جولاۍ په مياشت کې القدس ته ورسېدل چې هغه وخت فاطمي واکمنو په لاس کې و. هغوی دفاعي جنګ پېل کړو خو د وخت د تېرېدو سره د صليبيانو جوش او ورسره د دوی شمېره په ډېرېدو شوه. آخر په يو سخت جنګ کې دوی القدس ته ورننوتل او د ښار بې شميره مسلمانان، مسيحيان او يهودان يې ووژل. هلته په لومړي ځل د يروشلم مسيحي باچاهۍ اعلان هم وشو او صليبيانو دا سيمه قسطنطنيې ته د ورسپارلو نه انکار وکړو. دا د مسيحي نړۍ له خوا د مسلمانانو د فتوحاتو لومړی ځواب و. د دې لومړي جنګ نه وروسته تر دوو سوو کالو شپږ لوی او بې شمېره واړه جنګونه وشول چې يو جنګ په کې د ماشومانو هم وو.
دا جنګونه له يو پلوه د مسلمانانو پر ضد د مسيحيانود دفاع يوه لاره وه بله د اروپايانوله خوا د ځمکو د نيولو او د سرحدونو ټاکل و او د پوپ له خوا مسيحيت د خپرولو يوه هڅه وه. د دې جنګونو لپاره د هر عمر سړیو او ښځو خپل ځان وړاندې کوو. هغه خلک چې بې وزلي وو او يا د غلامۍ نه يې ځان ويستلو، نو يوې صليبي ډلې سره به مله شول.
د صليبي جنګيالو په لاره کې چې کوم ملکونه راتلل، هلته بازارونه لګېدل چې وروسته ترې ښارونه جوړ شول. بازنطيني ملکونو کې به ځای ځای منډوي وه چې په کې صليبيانو خپل مالونه خرڅول او ځان له به يې خوراکي توکي اخيستل.
د دې جنګونو له کبله په لاطيني کليسا کې يو والی پېدا شو چې د دوی لپاره د ميړانې او د تورې بريښولو کلتور ته يې وده ورکړه. د هغه وخت کيسو د رومانيت، فلسفې او ادبي ليکنو ته لاره پېدا کړه. خو هغسې چې مسيحيت د خدای او د امن د لارې تبليغ کوو، برعکس فيوډالیزم او د جنګ کلچر يې هم پېدا کړو. صليبې جنګيالو به په لاره کلي چور او تالان کړل خو چا ورته سزا نه شوه ورکولې. ځينو جنګي سردارانو په لاره که ښيرازه ځمکه ونيوله نو بازنطيني سلطنت ته د ورکولو پر ځای، ځانه سره وساتله.
د صليبي جنګونو مرکزي کومانده نه وه چې د دې د ناکامۍ سبب شو ځکه ځينوجنګي سردارانو د خپل شهرت، پېسو او د نمايش لپاره جنګ کوو. يو سردارهم نه غوښتل چې د بل تکړه کوماندان ترمشرۍ په ګډه جنګ وکړي او دا ورته خپل سپکاوی ښکارېدو. په نتيجه کې ټول ځان ځان له جنګېدل. د دې نه علاوه دوی مذهبي اختلافات هم لرل. د څلورم صليبي جنګ پر وخت مسيحي جنګيالو په قسطنطنيه کې دومره چور تالان جوړ کړو چې د هغه ځاې خلکو مسلمانانو نه مرسته وغوښته. د دې په نتيجه کې عثمانې ځواکونه په اسانه دلته ورغلل او دلته يې د “اسلامبول” په نوم خپله پايه ټينګه کړه چې اوس دا د استنبول ښار دی.
د فيوډالي سردارانو نه علاوه د ولسونو صليبي ډلې هم جوړې وې چې کاواکه وو او د مسلمانانو نه علاوه لوی شمير يهودان يې هم ووژل. په ۱۹ ميلادي پېړۍ کې صيهوني ډلې د يهودانو د بېل ملک د جوړولو لپاره هم دغه بېلګه کاروله چې اروپايانو ورباندې ډېر ظلم کړی و.
په ۱۲۹۱ م کې د اکره په مقام وروستی صليبي جنګ کې د القدس ښار د مسيحيانو د لاسه ووتلواو کاتوليک اروپا د نورو جنګونو نه لاس واخيستو.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نېټه
۲۹ نومبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *