د ټکر پيښه

Takkar
ټکر د مردان نه ۲۰ کلوميټر شمال لويديځ کې د تخت بهۍ نه دوه کلوميټرپه فاصله يو کلې دی. کله چې انګرېزانو په پښتونخوا کې خپل واک ټينګ کړو نو په ۱۸۷۰ م کې يې د سوات سيند له اوبو د کنال د ويستلو کار پېل کړو.
هغه ځاې نه چې پخوا “د جلاله بند” نوميدو، د اوبو مخه يې تاو کړه. د ډېرو وړو کليو نه په تيرېدو دا اوبه يو ځاې په دوو برخو کې يې ويشلې چې يوه يې د تخت بهۍ او بل يې مردان کې د کر کرهڼې لپاره وکارو. په ۱۸۸۶ م کې کله چې دا کنال جوړ شو نو د جلاله خلک هم اوبو پسې کډه شول. هغه ځاې چې د بره کنال اوبه په ښکته کنال کې غورځيدې د اوبو “ټکر” په نوم يې ياد کړو.
Takkar canal
په راتلونکو پنځوسو کالو کې ټکر نور هم اباد شو او د خداي خدمت ګار غورځنګ دوېم مرکز پکې جوړ شو. په ۱۹۳۰ م د مي په مياشت کې انګريز حکومت د دې غورځنګ د څو مشرانو د نيولو لپاره سرکاري وارنټ (امر) جاري کړل. په ٢٦ مې د مردان انګريز اېس- پى مرفى د پوليسو د يوې دستې سره د ملک ماسم خان، سالارشمروز خان، ملک عبدالحميد، ملک خان باچا او پيرشهزاده د نيولو لپاره ټکر ته ورغلو. دغو مشرانو په سرکارى لارۍ کښې د تلو نه انکار وکړو او وې ويل چې دوى به سبا پخپله تاڼې ته ورشي.
دا تاڼه د ټکر نه يوولس ميله ليرې وه او په بله ورځ دا مشران د ډېرو خلکو په جلوس کښې ګرفتارۍ لپاره مردان ته روان شول. د دې نه درې اوونۍ وړاندې په کيسه خانۍ کې په بې وسلې خلکو ډزې شوې وې او د انګريز پر ضد د خلکو احساسات راپاريدلي وو. دوي چې د څومره کليو بانډو نه تيريدل نو هلته نه هم خلک ورسره بدرګه تلل. د ماځيګر څلور بجې کله چې دوي “ګوجرو ګړۍ” ته ورسيدل نو شمېره يې زرګونو ته رسيدلې وه. هم هلته انګرېز افسر مرفي د پوليس او پوځ سره په اس سپور راورسېدو او د جلوس مخې ته يې د خنډ اچولو او پښتنو مشرانو د ګرفتارۍ امروکړو.
په دې موقع د مردان اسسټنټ کمشنر مسټر کېلى هم موجود ؤ. هغه خلکو ته له هغه ځايه د تلو حکم ورکړو او پوليسو په وهلو ټکولو لاس پورې کړ. پهلوان نومى يو کس، خپله تماچه راويسته او په مرفى يې ډز وکړو او هغه د خپل اس نه راپرېوتو.
په هغه غرمه د ګوجرو ګړۍ ښځو په منګيو کې خلکو ته اوبه راوړې. په دوي کښې يوې سپين سرې چې په “سواتۍ ابۍ” مشهوره وه، د مرفي په سرخپل تش منګي راخلاص کړو او دی مړ شو. ناڅاپه سيلۍ او طوفان راوالوتل، تکه توره تياره شوه او خلک له هغه ځاې وتښتيدل.
د ټکر خلک پوهيدل چې د يو انګرېز د وژلو تاوان به د دوي کلې ورکوي نو په بله ورځ يې ښځې او ماشومان شا و خوا کلو ته وويستل. سړي يو ځاې راټول وو، چې د پېښور نه د پوځ دستو د وسلو سره کلې محاصره کړو. دوي هرې خوا ته مشين ګڼونه ولګول او ډزې يې پېل کړې. په دې۷۳ کسان ووژل شول او يو نيم سل ژوبل شول.
دا ولسي سندره هم هغه وخت جوړه شوه چې،
په ټکر جنګ دی،
ګولۍ ورېږي، او ونې پاڼې رژوينه،
په ټکر جنګ دی
انګريزانو د ماسم خان حجره وسوځوله چې د خداي خدمتګار دفتر و. د مې په ۲۸ نيټه د شپې پوځيانو د هر کور کې تالاشي پېل کړه. د دوي له کوټو کټونه، پالنګونه، توڼۍ، بړستنې، جامې او لوښي به يې راويستل او د کور په غولي کې به يې په اور کې وسيزل. هغه قبايل چې ټکر ته ورغلي وو، انګريزانو ورته د الوتکې نه پاڼې وغورځولې چې بېرته لاړ شي. د نور پوځ او د ښو وسلو د کارولو ګواښ يې ورته کوو.
بيا په ټکر کې يوه ” تعزيري چوکۍ” جوړه شوه او په مردان کې حکومتي ودانيو د جوړولو لپاره به چار واکو خلک په زوره بوتلل. د دې پيښې يوه لنډۍ داسې جوړه شوه.
راشه ائين رانجه دې واخله
ما د ټکر د وينو سرۀ ايښى خالونه
هغه ځاې چې خلک وژل شوي و، اوس يو يادګاري څلې ورباندې جوړ دی او هر کال يې خلک نمانځي.
سرچينې
۱. د برصغير باک و هند په ازادۍ کې د پښتنو برخه- عبد الاکبر خان اکبر. انجمن اصلاح افاغنه. يونيورسټي پبلشر. اګست ۲۰۰۹ م. ۳۱۲ او ۳۱۳ مخونه
۲. په ټکر جنګ دی. د ډاکټر صايب شاه صابرمقاله- جرس ادبي جرګه بلاګونه.۲۲ مې ۲۰۰۸ م.
۳. سراج خان د تخت بهۍ
۴. ايوب ټکر( پخوانی ناظم)
۵. نذير خټک.
۶. توحيد خان

د خپريدو نېټه
۶ دسمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *