د ۱۹۹۲ عيسوي کال په اوړي کي مې د عجب خان اپريدي په اړه د بي بي سي په راډیويي ګرامونو کار کوو. مولي ايلس نومې جينۍ چې عجب خان د خپل ورور او دوو نورو ملګرو په مرسته د کوهاټ له چاوڼۍ تښتولې وه، هغه وخت هم ژوندۍ وه.
زمونږ همکارجان بټ راته خبر راکړو چې مولي د لندن نه بهر د زړو خلکو په يو مرستون “ووډ برج لاج”کې د ژوند وروستۍ ورځې سبا کوي. زه د هغې سره مرکې لپاره جان بټ په خپل موټر کې بوتلم او په مرستون کې يوې ښځې راته د “ميرمن مولي ويډ” کوټه په ګوته کړه.
اوولس کلنه مولي د ۱۹۲۳ م په سپرلي کې د تيراه نه له خوشې کېدو وروسته د خپل پلار سره بيرته انګلستان ته لاړه. وروسته هغه د يو پوځي سره د واده شوه او د ميرمن ويډ په نوم هند کې مېشت وه.
په ۱۹۸۳ م کې هغه کوهاټ ته لاړه او په لومړي ځل يې د خپل مور قبر وليدو چې د ۱۳ اپريل ۱۹۲۳ م په شپه د شهزاده خان په لاس وژل شوې وه. ما هغه وخت په ورځپاڼو کې د دې عکسونه ليدلي و خو په مرستون کې ۸۲ کالو سپين سرې ګرځېدې نه شوه. د مرستون په هغه کوټه کې د دې د زوی عکس لګيدلې و چې هره اوونۍ د مور ليدو ته به راتلو.
مونږ ورته خپل ځانونه وروپېژندل او بيا مې د دې خبرو د ثبت اجازه وغوښته. د هغې کيسه راته معلومه وه او د مرکې لپاره ترينه نوي خبرې اخيستل ګران ښکارېدل. د هغې حافظه اوس هم ښه وه او ډېرې خبرې ورته يادې وې. راته يې د هغې شپې کيسه وکړه چې د کوهاټ په چاوڼۍ کې د مورسره په يو کټ کې ويده وه او ناببره د سپي په غپا پاڅېده. د هغې مور په تېاره کې لاسونه پښې وهل او د دوی کټ لنګې ته يو سړی ولاړ و. کله چې د هغې مور لاسونه پښې وهل بند کړل نو دا پوه شوه چې هغه ټپي شوې وه.
هماغه وخت يو سړي مولي د دواړو اوږو نه ونيوله، په يو څادر کې يې پټه کړه او د کټ نه يې راښکله.” زما حواس په ځای نه و او چغه مې نه شوه وهلې، دومره پوهه شوم چې دوی زه تښتولم.”
دې د خوب يو کميس اغوستې او په پښو کې يې څه نه و. کله چې يو غر ته وختل نو له مخ يې څادر ليرې شو او څلور کسان يې وليدل چې يو ورله خپل کوټ د اغوستو لپاره ورکړو. د دې پښې تڼاکې وې او يو کس د خپل پټکي نه ريتاړي وشلول او د دې له پښو يې تاو کړل. د غر د پاسه نه دوی ليدل چې د انګرېزانو پوځي ډلې او ګاډي د دې په لټون ګرځېدل. په دې ټوله ورځ تښتوونکو مولي ته د خوړلو لپاره يو موټی کشمش او درې لوکاټه ورکړل. د شپې دوی د غر نه ښکته او د تيراه لوري ته روان شول. په لاره څو ويالو نه تېر شول خو مولي اوبه نه څښلې. وړاندې د کلي نه شهزاده خان ورته ګرمې شېدې او د تبخي ډوډۍ راوړې، عجب خان ميزرې راوشوکولې او بيا يې په خپل لاس مولي ته څپلۍ جوړې کړې. يو ځای د شپې دوی د چا خر را ايسار کړو او دا يې ورباندې کينوله.
ما ترې پوښتنه وکړه چې هغې د ويرې احساس نه کوو نو ویې ويل، “زه د پښتنو قبايلو د دود نه خبره وم چې دوی ښځې نه بې پته کوي، زما پلار هم خبر و. په دې هکله د برتانیا په ولسي پارلمان کې هم پوښتنې وشوې. خو ما په دې هکله هغه وخت هيڅ اندېښنه نه لرله او دوی ما سره ښه وضع کوله. د يوې ښځې په توګه چې اوس هم ورباندې فکر کووم نو زړه ته مې نه لوېږي. مولي ووئيل، يواځينۍ وخت چې زه وار خطا شوم، “هغه ورځ وه چې مونږ يو ځای کې پټ و او د ډز غږ مې واورېدو. بيا مې لوګی تر سپږمو شو نو ما فکر اوکړو، لکه چې ژوندۍ مې سوځوي. خو چې کتل مې نو دوی يوه تنزره ويشتې وه او هغه يې په اور وريتوله.”
اخر مولي د انګرېزانو د جرګو له خوا خلاصه کړې شوه. هغې راته څو ټايپ شوې پاڼې راکړې چې د تښتونې د هرې ورځې حال يې په کې په خپله ليکلې و.
ما ترې د تښتوونکو په اړه پوښتنه وکړه چې څنګه شخصيتونه يې لرل نو ویې ويل، عجب خان د پوخ عمر او ټيټ سړی و خو شهزاده خان لوړ دنګ او ښکلی و. پوښتنه مې ترې وکړه چې هغه پېښه تراوسه ورته څومره تکليف ورکوي نو ويې ويل، ” دا امکان نه لري چې هر وختې به څوک پخوانۍ خبرې يادوي او زه هم ورباندې ډېر غور نه کووم او نه يې پرواه لرم.” ورته مې ياده کړه چې په پښتنو کې عجب خان لکه د يو اتل ګڼل کېږي، نوهغې وويل، دا قدرتي خبره ده او هغه به د دوی په زړونو کې ځای لري. خو زه چې د دوی په اړه څه نظر لرم هغه په خپل ځای دی، دوی زما د مور قاتلان وو.
ما ترې پوښتنه وکړه چې کله دا پاکستان ته تللې وه نو د عجب خان د زامنو يا د خپلوانو سره يې وليدل؟ هغې ځواب راکړو، ” ما نه غوښتل چې دوی سره ووينم نو ځکه د دوی سره د ملاقات نه مې انکار وکړو.”
د عجب خان په اړه په یو کتاب مې کارپېل کړې دی، چې ژر به چاپ او خپور شي. ( صفيه حليم)
د خپريدو نيټه
۹ دسمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
په ګوتو مو برکت شه او خدای دې توفیق درکړي چې دغه کتاب زر تر زره خپور کړئ. مونږ یې په لیوالتیا لاره څارو
عجب خان افرید چې د مقبوضه افغانستان ولس یې خپل اتل ګڼې د یاد پېښې څخه وروسته په مزار شریف کې ژوند کولو
عجب خان افریدي ته افغان حکومت پنځه سوه جریبه ځمکه ورکړې ده. مشر زوی نیک محمد یې په کابل کې د کانونو په وزارت کې لوی رئیس وو.
شينواري وروره
د معلوماتو نه مننه-
د عجب خان په اړه د کتاب لپاره مو د ده د ټبر خلکو سره هم مرکې کړي دي
ژر به يې چاپ شي
کور ودان