د ښکاري مارغانو تر اوسه پورې لس کورنۍ پېژندل شوي دي.
په دوی کې باز او ټپوس (ګنجۍ) هم شامل دي او تر ټولو لوی جسامت لرونکی ګوربت دی.
د ګوربت په څټ ويښته وي نو ځکه باز سره ورته دی، ولې ځينې خويونه يې د ټپوس وي ځکه مرداره يا خوسا غوښه خوري. په نورې نړۍ کې ګوربت د “ږيرور ټپوس” په نوم خلک پېژني. په جرمني کې دا “ليمرجير” نومېږي چې مانا يې پسونه تښتونکی دی. د ګوربت د نسل يو ټپوس په مصر کې نمانځل کېدو اوپه فرعوني مقبرو کې د دې نقش انځور هر ځای ښکاري. دا په جنوبي اروپا، قفقاز، افريقا، هند او تبت په غرونو کې د چودېدلو تيږو په منځ کې ځاله جوړوي. ګوربت ډېر لوړ نه شي الوتلی او د غونډۍ نه درې ياڅلورميټر بره الوځي. زيات وخت دا په تيږو ناست کله نا کله ټوپ وهي. پر زمکه د ګرځېدو لپاره د دې پښې غټې او کلکې وي.
يو لوی ګوربت د فولادي، زنګاري او سپين بخن رنګ لري او ماده ګوربته د نر نه غټه وي. د هماليا د غرونو ګوربت تر ټولو لوی وي چې ترشپږو کیلوګرامو وزن لري. د دې د وزرو اوږدوالی او پلنوالی د باز په شان وي. د ګوربت سر وړوکی خو څټ يې غټ او کلک وي. تندی يې سپين کريمي رنګ لري او د سترګو چاپېره يې توره حلقه تاوه وي. د زنې لاندې يې ويښته وي نو ځکه د “ږيرور” په نوم يې پېژنو. د دې ملا تاوه شوې وي نو ځکه نری او اوږد ښکاري.
کله نا کله ګوربت په وزرو او پښو کې نارنجي يا زيړ رنګ هم ښکاري چې دا په سرې خاورې کې د لوغړيدو او يا د منرالي اوبو په څښلو پېدا کېږي.
ګوربت زيات وخت د يوې ماده سره اوسېږي او کله چې ماده هګۍ اچوي نو د شپېلۍ په شان غږ راباسي يا د خپلې ځالې نه بهر د باز په شان چغې وهي. د دې ځاله تر دوو ميټرو پلنه هم کېدی شي چې په کې لوی لرګي او واښه ږدي. د ژمي په منځ کې ماده ګوربته يو يا دوه هګۍ ورکوي چې د ۵۳ نه واخلې تر ۶۰ ورځو پورې وزرو لاندې ساتل کېږي. د سپرلي په سر کې ترې چوچې راووځي . د ګوربت چوچيان د ۱۰۰ نه واخلې تر ۱۳۰ ورځو پورې په زاله کې وي او مور يا پلار ورله خواړه راوړي. چوچيانو ته تر دوو کالو پورې تيار خواړه ورکوي او په نتيجه کې نر او ماده ګوربت د يو يو کال لپاره ماشومانو سره پاتې کېږي. د دوی ځالې د غرونو په داسې ګړنګونو کې وي چې نور ځناور ترې په اسانه چوچيان نه شي وړی. ماشوم ګوربت تور او نسواري رنګ لري او په پنځو کالو کې لوی مارغه شي.
دا په بيديا اوهغو دښتو کې زيات ليدل کېږي چې ليوان يا نور وحشي ځناور او يا طلایي باز په کې ګرځي ځکه ګوربت د هغوی ښکارشوي غوښه او هډوکي په شوق خوري. د ايتوپيا پخوانۍ حبشې ګوربت په مردارو ډېرانو او نورو ځايونو کې زيات ليدل کېږي.
دا يواځينې مارغه دی چې د هډوکو مغزخوري او د پسه پوره هډوکی په خپلو نوکارو او د مښوکې په وهلو ماتولی او خوړلی شي. زيات مارغان هډوکی د تيږې سره جنګوي چې مات يې کړي. د ګوربت د هاضمې سيسټم داسې جوړ دی چې هډوکي په کې ژر ويلي شي. د دې د ماتولو لپاره دا هډوکی ۱۵۰ ميټرو پورې بره يوسي او له هغه ځایه نه يې راګوزار کړي. کله کله ۴ کلوګېرام دروند هډوکی هم چې د دې د خپل وزن سره برابر وي، په خپلو پنجو کې بره وړلی شي. هډوکی چې وغورځوي نو بيا هماغه ځای ته ورشي او که هډوکی مات نه وي نو بيا يې بره وړي او هماغسې يې غورځوي. د ګوربت چوچيان په ۷ کالو کې ددې جوګه شي چې هډوکی مات او ترينه مغز راوباسي. پخوا زمانه کې ګوربت خپل دې خاصيت له کبله “هډمات” په نوم هم يادېدو.
دا د خپلې زالې نه تر دوه کلوميټر کې ځان ته خوراک لټوي. کله کله نر او ماده ګوربت يو ځای ګرځي اوهغه مرداره غوښه هم چې له نورو ځناورو پاتې او څو اوونۍ پرې تيرې شوي وي، را اخلي. کله نا کله ګوربت په خپله هم د وړو او ناروغه يا کمزوري ځناورو ښکار کوي. زيات وخت دوی شمشتۍ (کيشپ)نيسي. که هغه غټ نه وي نو ژوندۍ يې په پنجو کې نيسي، والوځي او بيا بره نه يې راغورځوي چې کلکه څرمنه يې ماته شي. ګوربت په ځنګلي سويو، مړضانو، کوترو، او څمڅرک ناڅاپه غوټه وهي، په پنجو کې يې نيسي اوبره يې وړي.
په ۲۰۱۴ م کې د وحشي ژويو د نړیوال صندوق د يوې اندازې تر مخه د ګوربت شميره په کمېدو ده. د مرکزي اسیا په ملکونو کې پخوا يو غر کې تر ۵۰۰ ګوربت موندل کېدی شول، خو اوس په ټولې نړۍ کې د ګوربتو شميره ۱۰ زرو ته راښکته شوې ده.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۱۵ دسمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
Khushal ba ba 2 kitaaboona da baatoor/baaz pe haqla likalee dee che dwaarha “baaz-naama“ nomaigee… yew pe pakhto k day aw bal pe farsee…. da farsee baznaama khaghali Hewad mal chaap karhay da….. da pakhto baznama pe English k hum terjuma shaway da che da yew angrez da kitaab Falconary sakha ye werta karhay da.