د ګندهارا مجسمې

statues
هېڅوک په باور دا نه شي ويلې چې په درېيم ق م پېړۍ کې د افغانستان شمالي سيمو ته د تبت د لارې بودایي راهبان ورسېدل نو هلته د يوناني اسطورو “زيوس” او د “اتينا” مجسمې نمانځل کېدې که نه؟
د بودا منونکو لپاره دا يو لوی چيلنج و چې خپل خدای خلکو ته وروپېژني، ځکه د برهمني او يوناني عقيدو مجسمې اوعبادت ځايونه پخوا راهيسې موجود و. د دویم او لومړي ق.م پېړيو تر منځ په هند کې د بودا د مجسمو جوړول پیل شول. دا به يې برهمني اسطورو په شکل جوړول يعني لنگ (دهوتي) يې ستر او په سر د وېښتو يوځونډۍ لري.
تر لومړي ميلادې پېړۍ يونان باختري واک اوعقيدې په ګندهارا کې کمزورې شوې وې. په ټيکسلا، هنډ (صوابۍ) او سوات کې د بودایي دين راهبان رسېدلې او يوناني ډوله مجسمې ماتې، ړنګې او يا بدلې شوې. د يوناني مجسموڅو بېلګې د هنډ په کنډوالوکې وموندل شوې چې د مقدوني سکندر پوځ په کې مېشت و. دا څرګنده نه ده چې د يونان مجسمې څه وختې متروک او د بودا مجسمو يې ځای ونيولو. په ګندهارا کې مجسمې په داسې حال کې جوړې شوې چې د بودا په اوږو د يونان په ډول څادر(ټوګا) پروت دی، وېښته يې په سر يا په تندي د هند د مجسمو په شان راټول او په پښو کې د يوناني ډول څپلۍ (څپلکې) دي. د هندي مجسمو په پرتله چې په ناست حالت کی ښودل کېږي، د گندهارا مجسمې په يوناني ډول ولاړ حالت جوړېدل.
په انځورگرۍ او مجسمو کی تر ټولو گران کار د لاسونو او د پښو جوړول وي. هغه وخت د يونان هنرمندانو د مرمرو نه ځکه کار اخيستو چې د دې توږول ورته اسانه وه. د گندهارا هنرمندانو وليدل چې په مرمرو کې د لاس او د پښو جوړول ښکلې نتيجه ورکوي. دوی يو شمېر مجسمې داسې هم جوړې کړې چې نورو جود يې د تيږې او لاسونه پښې يې د مرمرو وې.
د دې مجسمو نه علاوه د بودا د ژوند بېلا بېل پړاونه د تيږې پرمخ او يا د گچو په تختو هم جوړېدل چې په انگرېزي کی ورته ريليف وایي. هغه پېښه چې بودا خپل کور پرېږدي، هغه حالت چې دی د ونې لاندې ناست دی او يا بيا نروانه ته رسيږي، نقشونه يې په لوښو، د معبد په دېوالونو او دروازو جوړېدل. د دې يوه تر ټولو زړه بېلگه د ننگرهار د بيمارانو له غونډۍ موندل شوې د سرو زرو په لوښي کی د هندي ساکایي باچا ازيس سکې پرتې وې او گومان دی چې د لومړي ق.م پېړۍ نه راپاتې دی.
د کابل نه واخلې تر اباسين او بره سوات د بودایي دين د نښو نه ډکه سيمه ده او هنرمندانو د بودا د ژوند يو اړخ هم داسې نه دی پريېښې چې په تيږه کې يې نه وي توږلې. داسې ښکاري چې دا ديني انځورونه يو ډول د تفريح لاره وه او هنرمندانو به په کې خپل تخيل کاواکه کړو.
Budhesatva in Hund Meseum
په ډبرو د بودا د ماشومتوب، د ده د ځوانۍ او د واده نقشونه د عبادت ځايونو نه علاوه خلکو د کور په دېوالونو، لوښو او نورو توکو د تبرک لپاره جوړول. دا هماغسې وه لکه چې اوس ځينې مسلمانان عربي دعاګانې او نور برکتي نومونه په لرګي، شيشه او نورو موادو کې جوړ موټرو، لاريو او په موبايل فون يا کمپيوټر په پرده کاروي.

سر چينې

۱. د گندهارا بودایي جوړښتونه. کرټ. اې. بيهرېنټ. ۲۰۰۳ نيدرلينډ چاپ. دوېمه برخه، وولسم ټوک. ۶۱،۶۲،۶۳ مخونه.
۲. د پاکستان ګندهارا هنر- احمد حسن داني- ۱۹۶۸ م

د خپريدو نېټه
۱۸ دسمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *