”
حبیب د سودا خلتې، پخلنځي ته یوړې او هلته د شنو مرمرو په لویه تخته يې کیښودې. هلته بي بي صاحبه انغري ته ولاړه، ایشیدلي پالک يې له اوبو ویستل او یوه سندره يې زمزمه کوله.
” بي بي ما ته ټاچ والا موبايل واخله.” هغه حیرانه شوه، ” ټاچ څه وي؟” حبیب لږ موسکی او سترګې يې ښکته کړې، ” هغه چې په شيشه يې ګوته راکاږې نو لمبر راشي.” بي بي د ګیسو انغری بند کړو، ” ښه ښه هغه نوي ټېليفون چې د ګوتې په لمس کار کوي.”
حبیب پوهه نه شو چې لمس څه وي خو سر يې وخوځاو. بی بي په زوره وویل، ” تر څو دې لسم نه وي کړی، ټاچ ماچ نشته. حبیب په ورو غږ وویل، ” مدو او اسلم دواړو سره ټاچ والا ټیلیفون شته…” بي بي غاښونه وچیچل، ” ته هغوی سره سیالي مه کوه…وړوکی هلک يې… صیب خو درته ټیلیفون درکری دی کنه” حبیب په ګیله من غږ وویل، ” دا نوکیا ټیلیفون اوس ژر بند شي…هر وخت بیټري چارج کوم.” بي بي ورته په قهر شوه…خدای دې غرق کړه حبیبه…ما درته تیر کال نوی ټیلیفون د دکان نه اخیستی و…په ډبي کې بند…تا هغه خرڅ کړو او ما ته دې دروغ وویل چې ورک شو.” حبیب احتجاج وکړو،” نا نا بي بي قسم دی که ما خرڅ کړی وي…په بس کې چا رانه غلا کړو.” بي بی چغه کړه، ” بیا مې درته خپل نوی نوزی سامسونګ ټیلیفون درنکړو؟” حبیب سر وګراو، ” هغه رانه ورور واخیستو چې بهر ملک نه ورته کالونه راځي.” بي بي کوټې ته په تلو کې وویل، “زما مازغه مه خوره… اوس د صیب په دغه نوکیا ګوزاره کوه… هغه خبر شو نو څیرې به دې کړي.” بیا يې په نرمه لهجه وویل، ” لسم دې وکړو نو ټیلیفون به درته واخلم.”
د لوی دروازې ذنګ وغږیدو نو حبیب منډې کړې او “جوجي” هم ورپسې په لکۍ خوځولو ودانګل. د بادامي رنګ دغه لیبریډار سپی په دې کور کې لوی شوی و. د بي بي زوی د دولسو کالو و چې دغه کوتری ورته ماما په تحفه کې ورکړو. په هغو ورځو کې د ټیلیویژن یوه ډرامه ” چنګیز خان” مشهوره وه او د چنګیز یو زوی “جوجي” نومیدو چې بي بي ته دغه سپي کټ مټ د هغه په شان ښکاریدو. له هغه وخت نه جوجي د دې کور یو غړی شو. خو تیر کال د بي بي زوی سبق لپاره بهر ملک ته لاړو او د سپي ساتل یوه ستونزه شوه. د صیب په مشوره جوجي يې کلي ته واستاو او میاشت وروسته چې بي بي هلته ورغله نو سپی يې په بد حال ولیدو. په ښار کې به د هغه لپاره د ډبو بند خوراک او بسکټ راتلل. په کلي کې بیچاره ته پاتې هډوکي یا سپوره ډوډۍ ورکړی کیده. په ډېرانو ګرځیدو او پمن مخ يې مچان بنګیدل. د بي بي په لیدو، جوجي کټ لاندې ننوتو او مخ يې ترې واړاو. یوې ښځې ورته کوری کوری وویل نو بي بي سخته خفه شوه او دا يې بیرته کور ته راوستو.
د هغې په کور کې درې ملازمان وو، اسلم به موټر چلاو، شاترینه ترور به د جامو وینځلو او کټوۍ څمڅۍ نه وروسته خپل کور ته تله. دریم “مدو” و چې د ټول کور صفای او لوښي وینځلو لپاره به سهار وختي راتلو. جوجي يې کلي ته واستاو نو شاترینې د پيرغيب زيارت په ډيوو کې د شکرانې تيل اچولي وو. هیچا د سپي د خوراک او ساتنې پړه پر غاړه نه اخیسته او بي بي مجبوره شوه چې یو کس ورته وساتي. د دوی د کور پخواني څوکیدار ورته خپل زوی راوستلو چې دوه ځلې د لسم امتحان کې ناکامه شوی و. حبیب د شپاړسو کالو نری نروچکې ځوان و او کله چې د خپل پلار سره د بنګلې په چمن کې د صيب مخې ته کيناستو نو جوجي ورته نزدې ودریدو. ده د سپي په سر لاس راښکلو نو هغه لکۍ وخوځوله. په بله ورځ د حبیب نوکري شروع شوه چې جوجي ته خوراک ورکول، د هغه وړه کوډله پاکول او ماښام چکر ته وړل پکې شامل وو.
د دې لوی بنګلې تر شا دوه کوټې د نوکرانو لپاره وې چې په يو کې اسلم او په بل کې حبیب اوسيدو چې په اوزګار وخت کې يې د امتحان تیاري کوله. د جمعې په ورځ به هغه د چمن د نل سره پايپ ولګاو، د جوجي زنځیر به يې نل سره کلک کړو او شامپو به يې پرې ووهلو. تر هغې به دی ورته په ارام ولاړ و خو کله چې هغه به پرې اوبه خوشې کړې نو جوجي به په ټوپونو شو او حبیب خړت خړت خندل. بي بي به د برنډې نه کله کله د حبیب او جوجي سیل کاو. د هغه په کارونو کې لوی ګیټ بندول او خلاصول هم وو. د موټر هارن په اوریدو جوجي ګیټ ته منډې کړې او حبیب به د ده په غاړه کې نیولې پټه کلکه ونیوله او په بل يې د اوسپنې ګیټ پرانستو.
یوه ورځ هم دغسې د موټر په هارن جوجي ورمنډې کړې. حبیب د ده د غاړې پټه ونیوله او دویمه تمبه يې لا نه وه خلاصه کړه چې ناڅاپه جوجي بهر ورټوپ کړل. هم هغه وخت په سړک یو تیز رفتار موټربریک ولګاو چې د جوجي پښه يې زخمي کړه. موټر ودریدو او د دې ډرایور سپي ته په ښکنځلو سر شو. اسلم شیشه ښکته کړه او حبیب ته يې بد رد ویل. صیب هر څه پخپلو سترګو لیدلي وو نو له موټر رابهر شو او د موټر ځوان يې ښه سپک کړو چې سړک نه يې ” ریس کورس” جوړ کړی و. حبیب ته يې هم پلار نیکه ور یاد کړل او په قهر يې وويل، ” بېړه دې غرقه شه، یو سپی نشې ټینګولې…” دا يې وویل او کور ته وردننه شو. اسلم د حرامتوب په موسکا حبیب ته وکتل او موټر يې ګیټ نه رادننه کړو. تر هغې بي بي هم د صیب په غږ ګیټ ته ورغلې وه. جوجي د درد د لاسه کړونجیدو خو حبیب نه پوهیدو چې دومره غټ سپی به څنګه اوچتوي. بي بي شاترینې ته د یو څادر راوړو وویل او بیا د ګاونډي څوکیدار په مرسته، چې نندارې ته ولاړ و، حبیب سپی پکې سملاو او دننه يې راوستو. صیب په چمن کې د یوې ونې لاندې په کرسۍ ناست اوس هم وېناوې کولې. ” هر څوک په تياره ډوډۍ غواړي… يو سپی دی او څلور کسان يې نشي ساتلې…”
لږه شېبه وروسته بي بي څادر په سر، تورعینک په سترګو، خپله لویه بټوه په لاس ګیټ ته روانه شوه. په چغه يې وویل، ” اسلمه…موټر ته راشه، اسپتال ته ځو. صیب اوس خپلې میرمنې ته په قهر و. ” زما د ډوډۍ په وخت ستا چکر ته زړه وشي… پریږده چې مړ شي…” خو بي بي ځان پرې کوڼ واچاو. جوجي يې د څادر سره د موټر شا په سیټ واچاو. د هغه په پښه حبیب یو ریتاړی تړلی و خو جوجي په کمزوری غږ بیا هم کړونجیدو. بي بي په اوښلنو سترګو ورسره په سیټ ناسته وه او د ده په ویښتو يې لاس راښکلو.
د ښار په دې برخه کې شته من خلک اوسیدل او د حیواناتو یو اسپتال هم پکې جوړ و چې بي بي به ورته جوجي ” ویکسین” له وړلو. هم هلته د ده د مات لینګي درملنه وشوه او بي بي خوشاله شوه چې هډوکی يې مات نه و. یوه اوونۍ د ملهم پټۍ نه وروسته، جوجي په ناسته خوراک سره سست شوی و. ډاکټر بي بي ته وویل چې جوجي دې چکر لپاره وباسي. خو سپی اوس د حبیب په ټیلو او زنځیر په راښکلو هم نه خوځیدو. ان تر دې چې يوه ورځ په دېوال پيشو راښکاره شوه نو په ناستې يې يو دوه ځلې ورته غپ غپ وکړل او بيا يې سترګې پټې کړې. حبیب به بیا هم هر ماځيګر جوجي ته زنځير په غاړه کړو او د لوبو لپاره ورته د ربړ بال وښودلو نو دی به ګوډ ګوډ ورسره روان شو.
حبیب اوس د پایپ د اوبو په ځای پلاسټکو بالټي کې تړمې اوبه واچولې او په لوی سپنج به يې د جوجي وجود پاکاو. د خوراک په وخت به ورسره کیناستو او خبرې به يې کولې. د سپي کوډله، د بي بي د کوټې له کړکۍ ښکاریده او هغه به دوی دواړو ته ځیر وه. د حبیب امتحان پېل شوی و او دی به غرمه کور ته راتلو. جوجي به هغه وخت ګیټ سره ودریدو او د حبیب په ښکالو دوه ځلې غپ غپ وکړل. دوه میاشتې وروسته د امتحان نتیجه راووتله نو حبیب پکې بیا ناکامه و. صیب ته خدای موقع ورکړه او ټولو نوکرانو ته يې بدې ردې وویلې. ” دا قام نه سمېږي…ټول حرام خواره دي…نه سبق وایی او نه کار کوي…بس په تیاره غواړي…” حبیب به سر ښکته نیولی، د سپي خدمت کاو. په بله ورځ بي بي سختې تبې ونیوله او له کټه هم نشوه پاسیدای. شاترینې څو ورځې ډوډۍ کټوۍ کول او حبیب به يې د وړو وړو کارونو لپاره ځغلاو. کله به يې صیب ته د هغه شکایتونه کول چې بې عقل دی او په خبره نه پوهېږي.
یوه ورځ بي بي شاترینې ته امر وکړو چې اسلم دې جوجي ته دارو ورکولو لپاره حبیب سره مرسته وکړي. خو هغه انکاري شو چې سپی پلیت وي او زه خو پینځه وخته نمونځ کووم.” شاترینې چې دا خبره بي بي ته یوړه نو هغې غاښونه وچیچل، ” په موټر کۍ د ده د خولو د بوي د لاسه پوزه مې وسوځي او دی هغه ته پلیت وایی…په ده کې او جوجي کې څه فرق دی؟ دواړه جمعه په جمعه لامبي…” شاترینې له ځانه هم څه خبرې ورزیاتې کړې چې اسلم پرې راپاره شو. هغه نیغ صیب ته ورغلو چې ” په دې کور کې زما سپکاوی کېږي…زما حساب وکړئ…زه نور ستاسو موټر نشم چلولې.” صیب د اخبار نه سترګې واړولې او ورته يې وویل، ” سمه ده …زه به په خپلې ډایري کې وګورم چې څومره پېسې دې مونږ ته کېږي. سبا به کډه یوسې او بیا کار ته مه راځه.” اسلم دغسې ګواښونه پخوا هم کړي وو او تل به بله ورځ موټر کې ناست و. په بل سهار هم دغه کانه وشوه چې اسلم موټر ووینځلو او صیب ته يې سلام وکړو.
ماځیګر حبیب د چمن په بنې ناست، جوجي سره د بال لوبې کولې. ده به ورته په انګریزي کې ” ګوډ بوای” وویل او بال به يې بیا لیرې وویشتو. اسلم هم هلته ناست سیګرټ څکول. ده ته يې په ورو غږ وویل، ” هلكه دا سپی پليت دی او ته يې هر وختې ګرځوې، ستا خو جامې هم پليتې وي او لمونځ دې هم نه قبلېږي.” حبیب ورته هيڅ ځواب ورنکړو، د جوجي د خلې بال يې واخيستو او ليرې يې وغورځاو. دا خبره هغه ته مدو او شاترنيې هم کړې وه او حبیب یو ځل يې بي بي ته یاده کړه نو هغې وویل، ” ټول مخلوق خداې پېدا کړې دی او سپی هم د خداې مخلوق دی. پاتې شو نمونځ، نو اسلم څنګه خبر شو چې دده نمونځ قبلېږي او ستا نه؟ دی د خدای منشي دی؟
له دې وروسته به حبیب د دې خبرو پرواه نه کوله خو اوس ورته اسلم بیا لګیا و. ” زمونږ د جومات ملا وايي چې په کوم کور کي سپی وي هلته فرشتې نه راځي. حبیب څو شيبې ورته وکتل، بيا يې پوښتنه وکړه”عزرايل فرشته ده کنه؟” اسلم په زوره ووئيل، ” آو آو د مرګ فرشته ده.” حبیب موسکی شو، ” بيا خو به د سپي له ويرې، دې کور ته عزرايل هم نشي راتلې.” اسلم ورته په ښکنځلو سر شو نو حبیب خړت خړت وخندل. دا خبره هغه د ګاونډي څوکیدار له خلې اوریدلی وه او ډېر خوند يې ورکړی و. بي بي د کمزورۍ احساس کاو خو د کټ نه پاسيده او ورو ورو د فریج ( یخچال) لوري ته لاړه. هلته نه يې د دارو یو وړوکی بوتل راوويستو، برندې کې په يوې کرسۍ کیناسته او حبیب يې راوبللو. هغه جوجي راوستو نو بي بي ته يې لکۍ وخوځوله او په پښو کې ورته کیناستو. حبیب لګیا شو،
” ” ګوره جوجي خانه، اوس به دارو وخورې، مم مم مزيدار وي… ته خو، ښه بچی يې کنه…ګوډ بوای” بي بي له خندا ورغله ځکه دا خبرې به هغې پخپله جوجي سره کولې. د بوتل سر يې خلاص کړو نو حبیب د جوجي خله ورته پرانسته. دارو د هغه خلې کې اچولو په وخت بي بي د حبیب لاسونو ته وکتل…” دومره لوی نوکان د ځناورو هم نه وي…توبه…خیرنه… لږ نوکتراش واخله او دا نوکان دې پریکړه.” د بوتل دارو خلاص شول نو حبیب د جوجي په خله کې یو بسکټ ورکړو او په مینت يې وویل،
“بي بي! اسلم خپل ټاچ والا ټېليفون خرڅوي، په درې زره… ما ته يې وئيلي دي چې که اخلې نو پينځه سوه به راته نورې هم کمې کړي.” د بي بي تندی په ګونځو ډک شو، ” وانخلی ترینه…د ده په حرامتوب زه خبر یم… حبیب مایوسه شو او جوجي پسې په پوڼیو ښکته کیدو نو بي بي پرې غږ وکړو، ” په زوړ ټیلیفون څه کوی؟…زه به درته نوی واخلم.” حبیب حیرانه په شا وکتل چې بي بي ورسره ټوکې کوي…که خبره طنزیه وه؟ هغې بیا وویل ” سبا به بازار نه درته نوی ټیلیفون واخلم.” جوجي په یو ټوپ، د چمن نه بال راوړو او د بي بي په پښو کې يې کیښودو.
د خپريدو نيټه
۲۱ دسمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم