په دغه لوی کلي کې ،
په دغه لوی کوګل کې ،
زړه دریدلی دی خوځون نشته ..
دلته باران وریږي ،
دلته شبنم ګوره دګل پربستر ،
دشوګیرونو دتورتم دتروږمۍ له لاسه ،
په رڼايی رڼايی ،
چا ته زخمي زخمي دردونه کله ،
لکه دحق دکتاب غوندي غوړولی نه شي ،
پردغه لوی کلي کې ،
پردغه لوی کوګل کې ،
زړه دریدلی دی خوځون نشته ،
دلته باران وریږي ،
دلته د وچو وچکالیو شونډې ،
چې په کالووچې وې ،
اوکلیوالو به دخدای په نامه ،
په خیراتونو کې یو څاڅکي غوښتو،
دلته اوس هغه تنده ،
دلته اوس هغه هیله ،
په بارانونوکې لاهو ، لاهو ده،
پردغه لوی کلي کې ،
پردغه لوی کوګل کې ،
زړه دریدلی دی خوځون نشته ،
دلته باران وریږی ،
په دغه لوی شوګیرکې ،
دبرجورو کلاګانو دا اوچت برجونه ،
دیوه او بل په غیږکې سرږدي ،
اسطورې جوړوي .
دلته باران وریږي ،
اوزموږ دکلي ببرسرپښتون له ډیرو وروسته،
په لويه لارکې دپښتون همت غرور ماتوي ،
دعاوي کوي وایی وایی ،
خدایه بنده دې یم ، پښتون دې یم ،
ګناه مې کړې نه پوهیدم ،
خو اوس پوه شوی یمه وایمه دا :
خدا یه چنګیز وبښې !
خدایه چنګیز وبښې !!!
عبد الخالق رشيد
کابل ۱۳۷۰