د زبيده نهر

Arafat tank
اوس مکې ته تلونکي حاجيان په دې دښته کې د اوبو د کمښت احساس نه کوي، خو يو وخت دلته د زمزمو د چينې نه علاوه بل ځای اوبه نه پېدا کېدې. په منا، عرفات او مزدلفه کې د اوبو هيڅ بندوبست نه و او خلکو به کله کله د سرو زرو په بيه اوبه اخيستې.
کله چې دویم خليفه عمر بن خطاب په ۱۷ هجري کې حج ته لاړو نو دا ستونزه يې پخپله وليدله. هغه د اوبو د رسولو لپاره بيړنی انتظام وکړو. وروسته نورو اصحابو لکه حضرت عبد الله بن عامر او امير معاويه هم د حج پر وخت د اوبو بندوبست وکړو. خو د اسلام د خپرېدو او هر کال د حاجيانو د شمېرې د زياتېدو سره سره دا ستونزه هم غټه شوه.
په اتمې ميلادي پېړۍ کې د نړۍ تر ټولو ځواکمن او د هغه وخت زبرځواک د اسلام عباسي خلافت و. هارون الرشيد د دې ټبر پنځم خليفه و چې د ۱۷۰ ه نه تر ۱۹۳ ه پورې واکمن او ميرمنه يې ملکه زبيده وه. د ده په واک کې هم په مکې کې د اوبو يو بالټې ( کوزړۍ) په ۲۰ درهمو خرڅېدو. د خليفه له خوا د نورو اوبو د بندوبست سره سره بيا هم دا کمی پوره نشو. په ۱۹۳ هجري کې د هارون الرشيد د مړينې نه وروسته ملکه زبيده پخپله حج ته لاړه، کله چې په مکې کې پخپله د اوبو کمښت يې ولېدو نو دومره خفه شوه چې سمدلاسه يې د يو نهر د جوړولو هوډ وکړو.
د دې نه وړاندې ملکې د حاجيانو د آرامه سفر لپاره د کوفې نه ترمکې او مدينې په ريګستان کې لاره جوړه کړې وه. د دې ټولې لارې سره هغې د اوبو زيرمې ( تالاونه) جوړ کړل. اوس هم د مکې شا و خوا داسې لس تالابونه ليدل کيږي. د کوفې په جنوب کې يو ځای تر اوسه “درب زبيده” نومېږي.
مکې ته د اوبو د يوې ويالې يا د نهر د جوړولو کار ډېر ګران و او ښایي پخوانيو واکمنو ورباندې فکر کړی وي. د دې کار هيڅ امکان نه و خو زبيده د نړۍ له نورو برخو نامتو انجينيران او سروې کوونکي راوبلل چې دا کار شونی کړي. دوی څه موده سروې ګانې وکړې او بيا د اوبو درې سرچينې ورته په نښه کړې. لومړۍ د مکې نه ۳۵ کلوميټر ليرې د حنين په دره کې د اوبو يوه چينه وه چې د اسلام پېغمبر پکې د خپلو مخالفانو سره جنګيدلی و. د دې چينې اوبه د سيمې خلکو کر کیلې لپاره کارولې خو دا سيمه توده، هوا يې وچه او کلکې تيږې يې لري. دويمه د عرفات نه ۱۲ کلوميټر ليرې يوه پخوانۍ وياله وه. درېیمه د مکې په جنوب کې يو کوهي وه. وروستی پلان چې مليکې پرې خپله خوښه څرګنده کړه، دا وه چې درې واړه سره يو ځای او په يو نهر(کنال) کې دا اوبه ترعرفات يوړل شي.
د حنين په درې کې د زمکې د پاسه د اوبو وړل ګران وو نو انجينيرانو د کاريز پلان جوړ کړو چې په لاره يې ځای ځای سپرغۍ لرلې. ملکې زبيدې ته دا پلان وړاندې شو نو هغې د حنېن ټوله دره او د دې شاوخوا ځايونه چې اوبه يې لرلې، په لوړه بيه واخيستل. د کاريز د جوړولو لپاره ډېرو مزدورانو ته اړتيا وه چې د تيږې د پرېکولو او کلکې زمکې کې د کودال وهلو مهارت يې لرلې وای. داسې خلک لږ و او ملکې اعلان وکړو چې که اړتيا وه نو که هرڅوک چې يو کودال په زمکه وهي، هغه به ورته يو درهم مزدوري ورکوي.
د زمکې لاندې د تونلونو جوړولو کار پیل شو. د حنېن د وادۍ نه په لاره هر ځای چې د اوبو يوه چينه راتله، د هغې اوبه يې ورسره يو ځای کولې. د دې نهر يوه څانګه يې د منا او مزدلفه نه ترعرفات غونډۍ او بله څانګه يې مکې ته بېله شوه. کانال په ټولو ځايونو کې يو شان ژور نه دی خو عمومي ۳ ميټر ژور او يو نيم ميټر پلن و. مهندسانو د زمکې د لوړ والي او د اوبو د زور په حساب د دې سپرغۍ جوړولې.
په دې کانال ۱۷ لکه دينار لګښت وشو، يو روايت دی چې کله د نهر زبيده اوبه روانې شوې نو ملکه د خپلې ماڼۍ په ګيلري کې راښکاره شوه چې په بغداد کې د دجله سيند پر غاړه جوړه وه.
هلته حاضرو خلکو ته چې د نهر په جوړولو کې يې لاس کړی و، خطاب وکړو ورته يې وويل، نن زه د نهر د حساب ټولې دوسيې تړم. هغه خلک چې ما ته يې پېسې پاتې دي، مجبور نه دي چې حساب راکړي. هغه چې ما ته يې حساب پاتې دی، سمدلاسه دې خپلې پېسې واخلي او دوی ته به غبرګې پېسې ورکړې شي. هغې د حساب پاڼې د سيند په اوبو کې د لاهو کولو امر وکړو او وې وئيل چې د دې کار اجر يې د خداې سره دی.
zubeda canal
ملکه زبيده په ۲۲۶ ه (۸۴۱ م) کې د خپل ميړه نه ۳۲ کاله وروستو وفات شوه او تر مرګه يې د خیر ښېګڼې کارونه کول. په ۲۴۵ هجري کې مکې کې يوې سختې زلزلې د دې کاريز ځينې برخې بې ځايه کړې خو سمدلاسه د خليفه په امر بیا ورغول شو. وروسته نورو واکمنو هم د دې سمولو ته پام کوو. دا نهر تر زرو کلونو پاتې و او حاجيانو به ترېنه اوبه اخيستې. په ۱۲۹۵ه کې کله چې د اسلام سپيڅلي ځايونه د عثماني واکمنو په لاس کې وو، نو يوې شورا د دې نهر د بيا مرمت او سمولو چارې په غاړه لرلې. په ۱۳۴۴ هجري کې د نعمان وادۍ په سيلاب کې دې نهر ته ډېر زيان ورسېدو او تر دريو مياشتو مکې ته اوبه بندې وې. په ۱۳۴۳ ه کې شاه عبد العزيز د دې د بيا جوړولو امر وکړو خو د اوبو د رسولو متبادل لارې ولټول شوې. ترهغې ټيکنالوژۍ پرمختګ کړی و او د مکې نه ۱۰۰ کیلومیټره ليرې د اوبو د پاکولو يوه کارخانه جوړه شوه. په دې کې د باران او نور مالګين اوبه پاکوي او د پايپونو د لارې ټولو ځايونو ته رسوي. دا کارخانه په څلورو کالو کې جوړه شوه او د ۱۹۸۸ م راهيسې اوبه ترې اخيستل کېږي.
خو د دې سره هم د نهر زبيده نه سترګې نه دي اوړېدلي او په ۲۰۰۱ م کې سعودي باچا د نهر زبيده د سمولو امر وکړو چې مکې ته اوبه زياتې او دا تاريخې نهر بيا روان شي. د دې کاريز يوه سپرغۍ اوس هم د عرفات ميدان د جبل الرحمت سره ليدل کېږي. د منا او د مزدلفه په لار د دې ځينې پخواني دېوالونه اوس هم شته چې د يوې ميرمنې د کلک عزم او هوډ داستان وايي.
د ويبپاڼو نه

د خپريدو نيټه
۲۹ دسمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *