پارس که ايران

iran stamp
په تاريخي توګه د پارس خليج په شمال کې زمکې نوم پارس و چې په يوناني کې به يې ورته پرسيس او لاطيني کې پرشيه شو. عربانو “پ” په “ف” واړوله او دا فارس شو.
د ايران مانا د ” اريايانو خاوره” کېږي او ځينې خلک باورلري چې دا نوم په څلورمې ميلادي پېړۍ کې ساساني واکمنو له وخته مروج شو. خو دا مفکوره ثبوت نه لري.
په ۲۱ مارچ ۱۹۳۵ م کې د پارس باچا رضا شاه پهلوي، په رسمي توګه د بهر ملکونو استاځو ته اعلان وکړو چې ده ملک دې ايران په نوم يادکړي. د ايران تورې د دې نه وړاندې هم په ملک کې کاريدو خو په دې فيصلې مخالفت ووشو. په دويم نړۍ وال جنګ کې ايران او عراق دواړه ښکيل وو او د اروپايانو لپاره دواړو کې توپير ګران و، نو د بريطانيې وزير اعظم ونسټن چرچل د ايران حکومت نه خواست وکړو چې د جنګ په هغه موده کې په ملګرو ملتو کې دې هم هغه تاريخي د پارس نوم وکاروي. تر ۱۹۵۹ م د پارس او ايران دواړه نومونه ورته کاريدل. هغه وخت په ايران کې يوه کميټه جوړه شوه چې د سرکاري نوم فيصله دې وکړې. هغوي د ۱۹۳۵ م د رضا شاه فيصله سمه وبلله او دا نوم بيا ايران شو.
په ۱۹۷۹ م کې د اسلامي انقلاب نه ورستو دا د اسلامي جمهوريه ايران په نوم وروپيژندل شو. اوس په تاريخي ليکنو کې دا ملک پارس او په سياسي توګه د ايران په نوم پېژندل کېږي.
د خپريدو نيټه
۲۲ فروري ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *