د افغانستان د لارې هند ته د اريایي خلکو د کډ والۍ خبره ځينو ته د منلو وړ نه ده ځکه د دوی له خوا څه نښې نه دي پاتې شوي. خو په ۱۹۷۸ م کې د چين او د پاکستان تر منځ د قراقرم د لویې لارې د جوړېدو پر مهال په تېږو عجيبه نقشونو د ځينو انجينرانو پام ځان ته راواړوه. د پېښور پوهنتون نامتو لرغونپوه احمد حسن داني ترې هم خبر و او دوه کاله هغه د جرمني د هايډلبرګ پوهنتون استاد او لرغونپوه کارل جيټمر سره يو ځای دلته پلټنې وکړې. ځينې نقشونه د هغه وخت وو چې انسانانو د تيږې اوزار کارول او دا مفکوره پېدا شوه چې ممکن دا نقاشي د اريایي کډوالو نه پاتې وي.
په ۱۹۸۲ م کې د دې پلټنو لمنه دومره پراخه شوه چې د هايډل برګ پوهنتون د عمرانياتو او ساينس شعبې ورته بېله څانګه پرانستله. د دې تېږو عکسونه او نقشې د پروفيسر هيرالډ هاپټمين په مشرۍ هغې څانګې کې د څېړنو لپاره وړل کېده او يوه کاپي يې په ګلګت کې ساتله.
تر اوسه د اباسين دواړو غاړو کې ۱۰۰ کلوميتر په ساحه کې ۳۰ ځايونه رجسټر شوي دي. په دوی کې د ۵۰ زرو نه زيات د تېږې نقشونه، ۳۰ زره انځورونه او شاوخوا ۵ زره ليکنې دي چې په لسو بېلا بېلو ليکدودونو کې وپېژندل شول. دا نقشونه او ليکنې په لويو تېږو او د غره په ډډه يا خو په تيشه او چيڼۍ توږل شوي او يا د چاقو د نوک سره په وړو وړو ټکونو کې ډېر په هنر جوړ دي.
زيات نقشونه د اباسين په ګس لاس د “چيلاس” (ديامير ضلع) په لويديځ او ختيځ کې وو. دې سيمې ته يوه لاره د بابوسر درې او کاغان نه ورغلې ده او بله د اوسني قراقرم لويه لاره ده. په دې د لرغونو وختونو راهيسې سوداګر، يرغلګر او زيارت کوونکي تلل راتلل. ښايي ځينې نقشونه دې لارویو له خوا کنده شوي دي. خو ډېر يې د ځايي اوسيدونکو له خوا جوړېدل. په تېږو د نقش جوړول ډېر ګران کار وي او يو څوک چې سفر کوي، دومره وخت نه لري چې يوې تېږې ته کښېني او انځور پرې جوړ کړي.
هنزه، شتيال او سکردو په سيمو کې د داسې نقشونو شمېره لا زياته ده او په شيګر کې په ۱۹۸۴ م کې په تېږې کنده شوې يو بودایي معبد هم وموندل شو.
تر ټولو پخواني نقشونه د تاريخ نه د وړاندې دورې د ۵۰۰۰ او د ۱۰۰۰ ق م وختونو نه راپاتې دي. يو ځناور يا انسان درې ګوټيزه (تکون) بڼه کې جوړ دی، يا د ښکار ننداره ده چې پکې ځناور د انسان نه لوی ښکاري. په دوی د زرګونو کالو راټول زنګ او د اوبو نښې د دې د زړښت په معلومولو کې مرسته وکړه.
دې سيمې ته بودایي دين په لومړي ميلادي پېړۍ کې راورسېدو او داسې ښکاري لکه چې پخپله د ټولنې له خوا د يو غورځنګ د لارې دا دين ومنل شو. د دې غورځنګ نښې، د تبر او د لمرانځور و چې ځای ځای نقش شوي دي او د دې د تاريخ يو مهم پړاو په ګوته کوي. د بودایي دين منونکي دلته تر ۹ او ۱۰ ميلادي پېړۍ هم موجود وو. د دوی منونکو د سټوپا، بودا او نورې ديني نښې په تېږو نقش کول. د دې سره خلکو خپل نومونه، دعا او يا د نذرجمله کنده کړه. دا په برهمي، خروشتي او اصل شاردا ليکدود کې دي. خو د سغديه، چينایي او د عبراني ژبې ليکنې هم شته. په ځينو کې د نوي بودايانو له خوا بدلون راوستل شو. دوی هغه نښې چې د اوسني بوديزم سره سمون نه خوري، وران او د پاسه پرې نور نقشونه جوړ کړل. د ۱۴ نه تر ۱۵ ميلادي پېړيو بودايي نقشونه هم شته چې ښايي هغه وخت دلته اسلام نه و خپور شوی. په چيلاس کې د خروشتي ليکدود په يو نقش کې “کابوا” يا “کمبوا” توری ليکل شوی دی. احمد حسن داني وايي چې دا د سانسکرت د “کمبوج” د توري خروشتي بڼه ده. داسې ښکاري چې د لرغوني کمبوج په باچاهۍ کې د چيلاس سيمه هم شامله وه.
د وخت په اوږدو کې دا نقشونه د ورکېدو په حال دي ځکه ځایي خلک کله نا کله دا ورانوي او يا که پوره تېږه ليرې کولی شي، نو ودې باسي. په دړيال دره کې يو چا هم دغسې تيږه په ۵ لکو روپو خرڅه کړې وه.
په شلمې پېړۍ کې د اباسين په اوبو د ” ديا مير- بهاشابند ” د جوړولو لپاره ځينې ډبرې چې نقشونه پرې جوړ وو، په بارودو ړنګ شول.
د جرمني او پاکستان لرغونپوهان د ۳۰ کالو نه اخته دي چې دا نقشونه وژغوري. د دوی د خوندي کولو لپاره لومړی کيمياوي مواد کاروي او بيا پرې څپر جوړوي چې باران او واورو کې وران نشي. د داسو ضلع په شتيال ښار کې يې ورته وسله وال محافظان ساتلي دي. څومره چې د دې تېږو شهرت قاچاق وړونکو ته رسېږي، هماغومره ورته خطر زيات شوی دی. ځينې لرغونپوهان دا مشوره ورکوي چې نقشونه دې د تېږو نه پرېکړي او په چيلاس او بشام کې ميوزيم ورته جوړ کړي. خو د زرګونو تېږو نه د دې نقشونو بېلول اسانه کار نه دی. د لګښت نه علاوه، د پاکستان هر يو حکومت د اوبو د بند او د سړک جوړولو کار زيات مهم ګڼي. د بروفيسر احمد داني د مړينې نه وروستو د پېښور پوهنتون د لرغونپوهنې د شعبې استادانو د څو کالو نه د دې تېږو په اړه د پوهاوي کمپاین پېل کړی دی. د دې نقشونو څېړنه د مرکزي او د جنوبي اسیا د تاريخي کلتوري مطالعي يوه مهمه بېلګه ده. ممکن د اريايي خلکو د ژوند په اړه نوې خبرې څرګندې شي.
سرچينې
۱.د ګندهارا او د ورېښمو د لارې تر منځ- د قراقرم لویې لارې په اوږدو کې د ډبرو نقشونه. د ۱۹۷۹ م نه تر ۱۹۸۴ م د جرمني او پاکستاني پلټنو څرګندونې. کارل جيټمر او ولکر تيوالټ- ۱۹۸۷م.(د ويبپاڼې نه)
۲. په ګندهارا کې بودايي انځورونه. ډاکټر محمد نسيم خان، څېړنه- د پېښور پوهنتون لرغونواثارو څانګه. ۲۰۰ م، ۱ نه ۱۲ مخ.
د خپريدو نيټه
۱۸ جنوري ۲۰۱۵ م
صفيه حليم