د دې پاڼې يو لوستونکي راته خبر راکړو چې په وړوکوالي کې کله چې ښوونځي ته تلو نو په لارې یې د یوې غونډۍ په ډډې کې يې پخوانۍ سکې موندلې. د يوې سکې عکس يې په ايميل کې راواستوو. بيا يې د بودایي دورې د يوې مجسمې عکس راته راولېږلو. مشوره مې ورکړه چې د سيمې ميوزيم ته دې يوسي چې هغوی يې خوندي کړي. يوه ناهيلې ليک يې وليکلو چې په هيچا باور نه کوي ځکه ټول ورته غله ښکاري.
دا خو هغه مادي تاريخي توکي دي چې شمېره يې چا ته نه ده معلومه او ممکن د تل لپاره بې له څېړنو پاتې شي. خو زمونږ ټولنيز او معنوي ارزښتونه، هم تر يرغل لاندې دي. يو ماشوم ته مې کيسه کوله چې پکې د غلبيل توری راغلو، هغه خبر نه و چې دا څه وي؟ د خپل ماحول نه بيګانه د نوي کهول ځوانان د نختر، شوي او د چنار ونې نه پېژني. مماڼې، ګورګورې او کرکڼې يې نه دي خوړلي ځکه د دې بوټي وهل شوي او څوک يې نه راټولوي. د خپل کور، محلت او د کلي جغرافيه ورته نه ده معلومه. د دې سبب که هر څه وي خو ملامتي يې په جنګ او په شخړې اچول کېږي. يو کس چې د خپل کلي ډېر پخواني دودونه ورته معلوم دي، ليکلو ته زړه نه ښه کوي، ځکه دی په تمه دی چې سيمه کې جنګ ختم شي نو بيا به ورباندې څېړنه او ليکنه کوي. هغه ته مې وویل، وخت د هيچا انتظار نه کوي. زمونږ د سيمې ډېر ښه فکر لرونکي د خاورو سره خاورې شول او ټولنې ته يې هيڅ ګټه و نه رسوله.
اوس به راشو دې وېبپاڼې ته چې اوس يې دوه کاله پوره شول. په تېر کال کې د لوستوونکو شمېره ۴۶۵۷۵ ( شپږ څلويښت زره پينځه سوه او پينځه اويا) وه چې اوسط يې د مياشتې درې نيم زره کېږي. هغوی چې د نيم ساعت نه زيات وخت يې پاڼه لوستله، شمېره يې د مياشتې دوو زرو شاوخوا وه. په دوی کې د نيمايي نه زيات د فيسبوک د لارې خبرشوي وو چې د دې لپاره د خپلو دوستانو منندویه يم.
په تېرو دوو کلونو کې په دې ويبپاڼې ۴۲۲ مضمونونه خپاره شول چې ۳۲ يې د همکارانو، لوستونکو او ملګرو له خوا راواستول شول. د ۱۲۰۰ نه زياتو لوستوونکو تبصرې (کمنټ) وليکلې چې زياتې يې خپرې شوې.
د ۲۳زرو هغو ليکنو(سپېم) مخنيوی وشو چې هدف يې پاڼه خرابول او يا ورباندې تجارتي اعلان خپرول وو. د ځينو نورو ليکنو لپاره غوښتنه وشوه چې تر خپله وسه مو ورته راټول او خپاره کړل. او د ګوتو په شمېر داسې خلک هم دي، چې په ليکنو کې د نيټې، نوم او ان چې د يوې وړې تېروتنې ته يې هم پام او د سمون غوښتنه وکړه. دا موږ ته ښيي چې یو څوک مو لیکنې لولي او همدغه راز موږ متوجه کوي چې په نورو لیکنو کې د تېروتنو مخنیوی وکړو. ځينې لوستونکي ګيله کوي چې په دې پاڼې مواد ژر نه بدلېږي او بايد هره ورځ “اپ ډيټ” شي. دا کار هماغه وخت کېدی شي چې څو ليکوالان راته مدام ليکنې راواستوي. نو شته څوک داسې چې په لنډو يو نوی مضمون، کيسه يا فکر وليکي. هغه چې فيسبوک او ټويټراخته وي، داسې څه ليکلې شي چې پخوا چا نه وي لوستې؟
۱۵ جنوري ۲۰۱۵ م
!صفيه حليم
تاسو ته دد اړینو لیکنو ډکی ویب پاڼی د دوهم تلین مبارکی وایم
الله مو سر لوړی اود اوږده عمر څښتنه کړه په قلم مو برکت شه موږه د تاسو په شان وطن دوسته خویندو باندی ویاړو
گرانې خور صفيې حليم!
داچې دغه ښكلې ويپانه دوه كلنه سوه درته بختوره دې وي
ستر څښتن دې نور حئواك هم دركړي