کشمير پخپلو دريو ګاونډيانو، هند، پاکستان او چين ترمنځ ويشلې خاوره ده. د دې مرکزي او جنوبي برخې د هند په لاس کې دي. پاکستان د جنوب لوېديځ نه تر شمال لوېديځ خاوره په لاس کې لري او د انتظام لپاره د ګلګت بلتستان سيمه يې هم ورسره ګډه کړې ده. د دې شمال ختيځ د چين په لاس کې ده چې د لداخ د تبت سره نښتې سيمه ده.
د ميلاد نه وړاندې پېړيو کې کشمير د هندو او د بوداي دين يو مهم مرکز و. د دې پخوانې پلازمينه سري نګر د اشوکا راجا له خوا جوړه شوه او د بوداي دين کانفرنس يې پکې رابللې و. په ديارلسمې ميلادي پېړۍ کې دلته اسلام خپور شو او د سوات د شاهي ټبر نه يو باچا شاه مير د دې ځاې لومړی مسلمان واکمن شو چې وروستو د سلاطين کشمير په نوم وپيژندل شول.
د ۱۵۲۶ نه تر ۱۷۴۷ م پورې مغل او تر ۱۸۲۰ م پورې کشمير د افغانانو په لاس کې و. بيا تر ۲۵ کالو د سيکانو سره و. په ۱۸۴۱ م کې دلته انګريزانو له خوا سر شميرنه وشوه چې پکې مسلمانان ۷۷ في صده وو. د هندوانو شميره ۲۰ في صده او د في صده سيکان او بودايان وو.
خو انګرېزانو دا سيمه د پنجاب په يو راجا ګلاب سنګ په ۷۵ زره روپۍ خرڅه کړه چې د هغه ټبر سره تر ۱۹۴۷ م پاتې وه.
په دې سلو کالو کې زياتو مسلمانانو د کشمير شته منو هندوانو د کورني ملازمانو په توګه کار کوو چې په اوړې کې به هلته ورتلل. له دې کبله د کشمير مسلمانان ډېر عاجز او سست شول. د دوی د روزګار وسيله يې په لاس د وړۍ شالونه جوړول و چې اوس هم په نړۍ کې سارې نه لري.
د هند د ويش پر وخت دا فيصله شوې وه چې په کومو سيمو کې مسلمانان په اکثريت کې وو، هغه به د پاکستان سره يو ځاې شي. کشمير د پنجاب يوه ضلع وه او په جغرافيايي توګه د پاکستان ته نږدې هم و او خاوره يې سره تړلې ده. خو د کشمير راجا هري سنګ په سرکاري توګه هيڅ اعلان نه کوو.
د بريطانوي هند د پوځ هغه برخه چې پاکستان ته رسيدلې وه، دومره توان نه لرلو چې دا سيمه يې په زوره اخيستې واې نو د جهاد ناره يې پورته کړه او پښتانه قبايل يې ورته يوړل. دوی په کشمير کې د چور چپاول او د ويرې فضا جوړه کړه. هري سنګ ډېلي ته لاړو او انګريز وايسراې ماونټ بيټن نه يې د مرستې خواست وکړو. د هغه په مشوره راجا د هند سره د يو ځاې کيدو اعلان وکړو او د هند پوځ په الوتکو کې کشمير (سري نګر) ته ورواستول شو.
دا لانجه ملګرو ملتونو ته وړاندې شوه او د دوی له خوا يو ډله کشمير ته لاړه چې حالات پخپله وګوري. هغوی راپور ورکړو چې د کشمير اوسيدونکو نه دې راې واخيستل شي، چې دوی چا سره يو ځاې کيدل غواړي. هند دا خبره رد کړه او وې ويل چې تر څو د کشمير نه ټول جنګيالي نه وي وتلې، هيڅ انتخابات نشي کيدې.
د ۱۹۴۸ م په پاې کې د ملګرو ملتونو په څارني د دواړو ملکونو تر منځ اور بند ووشو. خو هغه راې ګيري چې دوی يې غوښتنه کړې وه، تر اوسه و نشوه. له هغې راهيسې د دې يوه برخه د پاکستان سره ده او د هند سره يې په ۱۹۶۵ م او په ۱۹۹۹ م کې جنګونه وکړل.
د چين حکومت هم د کشمير د هغې څنډې نه لاس نه دې اخيستې چې دا يې خپله خاوره ګڼي. په ۱۹۵۰ م کې د چين پوځونه د لداخ شمال ختيځ ته ورننوتل او په راتلونکو شپږو کالو کې يې دوی د اکسۍ چين نه سنکيانګ پورې يو پوځې سړک جوړ کړو. هند ډېر وروستو د دې سړک نه خبر شو نو په ۱۹۶۲ م د اکتوبر په مياشت کې د چين سره وجنګيدو.
د خپريدو نيټه
۲۹ جنوري ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
ډیر په زړه پوری معلومات مننه صفیه حلیم خور. ژوندی اوسی