اټک ته پخوا خلکو اټک بنارس ويل ځکه دلته د دوو سيندونو (اباسين او کابل) اوبه يو ځای کېږي او هندوانو سپيڅلی ګاڼه.
په ۱۵۵۵ م کې د مغل باچا همايون د مړينې نه وروسته د ده يو زوی جلال الدين محمد اکبر د هندوستان او بل ميرزا محمد حکيم د کابل او پېښور واکمن شول. څو کاله دواړو خپل خپل پوځي توان يو ځای کوو او د يو بل د ماتولو په ارمان وو.
په ۱۵۸۱ م ۱۵ فروري ميرزا حکيم د پښتنو په ملاتړ له اباسين پورې، لاهور محاصره او بيا يې ونيولو. اکبر د لښکر سره باچا د فتح پور سيکري نه روان شو نو ميرزا حکيم بېرته پېښور ته لاړو. اکبر د جون تر مياشتې اباسين ته ورسېدو او د دې په ختيځې غاړې يې چاوڼۍ جوړه کړه. دی درې مياشتې د سيند پرغاړه ايسار و.
په اباسين د تېرېدو لنډه او تاريخي لاره د پښتنو په سيمه (هنډ) تېرېده او په دوديزه توګه هلته ميشتو يوسفزو به د لارې محصول اخيستو. دغلته په اوړي کې چې اوبه ډيرې وې، نو خلک به په لويو بېړيو پورې وتل او په ژمي کې به يې د کښتيو پل جوړولو.
اکبر خپل يو انجينر محمد قاسم ته د هنډ (سوابۍ) نه څو ميله ښکته د سيند پر خټيځه غاړه د يوې کلا د جوړولو امر وکړو. د دې پلان او نقشه په جهلم کې د شير شاه سوري د روهتاس کلا نه کاپي شول. د مزدورانو او معمارانو څارنه او د جوړښت نور کارونه د خواجه شمس الدين خوافي په لاس کې و. کلا د سيند سره جوختې ۳۰ ميټره په لوړې غونډۍ جوړه شوه او ۱۶۰۰ ميټره زمکې نه يې لوی ديوال تاو کړو. د جوړښت لپاره تېږه د سيند سره نږدې غر نه راوړل کېده چې اوس يې هم نښې ليدل کېږي.
د دې کلا څلور دروازې دي چي ډېلي دروازه يې په منځ کې ده او کلا په بره او ښکته دوو برخو کې ويشي. دويمه دروازه، موري په نوم د کلا په ختيځ کې او لاهوري دروازه یې په شمال کې ښکته لوري ته جوړه ده. کابلي دروازه د دې کلا په جنوب کې ده. په غونډيو د ختلو لارې داسې دي چې هاتي ( پيل) پرې ورتلی شو. يوه لرګينه دروازه د هغه وخت نه پاتې ده چې ورباندې د اوسپنې سيخونه لګيدلي دي، داسې دروازې به د هاتيانو په زور هم نشول ماتيدلی. دا کلا په دوو کالو او دوو مياشتو کې جوړه شوه چې د۱۵۸۱ م نه تر ۱۵۸۳ م ورباندې کار روان و.
ميرزا محمد حکيم په ۳۰ جولاي ۱۵۸۵ م کې د ۳۰ کالو په عمر کې کابل کې مړ شو. اکبر بيا مان سنګ يې کابل ته ورواستوو او پخپله هم په ۲۲ اګست ۱۵۸۵ م کې ورپسې روان شو. په ۶ دسمبر د راولپنډۍ په مقام مان سنګ د ميرزا حکيم دوه ماشوم زامن افراسياب او کيقباد ورته وسپارل، او خپله بېرته کابل ته لاړو. په ۱۰ دسمبر ۱۵۸۵ م د پېښور غوري قبايلو د پېښور ګورنر سيد حامد بخاري ووژلو چې مان سنګ هلته مقرر کړی و. دوی د پېښور کلا هم محاصره کړه او د خيبر لارې يې بندې کړې. اکبر په ۱۳ دسمبر ۱۵۸۵ م حسن ابدال او په ۲۳ دسمبر اټک ته ورسېدو. دا هماغه وخت و چې ده د يوسفزو او غوري قبايلو د ماتولو لپاره دلته خټکو ته زمکې ورکړې.
مغلو دا کلا تر ۱۸ ميلادي پېړۍ په لاس کې لرله چې څه موده د افغانانو لاس کې وه. په ۱۸۱۲ م کې سيکانو او په ۱۸۴۲ م کې انګريزانو ونيوله. هغه وخت انګرېزانو دلته د خپلې چاوڼۍ اړتيا لپاره پکې نورې ودانۍ جوړې کړې چې د پخوانۍ کلا يوه برخه ښکاري.
په ۱۹۴۷ کې د د هند د ويش نه وروستو دا د پاکستان پوځ د ۷ فرقې مستقر او په ۱۹۵۶ م کې د پوځ د ځانګړو قواو (ايس ايس جي) په لاس کې شوه. تر ۱۹۹۶ م دلته د پاونده (پونده) بټالين او په ۱۹۹۶ م کې د چراټ کمانډو ډلۍ “يلدرم” تر ۲۰۱۲ م پورې پکې ميشت و. اوس هم د دې د ۶ کمانډو د صمصام نومې ډلګۍ سره ده. دا کلا د يو پوره ښار په شان ده چې د پوځيانو د اولادونو لپاره يو ښوونځی هم لري. دا د پاکستان تر ټولو خوندي کلاه ده چې د اړتيا پر وخت پکې سياسي بنديان هم ساتل کېږي.
سرچينې
۱. تاريخ پشاور، منشي ګوپال داس- ۱۸۷۴ م. بيا چاپ ګلوب خپرونې، اردو بازار لاهور. نيټه نامعلومه. ۱۰۷ مخ
۲ خوشحاليات او حقايق ( انتقادي جاج) خواجه محمد سايل، بهادر کلې پېښور. جنوري ۲۰۰۶م. ۵۷- ۵۸ مخونه
د خپريدو نيټه
۱ فروري ۲۰۱۵ م
صفيه حليم