د پېښور په لوېديځ کې او د لنډي کوتل نه ۱۶ کلوميټر ختيځ کې د خېبردرې تر ټولو تنګه برخه د غزنويانو په تاريخ کې “سنګ سوراخ” نوميدو. د دې تنګۍ نه په يو وخت کې ايله يو اوښ تيرېدې شو. په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې انګرېزانو د سړک جوړولو لپاره دا ځاې پراخ کړو. د دې تنګۍ سره جوخت د باراني اوبو يو سيند هم شته چې کله وچ او کله له اوبو ډک وي. ورسره لوړه غونډۍ داسې ده چې ښکته د يوې او بلې خوا نه تيرېدونکي قافلو او يا د لښکرو څارنه پرې کيدېشي.
د غونډۍ د پاسه يووړوکې جومات “علي مسجد” نومېږي. د خيبر د آپريديانو باور دی چې د اسلام څلورم خليفه حضرت علي هم دلته د يهودانو سره د خېبر جنګ کړې و. نور وايي چې حضرت علي دلته لمونځ کوو نو يهودانو ( پښتنو) يوه تيږه پرې وويشتله چې هغه پخپل لاس ايساره کړه. بيا هغه تيږه په جومات کې کيښودل شوه. بله افسانه دا ده چې حضرت علي دلته يوې ښځې سره واده کړې وچې په عربانو کې د “خيبرۍ” په نوم يادېده. وايي چې بي بي فاطمه له دې واده خبره شوه نو له قهر يې ټنډه تروه کړه او په ويښتو کې يې لاره پيدا شوه.
تاريخي حقيقت دا دی چې علي مسجد دوه سوه کاله پخوا جوړ شوې دی. امير تيمور (ګوډ) او مغل بابر چې د خيبر درې نه تېر شوي دي، پخپلو يادښتونو کې د دې جومات هيڅ زکرنه دی کړې. له هغه وروستو مغلو هم دا ځاې نه دې ياد کړې نو ښايي چې د تيمور شاه په وخت جوړ شوی وي.
د کلا سره نږدې د انګرېزانو هديره ده چې پکې د دوېم افغان جنګ وژل شوي پوځيان خښ دي. هغوی په تيږو د خپلو ډلګيو پوځي نومونه او نښې پرېښي دي او د سيمې پښتانه يواځې کيسې لري.
سرچينې
۱. تاريخ مبارک شاهي- يحيا بن احمد سرهندي، ژباړه، محمد هدايت حسين ۱۹۳۱م – ډاکټر افتاب اصغر( نېټه ناڅرګنده). خپرونکي، اردو ساينس بورډ، لاهور. ۷۷ مخ
۲. تزک جهانګيري- زباړه مولوي احمد علی صاحب رامپوری، نظر ثاني جميل الدين احمد. سنګ ميل خپرونې، لاهور- ۲۰۰۴ م ۹۴ مخ.
د خپريدو نيټه
۳ فروري ۲۰۱۵م
صفيه حليم