باختري اوښ

bactrian camel
يو خو اوښ وي او بل هغه اوښ وي چې دوه کوهان (ملاوې) لري او په نړۍ کې د باختري اوښ په نوم پيژندل کېږي. د حيواناتو (زووالوجي) د علم له مخې دواړه د يو اوښ له نسله دي، خو دوو بېلا بېلو زامنو نه پېدا شوي دي.
شا و خوا ۳۰ ميلينونه کاله کېږي چې باختري اوښ په شمالي امريکا کې ژوند کاوه چې هوا يې توده وه. هلته د دې اوښ ډبره شوي هډوکي وموندل شول چې ښايي د اوسني اوښانو نه واړه وو. بيا دوه ميليونه کاله پخوا د واورې او د يخ په دوره کې چې زمکه ټوټې شوه دا اوښان د اسيا په لوړو غرونو کې پاتې شول او نسل يې بدل شو. کوم اوښان چې په بلې وچې کې ژوندي وو، هغه تودو سيمو ته ورکډه شول.
داسې باورکېږي چې ۴۰۰۰ ق م او د ۲۰۰ ق م تر منځ د عربو په صحرا کې اوسيدونکو انسانانو په لومړي ځل ځنګلي اوښانو ته پړي واچول او له دوی يې کار واخيستو. د ۲۵۰۰ ق م نه وړاندې د افغانستان په شمال ختيځ او ترکستان کې اوسيدونکو انسانانو وحشي باختري اوښان کورني کړل. د دوی تر ټولو پخواني هډونه په مرکزي اسيا او ايران کې موندل شوي دي. د اومې ميلادي پېړۍ په سر کې د چين د “تونګ” سلطنت د وخت نه را پاتې په چيني لوښو او نورو توکو د دې اوښ انځور جوړېدو. دا څرګنده نه ده چې پخوا د دې اوښ نوم څه و خو په ۱۹ مې ميلادي پېړۍ کې يو روسي جغرافيه پوه، نيکولای پريژوسکي د بل اوښ نه د توپير لپاره دا د ” باختري اوښ” په نوم ياد کړو.
د ده مخ لکه د بل اوښ وي او پاسنۍ شونډه يې منځ کې درز لري. باڼه يې اوږده او سپيږمې يې بندېدی شي چې د شګو په طوفان کې يې ژغوري. د ده د پښو تلي هوار او په دوو برخو وېشلې وي چې په شګو کې د مزل پر وخت پلني شي. لينګي يې دومره کلک وي چې په لږ وخت کې د غرونو د ډبرو نه د ريګستان پرشګو ځان برابر کړي. کله چې منډې ته اړ شي نو لکه د اس نه ځغلي، بلکه په يو وخت کې يې دواړه پښې وړاندې او وروستو ځي. دا اوښ د ورځې ۴۷ کلوميتر مزل کوي او تر ۲۵۰ کیلوګرام پورې د وزن وړلو توان لري. دا په يو ساعت کې د ۶۵ کلوميتر پورې ځغاستلی او په اوبو کې لامبو هم وهلی شي. د ده د سترګو ديد او د خوشبويۍ حس ډېر پیاوړی دی.
يو عام باختري اوښ د يو نيم او دوو ميترو ترمنځ اوږد وي. خو د سر نه تر لکۍ پورې يې کچ کړي، نو څلورو ميېرو ته رسېږي. وزن يې تر ۱۰۰۰ ګرام او نر يې د ماده نه زيات غټ او دروند وي. د باختري اوښ هغه دوه ملاوې (کوهان) چې د ده ځانګړتيا ده، وازده لري او د سر نه يې يونيم ميتر پورې لوړ وي. د ده څرمنه د شګې او کله کله نسواري رنګ کې هم وي. په څټ او د زنې لاندې ۲۵ سينتي ميتر اوږده ويښته وي او په ژمي کې ورباندې وړين پوټکی وخېژي او په اوړي کې بیا رژېږي.
درې کلن باختري اوښ ځوان شي او د جنسي اختلاط جوګه وي.
ماده اوښ خپل ماشوم تر ۱۳ مياشتو په خېټه کې ساتي. کله کله غبرګوني هم زيږوي. ماشوم د زېږېدو سره ودرېږي او قدم وهلی شي. هغه وخت د ماشوم اوښ وزن ۳۶ کلوګرام پورې وي او مور ورله تر يو نيم کاله پورې خپلې شېدې ورکوي. ماشوم اوښ د ۳ نه تر ۵ کالو پورې د خپل مور سره هم اوسېدې شي. ځنګلي باختري اوښ تر ۵۰ کالو ژوندی وي خو هغه چې د انسانانو سره وي د ۲۰ نه تر ۴۰ کالو پورې ژوندي لري.
ځنګلي باختري اوښان د ۶ نه تر ۲۰ پورې يو ځای رمه کې ګرځي. تر ټولو زوړ اوښ د رمې مشر وي. خو نوی ځوان شوی اوښ يوازې ګرځي. داسې اوښان د ورځې خوراک او اوبو پسې ګرځي او د شپې اسمان لاندې ويده شي. زيات وخت دوی د باران نه وروسته د خوړ اوبو ته ورځي او يا بيا هغو چينو شا و خوا راټول وي چې په اوړي کې ترې ويلي واوې اوبه شوې او روانې وې. باختري اوښ په يو مخه ۵۷ ګيلن اوبه څښلې شي او څو مياشتې بې له اوبو ژوندی پاتې کېدی شي. د دې اوښانو يوه ځانګړتيا دا ده چې مالګينې او خټينې اوبه هم څښي او د اوبو کمې پوره کولو لپاره واوره (يخۍ) هم خوري. د ده کوهان پړسېدلې او تر هغې نيغ ولاړ وي چې خيټه يې مړه او اوبه يې څښلی وي. کله چې وږې يا تږې وي نو دا ملاوې راټول او يوې خوا ته کاږه شي.
باختري اوښ د ژمي منفي ۴۰ درجې او په اوړي کې تر ۴۰ درجې حرارت کې هم ژوندی وي. دا سوکړه، وچ کالي، ژمی او واورې هر څه زغملی شي.
دده خواړه واښه او نور سابه وي او وچ، ازغي لرونکي، مالګين او تراخه بوټي يې خوښ وي. خوله يې دومره سخته وي چې ازغي ورته هيڅ دي او د خوړلو سره يې د هضم مرحله پېل شي. کله چې اوښ په لومړي ځل خواړه خولې ته کړي نو شخوند پرې نه وهي بلکه سمدلاسه يې خيټې ته ورواچوي. د خپلې اندازې سره چې خيټه ډکه کړي نو هغه خواړه بيا د معدې نه خولې ته راباسي او ورو ورو پرې شخوند وهي.
کله چې شنه بوټي يا واښه نه وي نو باختري اوښ خپل شا و خوا هر څه چې موندلی شي، خوري. د مړو ځناوروغوښه، د هغوی هډوکي، څرمنه يا نورغړي هم خوري. که ډېر بد وخت پرې راشي نو د واښو نه جوړ توکي لکه پړي، څپلۍ او کله کله تمبو يا کېږدۍ هم وخوري. د باختري اوښانو يواځينې دښمن سپين ليوان وي چې د زړو او کمزورو اوښانو ښکار کوي.
اوس په نړۍ کې يوازې دوه ميليونه اوښان پاتې دي. اوس په نړۍ کې د دغو اوښانو شمېر۸۰۰ ته را ټيټ شوی دی او د ورکېدو په حال دي.
باختري اوښان په چين کې د ګوبي صحرا د ګاسون سيمه کې، د منګوليا د تکله مکان په دښتو کې، د قزاقستان په جنوب لوېديځ او لږ شمېر استرالیا کې هم موندل کېږي.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۱۵ فروري ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. دا پورته ذکر شوی اوښان دافغانستان په شمال د پامیر په غرونو کی . .ډیر زیات په اهلی او وحشی ‌ډول پیداکیږی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *