د چلګزي بابا په خوا کې
چرګي اسونه غازي خان تړلي دينه
د پښتونخوا او افغانستان زیاترو کليو او بانډو ته ورڅیرمه یوه اوږده قبرباندې د خلکو ډېره عقيده وي. ښځې هم په درناوي یي منې او د خپل مراد هیله ترې کوي. داسې قبرونو ته په بیلابیلو سیموکې خلک د شل، چل یاچهل اونو(ګزي) بابا نومونه ورکوي. له ځينو سره د سيوري، د غاښ د درد او دغسې درملنې، دعا يا د نذرعقيدې هم تړلې وي.
د کوټې د زيارت ښار د نوګزي بابا په اړه دا باوردی چې د ده مړې نهه ګزه اوږد شو نو ځکه ورته دا نوم ورکړشوې دی. دغسې يو نوګزي زيارت د پيښور چاوڼۍ کې هم شته او له پېښوره بهر چلګزي بابا په اړه وايي چې دلته څلويښت غازيان خښ دي. په ننګرهار کې هم يو زيارت په چلګزي مشهور دی.
داسې زيارتونه ځان له تاريخ لري چې تر اوسه پرې څيړنې نه دي شوې. پخوا به د سیالو ډلو جنګونه له ښارونو بهر په لويو ميدانونو کې کيدل او وروستو به د شهيدانو جنازې به په يوه مخه کيدې. هغه چې خپلوانو به يې مړي وپيژندل نو پخپله به يې خښول خو داسې خلک چې د نورو ځايونو او يا يې څوک د پيژندلو نه وو، په يو يا څو لويو قبرونو کې څنګ تر څنګ خښول. د کليوالو سیمو خلک هسې هم د شهيد زيارت ته ډېردرناوې کوي او زيات وخت پرې جنډې ځوړندې وي. کیدای شي دوی هغه قبر چې ډېر شهيدان به پکې خښ وو، زيات زوره ور ګڼلو او همداسې یې درناوي هم زیاتیده.
وايي چې کله د هندوستان پښتون واکمن ابراهیم لودي د پانی پت په ميدان کې ترپنځو زرو زیاتو سرتیرو مړي ولیدل، نو روهیلکند ته د تلو نه ډډه وکړه. ده د شهیدانو پرمیدان پریښودلو جرات ونه کړ، ترڅو یي ټول همداسې لویو قبرو کې خاورو ته ونه سپارل.
پاتې شوه دا خبره چې ولې د څلويښتو يا د شلو او د نهو شميره ورته ټاکل شوی ده نو د پښتو شميرې يوه ځانګړتيا لري. مونږ تر اوسه د شلو نه زيات، دوه شلې، درې شلې او وراخوا څلويښت او دوه څلويښت شميرې لرو. په زیاتو سیموکې دغه نومونه اوس هم ژوندی ده، لکه چهل ستون، چهل دختران، چهل زینه او چلګزی.
د اوو او نهو شمیر په عقیده او تصوف کې سپيڅلې شمیرنې دي. په ځينو نورو عقيدو لکه بوديزم کې هم سپیڅلی ځای لري. ځينې خلک اوس باور لري چې د “ګزي” تورې عامو خلکو د غازي نه اړولې دی. خو دا يو کمزورې دليل دی ځکه د شهيد قبر ته څوک د غازي قبر نه وايي. غازي به هم هغه کس و چې له غزا ژوندی راګرځيدو. داسې زيارتونو پښتو ټپو او لنډيو ته هم لاره کړی ده چې يوه پکې داسې ده:
په چلګزيانو دې وه خدايه !
يا يې زما کړې يا يې خاورې کړې مئېنه
عکسونه
د پروفيسر محمد جمال نه په مننې
د خپريدو نيټه
۱۲ فروري ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
په زړه پورې لېکنه ده . که څوک سر پرې خلاص کړي .